کابل ناتهـ، Kabulnath

 
 
 
 
 
هندو ئيزم ( هندومت) 
 
  اوومه برخه
 
 دکتور لطيف ياد- استراليا
 
 

په هندوئيزم  (  هندومت)کې ارباب الانواع او الا هې :

اغلو او ښاغلو لو ستونکو په تېره برخه کې مو دهندوئيزم د دريواربا ب الانواعو يعنې براهما، دورګا او ګنيش په اړوند لنډ معلو مات در وړاندې کړل٠ داځل به په دغه لړ کې پر کاليمور، کر شنا جي  او لکشهمي با ندې لږ شانته رڼا واچوو٠

 

٤- کالي :

 

 کالي ما تا ياکالي مور چې دکاليکا په نا مه سره هم يا ديږي په هندو ئيزم کې دمړينې او ورانولو رب النو عه ده ،خو نن ورځ يې هندوان دبر خليک او دبد لون درب النو عه په نا مه هم پيژني٠ دکالي نوم يوه سنسکريت کلمه ده چې دوې مانا ګانې لري يو يې وخت او بل يې تور دی٠

داسې عقيده هم شته چې کالي مور دشيوا مېر من وه او کله چې شيوا وغواړي چې نړۍ ورانه کړي نو کالي يې شکتي او ځواک او قوت دی او شيوا دکالي نه پر ته چې دهغه شکتي ګڼل کيږي هيڅ هم نه شي کو لای٠ په ځينو هند ويې متو نو کې راغلي دي چې کالي مور دويديک دعصرد رب النوعه اګني سره چې داور رب النو عه ګڼله کيد له نه شلېدونکي اړيکي لري او داسي ويل کيږي چې دسند دلر غو ني تمدن خلکو دکالي مور لما نځنه کو له٠ که موږ په عبا دتځا يو نو کې دکالي مور مجسمې او انځورونه  وګورو نو مجسمه يې تکه توره او داور دلمبو په څېر يې سره  ژبه  له خو لې راوتلې ده٠ د هندو ستان په ډېرو ښارو نو کې دکالي مور دلما نځنې لپاره مندرونه او عبادتځا يو نه شته، خو دهندوستان په لويديز بنګال په تېره بيا دکولکتې په ښار کې ډېر مندرونه شته چې دکالي مور لما نځنه پکې کيږي٠ همداراز د ډهلي په کالکا جي سېمه کې هم دکالي مور يو مندر شته چې ډېر خلک هلته ورځي او لما نځنه يې کوي٠

 

٥-کر شنا:

 

شري کر شنا يا لارډ کر شنا يا کر شنا جي دهندوانو يو مشهور رب النو عه دی چې ددغه مذهب دپير وانو له خوا ډېر لما نځو نکي لري٠ دده نوم په  مها بها رتا، بهګود ګيتا، وشنو پورانا او بهګود پورانا کې راغلی او په څو نورو نو مو نو سره هم يا ديږي لکه کنهيا، ګو پال، کيشاوا او کنها٠ نو موړی دوشنو اتم اوتار ګڼل کيږي٠ ده ته دمينې او محبت رب النو عه هم ويل کيږي ٠

 ويل کيږي چې کر شنا جي له رنګه تورو او مينه يهنې رادها سپينه وه٠کر شنا د درادها سره زيا ته مېنه د رلوده٠  په هندو ميتا لوجي کې درادها سره دده دمېنې په ا ړوند ډېرې کيسې راغلي دي ٠ د مهابهارت  په جګړه کې دی دارجن دجنګي  بګۍ چلوونکی و او  دارجن سره يې دمکا لمې په وخت کې د نوموړي ډېرو پو ښتنو ته يې ځو ابو نه ورکړل ٠ کله چې په مندر ونو کې دده مجسمو ته وګورو  نو شپيلۍ يې په خو له کې ده او غوا يې تر څنګ ولاړه ده ځکه په خپل کو چنيوالي کې يې د غوا سره ډېر ه مېنه کو له ٠

لنډه داچې کر شنا جي د هندو مذهب يو ستر رب النو عه دی چې ټول هندوان ورته عقيده لري او لما نځنه يې کوي٠

 

٦-لکهشمي :

 

په هندو ميتا لو جۍ کې لکهشمي د ښا يست،شتو او خو شبختۍ رب النو عه ګڼله کيږي٠  نو موړې دو شنو مير من ده٠لکهشمي تقر يبا د ټو لو هندو انو له خو الما نځله کيږي په تېره بيا د د يوالي د جشن په شپه چې دهندوانو درڼا ګانو اختر دی خلک دخپلو کورو نو ورونه پر انيزي څو چې لکهشمي  د هغوی کو رونو ته ورشي او په کورونو کې يې بر کت ور واچوي تر څو شتمن شي٠ له همدې کبله په همدې شپه خلک خپل کورونه ښه پا کوي او داسې عقيده مو جوده ده چې لکهشمي هغو کورونو ته هيڅکله نه ځي چې پا ک نه وي٠ که چېرې موږ د لکهشمي انځورونه وګورو نو د نيلو فر دګل  په مينځ کې ولاړه ده٠

( نوربيا) 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل    117            سال شـشم       حمل  ۱۳۸۸  هجری خورشیدی      اپریل  2010