kabulnath.de  کابل ناتهـ

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان
همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل
 

 

 

 
 
 
 
 
هندوئېزم (هندومت)
 
 

دکتور لطيف ياد - استر اليا

 
 

 لسمه برخه

 

په هندوئېزم کې ارباب الانواع او الاهې :

د کابل ناتهـ دويبپا ڼې اغلو او ښاغلو درنو لوستونکو سلا مونه او ښې چارې !

تاسو د کابل ناتهـ د ويبپا ڼې په تېره ګڼه کې د هنومانجي په اړوند معلومات ولوستل دا ځل تا سوته د هندوانو د ارباب الانواعو او الاهو په لړکې دګورودا او انا پورناپه اړوند معلو مات وړاندې کو م :

 

ګور ویدا :

د هندو ئېزم د عقيدې پر بنسټ ګورودا د مرغانو او الو تونکو پا چا او واکمن دی او په اصل کې د هندوانو د ارباب الانواعو او الا هو تر مينځ پيغام وړونکی ګڼل کيږي ٠ ويل کيږي چې ګورودا سر، وزرونه، پښې او مښو که لري، خو پا تې تنه او جو سه يې دانسان په بڼه ده٠

د ګورودا مور ويناتا او پلار يې کسيا پا نو ميدل٠ کله چې ګورودا بچی شو، دهګۍ نه راووته او والوته نو ډېر وږی و٠ مور يې نو موړی خپل پلار ته ور وليږه چې پندو نه ورکړي او نصيحتونه ورته وکړي ٠ کله چې ګورودا خپل پلار ته ورغی نو پلار يې نو موړی يو داسې ځای ته ور وليږه چې ډېر خواړه تر لا سه کړي او ځان موړ کړي ٠ پلار يې ګورودا ته وويل چې د برهماين نه پر ته ټول شيان چې هلته ژوند کوي خوړلای شي ، خو ګورودا چې هغه ځای ته لاړ ټول شيان يې وخوړل او د تصادف له مخې يې د بر هماين په خوړ لو پيل وکړ ، خو بر هما ين يې په ستو نې کې بند پا تې شو دګورودا پلار کسياپا ګورودا ته امر وکړ چې بر هماين بېر ته تر خولې و غورځوي٠

 

په داسې حال کې ې ګورودا لا دلوږې احساس کاوه پلار يې سمندر ته وليږه، هلته چې يو غټ هاتي او شمشتۍ (کشب) سره جګړه کو له ٠ هغه هاتي او شمشتۍ دواړه ونيول او پورته اسمان ته والوت ٠ کله چې ګورودا غو ښتل ديوې ونې پر ښاخ باندې کښيني نو دډېر وزن په وجه ښاخ مات شو ٠ په د اسې حال کې چې ګورودا سخت په غو سه و نا ببره ويشنو را ښکاره شو او ويې ليدل چې د هيڅ يوې ونې ښا خونه او څا نګې هم ددې جو ګه نه دي چې دګورودا دوزن په وړاندې تاب او مقا ومت وکړي٠ په دغه وخت کې ويشنو خپل لاس ور ته وروغزاوه ا و ګورودا ته يې وويل چې پرې کښيني ٠

د ها تي او شمشتۍ دخوړلو سره سره هم ګورودا دلوږې احساس کاوه چې ويشنو دخپل لاس او بازو غوښې ګورودا ته ورکړې او کله چې ګورودا دويشنو دلاس او بازو غوښې خوړلې نو ويې ليدل چې دويشنو لاس او بازو باندې کوم ټپ او زخم نشته، نو پوه شو چې ويشنو دی نودويشنو په و ړاندې يې ددرناوي سر ټيټ کړ ،دهغه پيروي به يې کوله او دهغه نږدې ملګری پا تې شو٠ داسې عقيده هم شته چې ويشنو دګوردا له پا سه کښيني، ګورودا الوزي او له يوه ځايه يې بل ځای ته ليږدوي ٠

 

انا پورنا :

د هندوانو په سپيڅلو متو نو کې انا پورنا د خو ړو او پخو لو الاهه ګڼل شوې ده ٠ دهندو عقېدې پر بنسټ انا پورنا دا ځواک او توان لري چې بې شمېره خلکو ته د ډوډۍ اود خوړو بندو بست وکړي ٠ انا پورنا په اصل کې د هندو الا هې پاروتي اوتار ګڼل کيږي ٠ پاروتي په اصل کې د لارډ شيوا مېر من وه ٠ کله چې موږ ځينو هندو مندرونو او ټيمپلو نو ته لاړ شو داسې انځورونه او نقا شۍ هم ليدلای شو چې دلارډ شيوا په لاس کې کچکول وي او دانا پورنا نه غواړي چې خواړه ورته تيار او ورکړي تر څو د هغې دانر جۍ او شکتي په مر سته پو هه تر لا سه کړي٠ دهندوئېزم پيروان په دې اند او عقيده دي چې انا پورنا تل خلکو ته حلاله او سپېڅلې ډوډۍ او روزي ورکوي او تل په پخلنځايو نو او دخوړو ددستر خوانو نو سره نږدې نا سته وي ٠ 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل    ۱٢٠        سال شـشم       ثور/جوزا  ۱۳۸٩  هجری خورشیدی      می  2010