کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳۱ برخه 
 
 

 

 

اوم    (  (

 

 

 دهندو ئېزم دګروهې او عقيدې پر بنسټ( اوم) لومړنۍ کلمه ده چې دانسان له خولې راوتلې او ويل شوې ده، نو ځکه دغه کلمه دهندوئېزم دپيروانو په اند ډېره سپيڅلې ګڼله کيږي٠

 دغه کلمه له اره له سنسکرېت ژبې نه راغلې ده ٠ په ديوناګري ژبه کې چې اوسنۍ هندي ده د     ॐ  او ओम्   په بڼوراغلې ده ٠ همداراز داوم کلمه په نورو مذ هبو نو لکه جينېزم او بو دېزم کې هم شته ٠ داوم کلمه چې د هندوانو په مذ هبي سمبول بدله شوې ده ددې مانا داده چې يوازينی او واحد ذات دهر څه سا تنه او پا لنه کوي ٠

 

په دراويدي ژبه کې داوم مفهوم هو دی٠ په هندو ئېزم کې هر عبادت او مذهبي سرود داوم دکلمې په ويلو سره پيل کيږي٠ دهندوانو په هرو مذهبي عباد تځايونو يعنې مندېرونو باندې هم داوم کلمه ليکل شوي وي٠ همداراز دواده دکارډونو، جنتريواو دمذهبي کتابونو په پيل کې داوم کلمه ليکله کيږي، ځکه چې دهندوانو په اند دايوه سپيڅلې، مقدسه اود خير او بر کته ډکه کلمه ده٠

 

همداراز داوم کار نوم داريا سماج دغورځنګ دپلو يانو له خوا چې په هندوئېزم کې يو مذهبي ،اصلاحي او ريفورميست غورځنګ دی دخدای لپاره کاروله کيږي چې قادر اومطلق ذات دی٠

 

د اوم دکلمې يادونه په سپيڅلو متونو او له هغو نه په ويدونو او اوپنيشدونو کې هم شته، په تېره بيا په منډوکا اوپنيشدونو کې داوم دکلمې ډېر څرکونه ليدلای شو٠

 

که څه هم داوم دکلمې په اړونددهندو مذهب مفسرين ډول ډول اوبېلا بېل نظريات وړاندې کړي دي، لکه چې په هغو کې ځينې په دې اند دي  چې داوم ددريو حروفو ياتورو نه مقصد او موخه  ځمکه، اتو موسفير او جنت دي، خوځينې بيا وايې چې داوم نه مقصد برهما، ويشنو او شيوا دي او ځينې  بيا عقيده لري  چې اوم دريو سپيڅلو ويدونويعنې ريګويد، يجرويد او ساماويد ته هم اطلاقيږي  ،خو په پايله کې ټول  دې نتيجې ته رسيدلي دي چې اوم دهماغه واحد او مطلق ذات نه عبارت دی چې نړۍ يې پيداکړې ده٠

 

لنډه داچې داوم کلمه دهندو مذهب دهر پيروپه خوله کې دزانګونه نيولې دژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې ويل کيږي، ځکه چې داوم کلمه دوی ته سپيڅلې او مقدسه ده او دهغې په ويلو سره دوی ته يو ډول روحي ارامتيا او سکون ورپه برخه کيږي٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۱       سال        هفتم      حمـــل             ۱۳۸٩  خورشیدی                     مارچ ٢٠۱۱