کابل ناتهـ، Kabulnath


























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
بهګود ګيتا
 
 
 

دکتور لطيف ياد- استراليا

 
 

 بهګود ګيتا يا لاهوتي سندرې د هندوانو سپيڅلی او مذهبي کتاب دی چې د هند د مشهورې حماسې مهابهارتا يوه برخه ده او دهندوئيزم د مهمو ادبي او ديني متونونه شمېرل کيږي٠

بهګود ګيتا د ٧٠٠ شلوکو يا بيتونو يوه مجموعه ده چې په اتلس څپرکوکې کښل شوې ده چې په اصل کې د مهابهارتا د ٢٣څپرکي نه نيولې تر ٤٠ څپرکو پورې بر خې جوړوي چې د شري کرشنا او دپانډوانو دکورنۍ د زړور او بهادر جنګيالي ارجن تر مينځ د خبرو اترو او مکالمومنظومه بڼه ده٠

بګهود ګيتا د دوو کلمونه جوړه شوې ده بهګود يعني ( بهګوان يا خدای) او ګيتا يعنې( سندرې ) چې ورته خدايي يا لاهوتي سندرې هم وايي٠ د هندوانو په عقيده بهګود ګيتا له نن نه ٥٠٠٠ کلونه وړاندې د ( وياسا ديوا) له خوا ليکل شوی دی٠

لکه چې دمخه ويل شول بهګودګيتا د وشنو د اوتار شري کرشنا او پا نډوانو دکورنۍ دزړور اتل او جنګيالي (ارجن) تر مينځ دمکالمو منظو مه بڼه ده٠ ارجن د مهابهارتا مشهورې جګړې ته د تګ په حال کې دی چې د پا نډوانو او کور وانو تر مينځ پېښه شوه٠ شري کرشنا په دغه جګړه کې دارجن د جنګي بګۍ چلوونکي په توګه ګډون کوي او په دغه ترڅ کې دارجن او شري کرشن تر مينځ خبرې اترې هم شوي دي چې دغه مکالمې دپوښتنو او ځوابو نو په بڼه دي .

چې دغه پو ښتنې دخدای، دهستۍ او انسانانو په اړوند دي٠ ارجن د مهابهارتا د جګړې ډګر ته دتلو په وخت کې او هم دمهابهارتا دجګړې په ډګر کې د يوه ډول ذهني کشمکشو نو سره مخامخ دی٠

ارجن په سنسکرت ژبه کې روښنايۍ، ځلا او سپين ته ويل کيږي٠ ارجن د پانډوانو په پنځو وروڼو کې دريم ورور اودی دپانډو په مېرمنوکې دکونټي زوی و چې د پا نډولو مړنۍ مېرمنه وه٠ د ارجن مېرمن دروپدي نو مېدله چې د پانچالا دواکمن درو پدا لوروه٠ ويل کيږي چې ارجن  ډېر ښايسته او ښکلی سړی و٠  

د ګيتا تعليمات او لار ښوونې :

د بهګود ګيتا دلارښوونو او تعليماتو له مخې دانسان رښتينی جوهر روح دی چې د زمان او مکان نه ماورا دی٠ دګيتا د لارښوونو پر بنسټ د انسان د ژغورنې له پاره ډول ډول لارې چارې شته ، خو تر ټولو غوره لارې يې کرم يوګا ياد کړووړو دسپلين او بهګتي يوګا يا خدای ته د ځان وقفول يې تر ټولوښې لارې چارې دي  کرم يو ګا چې د بودهي يو ګا په نامه سره هم يا ديږي اساس او بنسټ يې دسپلين دی ، همداراز د خدای سره مېنه او محبت ، دهغو وجائبو سر ته رسول چې خدای پرې خو شاليږي او د کبر او غرور نه ډډه کول د بهګود ګيتا د تعليماتو غوره بر خې جوړوي٠ بهګتي يوګا يا خدای ته ځان وقفول او دهغه په مېنه کې ډوبيدل او مراقبې ته وايي ٠

د ګيتا د تعليماتو له مخې کائنات د پوهواو جاهلو انسانانو يو ترکيب او جوړښت دی او له همدې کبله طبيعي ده چې انسانان دغه دوه فطرته له ځانه سره لري٠

د بهګود ګيتا فلسفې د نړۍ ډېر غوره متفکرين تر خپلې اغېزې لاندې را وستلي دي چې په دغه لړکې د ټولنيز مصلح راجا رام موهن، شنکراچاريه او د مشهور امريکايي عالم هينري تهورو نومونه يا دولای شو

همداراز د هند ستر لارښود مهاتماګاندهي هم د ګيتا د تعليماتو تر ژورې اغيزې لاندې و٠  

دبهګود ګيتا اتلس ګوني څپرکي يا فصلونه په لاندې ډول دي:

1- د جګړې پر پايلو وېر او ما تم :

د بهګود ګيتا لومړنی څپرکی يا فصل د بهګود ګيتا د رامينځ ته کيد لو عوامل، دکورو کشيترا دجګړې ډګر او دجګړې پر حالاتو څرګندونې کوي چې اصلي کرکټرونه يې شري کرشنا او شهزاده ارجن دي٠ ارجن د مهابهارتا په جګړه کې د خپلو څلورو مليونو سر تېرو شاهد دی، خو بيا هم ار جن د يو ډول ذهني وېرې او کشمکشونو سره مخامخ دی چې جګړه ونه با يلي٠

2- دروح د تلپاتيوالي حقيقت :

د بهګود ګيتا په دوهم څپرکي کې شهزاده ارجن د شري کرشنا لارښونې په بشپړه توګه مني او دهغه مريد کيږي٠ ارجن د شري کرشنا نه غواړي چې ورته لار ښوونه وکړي چې په څه ډول د خپل زړه نه اند يښنې ليرې کړي٠ په همدې څپر کي کې د انسان دکړو وړو او اتما يعني روح په اړوند ژورې او هر اړ خيزه څر ګند ونې شوي دي٠

3- دانسانانو تلپاتي کړه وړه او دندې :

د بهګود ګيتا په دريم څپر کي کې د انسان پر کړو وړو او تلپاتو دندو بحث او ګړ ويږ نه شوې ده٠ په دې څپر کي کې شري کرشنا دا خبره څر ګندوي چې په کومه ټولنه کې چې انسان او سيږي د هغو انسانانو دندې ، وجايب او مکلفيتونه څه دي او ولي بايد دا وجايب تر سره شي او د ژغورنې لاره کو مه ده؟

4-رښتيني حقيقت ته رسيدل :

په دې څپر کي کې شري کرشنا وايي چې يو انسان څنګه کولای شي چې روحاني علم او پو هه تر لاسه کړي او په څه ډول د ماديا تو سره چال چلند وکړي٠ په دې څپر کي کې رښتيني حقيقت ته درسېد لو لارې چارې په ګوته شوي دي٠

5-عمل او ګوښه توب :

په دې څپر کي کې شري کرشنا، ارجن ته د عمل او همداراز د تر ک او ګوښه توب په اړوند خبرې لري او دايې جو ته کړې ده چې ددغو دوو لارو په غوره کولو سره څنګه نجات او ژغو رنه تر لا سه کيدای شي٠

6- د ځان پېژندنې پوهه :

په دې فصل کې شري کرشن دا څرګندونې کړي دي چې په څه ډول خپل ذهن د يو ګاداتو ګونو پوړيو او مراحلو په تر سره کولو سره پاک کړو٠ هغه يوګا د هستۍ او موجوداتو روحاني ځانګړتيا بللې ده ٠

7- وروستي او نهايي حقيقت ته درسيدو پوهه او علم :

په دې څپرکي کې شري کرشنا د نهايي حقيقت په اړوند ځا نګړي نظريات وړاندې کړي دي٠هغه دا راښيي چې خلکو کومې څلور ډلې دي چې دالوهيت پيروي کوي او کومې د خلکو څلور ډلې دي چې د الوهيت سره په مخالفت کې دي٠ د شري کرشنا په اند يوه داسي رو حاني پوهه او ادراک شته چې سړی خدای ته رسوي٠

8- ژغورنې ته لاس رسی :

د بهګود ګيتا په اتم څپر کي کې شري کرشنا د يوګا دعلم پر زده کړې ټينګار کوي٠ نوموړی همداراز دمادي نړۍ د را مينځ ته کيدلو او دروحا ني نړۍ سره د هغې دتو پېرونو په اړوند هم څرګندونې کوي چې يوه يې خير ښيګڼې او بله يې دشر يا نيستۍ خو اته انسان بيايي٠

9- نهايي حقيقت ته در سيدو لپاره ډاډمنه پوهه:

په دې څپر کي کې شري کرشنا نهايي حقيقت ته د رسيدو لپاره ډاډمنه پوهه ضروري ګڼي٠ هغه دا ښيي چې ولې دا مادي نړۍ رامينځ ته شوه، څرنګه خپره شوه، څنګه وسا تله شوه او څرنګه له مينځه ځي هغه  عقيده لري چې پر دغو شيانو باندې پو هيدلو ته ډاډ منه پو هه ضروري بلله کيږي٠

10-د نهايي او وروستي حقيقت لايتناهي پرتم :

په دې څپر کي کې شري کرشناد علت او سببونو په اړونديې خبرې لري٠ هغه ارجن ته د حقيقت د پياوړتيا او توانمندۍ باب څرګند ونې کوي٠ ارجن د شري کرشنا نه غواړي چې د توان او قدرت په اړه ورته نورې څرګند ونې هم وکړي او شري کرشنا هم هغه ته چې ډېر غوره او مهم دي  ورته بيانوي٠

11- د هستۍ د عمومي جو ړښت ليد او تصور:

په دې څپر کي کې ار جن شري کر شنا ته زارۍ کوي چې دټولې هستۍ  د عمو مي جو ړښت په اړوند ليد او تصور بيان کړي ، چې شري کر شنا يې ورته بيا نوي٠

12- خدای ته دځان وقفولو لاره :

په دې څپرکي او فصل کې شري کر شن خدای ته دځان د وقفولو شان او پرتم بيا نوي٠ همداراز نوموړی دروحاني دسپلين بېلا بېل جوړ ښتو نه ښيي او د هغو کسانو ځانګرتيا وې او بيلا بېل عملونه او کړه وړه بيانوي چې دروحاني دسپلين لاره تعقيبوي ٠

13-د فردي او نهايې پوهې نه خبرېدل :

د بهګود ګيتا په دې څپر کي کې شري کرشن د انسان او فرد د فزيکي جوړښت او دروح د تلپا تيوالي په اړوند څرګندونې کوي٠ نوموړی وايي چې دانسان يا فرد فزيکي جوړښت له مينځه تلونکی دی، په داسې حال کې چې روح تلپاتې دی٠

14- د مادي هستۍ درې ځانګړ تياوې :

په دې فصل کې شري کرشنا دهغو مادي څېزونو او شيانو ښيګڼې او اړتيا وې بيانوي چې ټوله مادي نړۍ يې تر اغېزې لاندې راو ستلې ده٠ همداراز شري کر شنا دهر مادي څېز او هستۍ درامينځ ته کېدو علتونه، سببو نه او ځواک په بشپړه تو ګه ښيي٠

15- د نهايي او مطلق حقيقت پېژند نه:

په دې څپر کي کې شري کرشنا د الوهيت د پېژندنې موخه او مقصد اود دې خبرې اهميت راښيي چې په څه ډول د کائناتو خالق وپېژنو٠

16- رحماني او شيطاني خصلتونه او صفتونه :

په دې فصل کې شري کرشنا ارجن ته هغه خصلتونه بيانوي چې ښه وي او هغه رحماني صفتونه دي٠ همداراز هغه ارجن ته هغه شيطاني صفتونه هم بيانوي چې انسان دسمې لارې نه کږې لارې ته بيايې او شيطان ترې جوړوي٠

17- دمادي هستۍ درې برخې :

 په دې څپر کي کې شري کرشن ارجن ته دمادي هستۍ درې برخې بيانوي او همداراز يې د انسانانو دعقايدو بېلا بېلې برخې يې هم تر څېړنې لاندې نيولي دي٠

18- دنهايي يا ورو ستي حقيقت بيان :

په دې فصل کې چې دبهګود ګيتا وروستنی څپر کی دی شري کرشنا دتېرو ١٧ څپر و بيانونه په لنډه توګه خلاصه کړي دي اود ښه عمل او يوګا په نتيجه کې د انسان د ژغورنې په باب څر ګندونې لري٠ هغه همداراز خدای ته درسيدلو لارې چار ې هم بيا نوي٠

منبع:

د دې مقالې په ليکلو کې مې له لاند نيو منا بعو او ماخذو نه استفاده کړې ده :
١- دسری بهګود ګيتا قلمي نسخه، په فارسي ژبه چې ليکوال يې نا معلوم، خو کاتب يې منشارام بن ديوان ګنګا رام دی٠ دغه قلمي نسخه د  دهلي دتغلق اباد د خطي نسخو په کتا بتون کې په ١٣٢٣ نمبر کې خو ندي ده  و ١٥٠ پا ڼې لري٠ ما له دغه قلمي نسخې نه ځينې مهم يا داشتو نه اخيستي وو چې په دې مقاله کې مې ور ځينې استفاده کړې ده٠
٢-بهګود ګيتا ، قلمي نسخه، په فا رسي ژبه چې ددهلي دجا معه مليه د پو هنتون د کتا بتون دقلمي نسخو په  C١١ نمبر کې خو ندي ده او ١٢٦ پا ڼې لري٠
٣- دبهګود ګيتا دريمه نسخه چې شيخ عبد الله له هندي ژبې نه په فارسي تر جمه کړې او ٨٥٤ صفحې لري او د هند دپنجاب دايالت دپټيالې دښار په ارشيف کې په ١٦٧٨ شمېرې باندي خوندي دي٠

 

(())(())(())(())(())(())

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 110           سال پنجم           قوس/ جــــدی   ۱۳۸۸  هجری خورشیدی       دسمبر 2009