کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

 

 
 
   

هندو ئېزم ( هندومت )
٢۳ برخه
دکتور لطيف ياد - استراليا

 
 

 په هندو ېيزم  کې پوجا (पूजा) لمانځنه او عبادت

دکابل نا ت  دويبپا ڼې اغلو او ښاغلو لوستو نکو !

ما تا سو ته په تېرو ګڼو کې دويديک عصر دارباب الانواعواو الا هو په اړوند معلومات در کړل ٠ دا ځل په هندو ئېزم کې يوې بلې مهمې عقيدوي مسئالې ته ستاسو پا ملرنه را اړوم چې هغه  په هندو ئېزم کې  پوجا او دالاهو لمانځنه او عبادت دی٠

پوجا په اصل کې يوه سنسکريت کلمه ده چې دلمانځنې، عبادت او مذهبي تقوا نه عبار ت ده چې دهندوئېزم دګروهې او مذهب پيروان يې بېلا بېلو الاهو( بهګوانونو) ته کوي٠ ځينې بيا په دې عقيده دي چې پوجا له دوو کلمو نه جوړه ده چې پا( پرايانا) يا په پر له پسې تو ګه دخدای دنوم يادول او جا(جاپا)په ذهن کې په پر له پسې تو ګه دخدای دنوم يادولو نه عبارت دی٠ پوجا په اصل کې الاهو ته له دې کبله تر سره کيږي چې دهغو لو رېېنه تر لا سه کړي، دخپلو ستو نزو دلېرې کولو لپاره ترې مر سته تر لاسه کړي او دټولو لا مهمه دا چې خپله روحي تسلي پرې وکړي٠ دهندومت دعقيدې پر بنسټ پو جا دخدای او انسان تر مينځ داتصال يوه کړۍ ده چې انسان خدای ته نږدي کوي٠ پو جا بايد په کومو ځايونو کې ترسره شي ؟

 

هندوان معمولا په لاندنيو درې ځا يونو کې پوجا تر سره کوي :

١- په کورونو کې دننه پوجا ٠

٢- په مندېرونو(لمانځنتونونو) کې پوجا ٠

٣- دځانګړو منا سبتونو پوجا ٠

 

زه به هڅه او کوښښ وکړم چې دغه درې واړه پوجا ګانې تاسو ته په لنډه تو ګه دروپيژنم ٠

 

١- دکور دننه پو جا :

 

زياتره هندوان دخپلو کورونو په دننه کې دپو جالپاره ځانګړي ځايو نه لري چې په هغو کې دبېلا بېلو الاهو(بهګوانونو) انځورونه او ياهم مجسمې اېښودلې شوي وي ٠ معمولا بهګوان ته پو جا ګهيځ وختي دغسل او ځان وينځلو وروسته تر سره کيږي ٠ کله چې هندوان سهار وختي له خوبه پا څي او اشنان يا غسل وکړي نو بيا ددغو انځورونو مخې ته په يوه بشقاب کې ګلان ،اوبه، خواږه او ميوي ږدي،شمعي روښانه کوي او اګر بتي يا خوشبوی لرونکي لرګي لو ګي کوي اد بهګوان مخې ته په داسې حالت کې دريږي چې دواړه لا سونه يې سره جوړه کړي وي،خپلې ستر ګې پټوي او خپل ځان او خپلې کورنۍ او هم په ورځنيو چارو کې دبر ياليتوب دوعاوي کوي او له بهګوان نه مرسته غواړي ٠ دبهګو انانوپه دغو انځورونو او مجسمو کې د رامچندرجي ،سيتاجي، هنو مانجي، کريشنا،شيوا،ګنيش، لکشهمي،دورګا اوويشنو انځورونه موجودوي ٠کله کله داوم جګديش هري اونور بجنونه او يامذهبي سرودنه او ګانې هم غږوي او هم يې دځا نونو سره تکراروي ٠ ځينې شتمن هندوان بيا د خپلو کورونو په دننه کې د پاټ پوجا لپاره کوچني مندېرونه يا لمانځنتونو نه جوړوي چې په هغوکې ديوه بهګوان او يا هم دبېلا بېلو بهګوانونو مجسمې او انځورونه اېښودل شوي و ي ٠ په هندوانو کې به هيڅ داسې کورنۍ نه وي چې په خپل کور ونوکې به دبهګوان انځورونه ونلري او يا هم دپاټ پوجا لپارهپه خپلو کورو نوکې يوځانګړی ځای ونلري٠ بايد ووايم چې دسهار نه پرته په نورو وختو نو کې هم دغه پو جا ترسره کيدلای شي ٠

 

٢- دمندېر(لمانځنتون) په دننه کې پو جا :

 

دمندېر پو جا هم دورځې يو ځلې ترسره کيدلای شي او ياهم څو څو ځلې تر سره کيدلای شي٠ کله کله پنډت يا پوجاري هم دبهګوان مخې ته دريږي او مندېر ته دراتلو نکوډله اېزو خلکو لپاره دبهګوان نه مرسته غواړي ٠ مندېر يا لمانځنتون کله د يوه بهګوان لپاره وقف شوی وي چې دهغه په نامه سره مشهوروي لکه لکشهمي مندېر،هنومان مندېر، رام مندېر او نور او يا هم کله کله د ډېرو بهګوانانو لپاره وقف شوی وي چې دهغو مجسمې پکې ايښودل شوي وي٠ په مندېر کې هم دبګهوانانو مخې ته ډول ډول ميوې لکه ناريال،کيلې اونور خواږه څېزونه لکه لډو اېښودل کيږي او همداراز اګر بتيانې او شمعې لګولې کيږي٠دمندېر پنډت يا پو جاري دبرهمن دلوړې روحاني کورنۍ پورې اړه لري٠ پنډت دهندئېزم دمذهب په ټولو اصولو او بنسټونوپو هيږي ٠هغه دهندوئېزم دټولو سپيڅلوکتابو نو، ويدونو، اوپنيشيدونو په اړوند معلومات لري،په سنسکريت کې مهارت لري او په ټو لنه کې يې خلک درناوی او عزت کوي ٠

دمندېر په دننه کې دبهګوانانو مجسمې ډېرې ښا يسته جوړې شوي وي او دښايسته او نازکو او زري ټوکرانو نه جامې وراغو ستل شوي وي٠ دمندېر ددروازې مخې ته يو زنځير راځوړند وي چې په هغه پورې يو زنګ تړلی وي او هر هغه وخت چې څوک مندېر ته ننوځي نو دغه زنګ نه شرنګ باسي او بګهوان په دې خبروي چې دمراد دتر لاسه کو لو لپاره مندېر ته راغلی دی ٠ په مندېر کې پو جا کوم ځانګړی وخت نلري، خو معمولا خلک ګهيځ،ماسپښين، ماښام او دشپې له خوا ورځي٠ کله په مندرونو کې هم مذهبي سرودونه او بجنونه غږول کيږي٠ بايد وويل شي هغه کسان چې پو جا کوي نو له ځانه سره پراساد يا نذر چې په هغو کې خواږه شيان، ميوې او يا هم شيدي وي راوړي او دبهګوان مخې ته يې ږدي چې دغه پراساد يا بهګوان ته نذرشوي څېزونه تر پوجاوروسته پر هغو کسانو ويشل کيږي چې مندېر ته دپو جا لپاره راغلي وي٠

 

٣- دځانګړو منا سبتو نو پو جا :

 

کله هندوان په بېلا بېلو منا سبتونو،اخترونو،بختورو ورځو او همداراز دمختلفو او بېلا بېلوبهګوانانو لپاره هم پوجا تر سره کوي دبيلګې په تو ګه دورګا پو جا،لکهشمي پوجا،ديوالي پو جا،نوراتي پو جا،مها شيو راتري پوجا،رام نومي پو جا او داسې نور  ٠٠٠

په لاند نيو لينکو نو کې دکوردننه پوجا،دمندېر پو جااو دځانګړو منا سبتو نو په وياړ پوجا ګانې ليدلی شئ !

 

 

http://www.howcast.com/videos/117058-How-To-Have-a-Puja-At-Home

 

http://www.facebook.com/photo.php?

fbid=163130841541&set=a.163127241541.131550.152719651541

 

http://s609.photobucket.com/albums/tt175/werperipatetic/Varanasi-Rebecca/?action=view&current=RAVaranasi015.jpg&newest=1

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳۳        سال شـــشم            قوس ۱۳۸٩  خورشیدی         دسمبر ٢٠۱٠