کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

 
 
 
هندو ئېزم (هندو مت)
 
 
دکتور لطيف ياد- استراليا
 

 

يولسمه بر خه

 

په هندو ئېزم کې ارباب الانواع او الاهې :

د کابل ناتهـ دويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو !

 

تا سو د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې د هندو ئېزم د ارباب الانواعو او الاهو د پېژندنې په لړکې د ګور ويدا او انا پور نا په اړوند معلومات تر لاسه کړل٠ د دغو الاهو او ارباب الانواعو دپيژندنې په لړکې داځل تا سوته مايا، بلرام او مها وديا بهو و نيشواري درپيژنو :

 

مايا :

 

د مايا ادبې مانا" خيال او توهم " دی ، خو هر هغه څه چې پر واقعيت او رښتينوالي باندې ور زيات شي هغه ته هم مايا ويل کيږي٠ په هندو ميتالوجۍ کې مايا دما يا د شکتي يا ځواک او قوت په مانا ښودل شوی دی٠ مايا يو داسې شکتي يا ځواک دی لکه چې تودوخه داور سره ملګرې وي٠ د مايا کلمه له اره د سنسکرت نه اخېستلې شوې ده چې" ما" نه او يا " هغه " ته وايي ٠

په هندو فلسفه کې مايا خالص فزيکي او روحي حقيقت دی چې موږ يې هره ورځ په خپلو ورځنيو چارو کې احسا سوو٠ دهندو فيلسوف شنکر اچا ريه د وينا له مخې مايا يو مطلق حقيقت دی چې موږ يې دسر په سترګو نه شوليدلای ، خو اغېزې او تا ثيرات يې ليدلای شو٠

 

بلرام :

 

د هندو متالو جۍ پر بنسټ بلرام دکرشنا ورور ښودل شوی دی چې د ځواک او قوت، ديومنونکې زوی ، ديوه ايډيال ورور اوخاوند سمبول ګڼل کيږي٠ نوموړی خلک د شيطا ني هوسونونه ژغوري او خلکو ته واک اوا نرژي وربخښي ٠

بلرام هغه وخت د ويشنو بڼه خپله کړه کله چې ايندرا او نورار باب الانواع لارډ ويشنو ته راغلل چې دوی د متهورا دشيطان صفته واکمن کمسانه وژ غوري٠ ويل کيږي چې ويشنو د خپل سر دوه تاره ويښتان چې يو يې سپين او بل يې تور و دخپل سر نه را وايستل او ويې ويل چې دا دوه ويښتان به ددغه شيطان صفته کمسانو سره جګړه کوي٠ بلرام د دېواکي له رحم نه ه په پټه تو ګه د روهيني رحم ته لاړ د کومې نه چې نو موړی وزيږېد٠ بلرام په نوي ځوانۍ او زلميتوب کې شيطان صفته د هينو کا وواژه او دکرشنا په ملګرتيا متهورا ته لاړ او دکرشنا مرسته يې وکړه، څو شيطان صفته کمسا وژل شو٠ همداراز بلرام د کرشنا زوی" سمبا" د دريود هانا له زندانه را خوشې کړ٠

 

مها وديا بهو ونيشواري :

 

مها وديا بهو ونيشواري يوه ايډياله ټو لواکمنه يا ملکه ده او د پر ا شکتي يو ځواک ګڼل کيږي٠ هغه وخت چې براهما، ويشنو او شېوا تر منځ ددې خبرې پر سر شخړه او لانجه وه چې د دوی تر مينځ څوک ستر او د ډېر ځواک څښتن دی او خبره ډېره جدي شوه نو مها وديا ونيشواري هغوی خپل کورته بو تلل چې هلته هغوی خپل ځانونه ددريو مېرمنوپه بڼه ولېدل چې دنړۍ د پيدايښت، ساتنې او ورانولو دندې يې پر غاړه اخيستلې٠په دې توګه دغه ستونزمنه لانجه اواره شوه، ځکه د هريوه کار معلوم و چې بايد څه وکړي٠

بهو وديا و نيشواري د لسو مها وديا وو اوپوهانو په ډله کې شمېر له کيږي چې پاتې نهه يې کالي، تارا، شادوشي، بهيروي،چينا مستا،دو ماوتي،مستنګي، کمهلا او بګلا مو کهي دي٠ 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۱          سال شـــشم              جوزا  ۱۳۸٩  خورشیدی           جون ٢٠۱٠