کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

55

56

۵۷

۵۸

۵۹

۶۰

۶۱

۶۲

۶۳

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۴  برخه


دکتور لطيف ياد
        
 
 
 

                     

دهندوانو لرغوني ښارونه :

   

) :श्रावस्ती   سر اواستي ( 

سراوستي هم د لر غو ني هند يو مشهور ښار و چې نن ورځ د شمالي  هند داتهراپراديش دايالت د ګوندا په ډيسټريکټ (ولسوالۍ ) کې  بلرام پور ته نږدې پروت دى او دغه ځاى داوسني لهکنو نه چې د اتهراپراديش دايالت مر کزدى ١٢٠ کيلو مټره واټن لري .

د لرغونې هند د مشهورې حماسې مها بهارت پر بنسټ دغه ښار دمشهور افسانوي واکمن شراواستا دنامه له کبله په سراواستي سره شهرت موندلى دى. ويل کيږي چې دغه ښار د بودا دژوندانه په وخت کې دساواتهي په نامه ياديده چې د راپتي د سيند پر غاړه پروت و .همداراز سراواستي د کوسالا دواکمنانو پلازميېنه وه. دسراوستي د واکمنانو نه يو هم پا سينا دي دى چې د بودا دپيروانو نه واو ويل کيږي چې دسراوستي ښار په هغه وخت کې ډير ښکلى ښار و او دتاريخي منابعو پر بنسټ  بودا د خپل ژوندانه زياتره وختونه همدې ځاى کې تير کړي دي. بودا د لو مړي ځل لپاره دې ښار ته د اناتها پينديکا په بلنه دلته راغى چې لومړى ځل  يې نو موړى  په راجا ګاها کې ليدلى و.

دسراوستي دمشهورو بودايي عبادتځايونه جيتاوانا،پوباراما او راجا کر ما دي.ددې ځاى د بودايي ستروپيروانو نه په هغه وخت کې اناتها پينديکا، ويساکها، سو پا واسا اوپا سينادي دي.ويل کيږي هغه وخت چې بودا ويشالي پريښود نوهغه همدلته او سيده. ددغه ښار ديوالونه اوس هم شته .دسراوستي د ښار درې   ستوپې انګولي مالاوګندها کوتي او اناتها پينديکا ډير ې مشهورې دي .دغه ښار چينايي زاير هيونتسينګ هم ليدلى واو همدااوس هم هر کال ډير بودايي زايرين د چين،جاپان، برما، جنوبي کوريا،تايليند او نو رو سيمو نه دلته راځي او ليدنه ترې کوي .

 

 

 ددې مقالې په اړوند انځورونه په لانديني ډول  وګورئ !

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۵،          سال    هشتم،       سنبله   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۰۱ سپتمبر      ۲۰۱۲ عیسوی