کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 
 
 
هندو ئېزم (هندو مت)
 
 

دکتور لطيف ياد- استر اليا

 

 

دو لسمه بر خه

په هندو ئېزم کې ار با ب الانواع او الاهې :

 

دکابل ناتهـ دويب پاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو!

د کابل ناتهـ دويبپاڼې په تېره ګڼه کې مو دهندو ئېزم دارباب الانواعو او الاهود پيژندلو په ترڅ کې تا سو ته د مايا، بلرام او مها وديا بهو ونيشواري په اړوند معلومات در وړاندې کړل٠ داځل به تا سوته په همدې لړکې د سراسوتي، شکتي ما يا شکتي مور اوکرتيکي په اړوند معلو مات وړاندې کړو .

 

سراسو تي :

 

دهندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ سراسوتي د پوهې، مو سيقۍاو ټولو ابداعي هنرونو رب النوعه ګڼله کيږي٠ همداراز سراسوتي ته ويک ديوي يا د وينا رب النوعه ويل کيږي٠ که چېرې موږ دسراسوتي انځورونه او مجسمې وګورو نو سپينې جامې يې اغوستي وي او غاړه کۍ او هارونه يې پر غاړه وي٠ په همدې انځورونو کې سراسوتي کله پر بتکې او کله هم د طاوس باندې ناسته وي او سيتاريې پر لاس کې نيولی وي٠

با يد وويل شي چې په هندوستان کې هغه څوک چې غواړي موسيقۍ ته مخه کړي او يا هم په دې ډګر کې زده کړې پيل کړي نو سراسو تي ته به ضرور د درناوي سر ور ټيټوي٠ همداراز د ښوونځيو او پو هنتونو نو زده کوونکي هم د ازموينو په وخت کې د سراسو تي نه مر سته غواړي٠

د هندوستان در اجستان د ايالت په مونټ ابو کې د دلوارا ټيمپل دسراسوتي د لمانځنې لپاره جوړ شوی دی چې هر کال په زرګونه تنه خلک دعبادت او لما نځنې لپاره ورځي٠

 

شکتي ما ( شکتي مور):

 

د هندو ئېزم د عقيدې پر بنسټ شکتي ما د ځواک او انرجۍ الا هه ده او دې ځواک په مرسته شيطاني قوتونه او ځواکو نه له مينځه وړل کيږي تر څو په نړۍ کې يو تعادل را مينځ ته شي٠ د هندوئېزم دعقيدې پر بنسټ ددوی هريو رب النوعه او الاهه ځا نته بيل بيل شکتي او ځواک لري چې د هغې پر ته هغوی هيڅ هم نه شي کولای٠ دبېلګې په تو ګه په هندو ئېزم کې لکشهمي د ويشنو انر جي او ځواک ګڼل کيږي او پاروتي دشيوا انرجي او ځواک دی٠

همداراز شکتي ما د دېوي او مها ديوي په نومونو سره هم يا ديږي او ځانته بېلا بېلې بڼې لري لکه پا روتي، دور ګا او کالي٠

په دې تو ګه شکتي د ټولو ارباب الا نواعو او الاهو دځواک مور او دټولې هستۍ د انر جۍ منبع او سر چينه ګڼله کيږي٠ دهندوانو په سپيڅلو متونو او پنيشدونو کې د شکتي په اړوند ډېر څه شته او هغه څوک چې دغه خارق العاده شکتي او ځواک لري د برهمن په نوم يې يادوي٠

 

کر تيکي :

 

دهندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ کر تيکي دشيوا زوی او دګنيش ورور ښودل شوی دی٠ که څه هم ګنيش روحاني سمبول ګڼل کيږي، خو کرتيکي دارباب الانواعو پوهاند او ساينټست ښودل شوی دی٠ کر تيکي نور ١٣ نو مو نه هم لري چې درې ور مشهور نو مو نه يې کر تيکيا،کهمارا او ګو ها دي٠

که موږ دده مجسمې او انځورونه وګورو نو به وينو چې نو موړی د طاوس له پا سه ناست وي چې دما را نو وژونکی ګڼل کيږي٠ ويل کيږي چې کر تيکي دپاروتي له ګيډې پيدا شوی دی٠ داسي ويل کيږي چې کر تيکي شپږ سرونه درلودل٠ وروسته دی دارباب الانواعو د پوځ جنرال وټا کل شو او شيطان صفته ترا کايې له مينځ يووړ٠ 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢٢          سال شـــشم              جوزا / سرطـــــــــان ۱۳۸٩  خورشیدی           جون ٢٠۱٠