کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

 
 
 
هندو ئېزم ( هندو مت )
 
دکتور لطيف ياد- استر اليا
 
 

څوار لسمه بر خه

په هندو ئېزم کې ارباب الا نواع او الا هې :

د کابل نات دويبپا ڼې اغلو او ښا غلو لو ستو نکو !

تاسو په تېر و بر خو کې دهندوئېزم دارباب الا نواعو او الا هو دپيژ ندلو  په ترڅ کې دبراهما، دورګا، ګنيش، کالي ما، کريشنا، لکهشمي، رامچندرجي ،شيوا، ويشنو، هنوما ن جي، ګورويدا، انا پو رنا، ما يا ، بلرام، مهاوديا بهو ونيشواري،سراسوتي، شکتي ما، کر تيکي ،دهو ماوتي،مټنګي،اودهانونتري په اړوند معلومات ولو ستل٠ داځل به دويديک پېر يا عصر ځيني ارباب الا نواع او الا هې در وپېژنم چې په هندو ئېزم کې د ځانګړي درناوي او اهميت نه بر خمن دي ٠

 

 دويديک پېر ( عصر) اربا ب الانواع او الاهې :

 

ګر انو لو ستو نکو ته به جو ته وي چې د عيسی مسيح له مېلاد او زېږېدو نه د مخه د١٥٠٠ او ٢٥٠٠ کلونو تر مينځ واټن کې اريا ئيان داريانا ويجه په سېمه کې چې په غالب ګو مان به دامو دسيند دواړه بر خې وې استو ګنه درلو دله ٠ دتاريخي څېړ نو پر بنسټ دغه اريا ئيان له خپلې لر غو نې اريا نا وېجه نه دبېلا بېلو عواملو له کبله خپاره شول او په بخدي او با ختر کې يې مد نيت جوړ کړ٠ وروسته داريا يي قو مو نو او قبيلو ځينې ډلې اېران ته لاړې ، ځينې يې دخيبر دتا ريخي درې له لارې دهندو ستان ارتو او پراخوو رشو ګانو  ته لېږد وکړ او ځيني په او سني افغا نستان کې مېشته شوې ٠ دغه ار يائيا ن چې کله هندوستان ته وليږدېدل نو خپل فرهنګ، ژبه او عقايد يې هم له ځانه سره  دهندو ستان ارتې اوپراخې سيمې ته وليږدول ٠ دزمانې دغه واټن دويديک پېر يا عصر په نامه ياديږي او ويديک سرودونه هم په همدې وخت کې را مينځ ته شوي دي چې ددغو ويدي سرودو نو په بر کت موږ دهغه وخت ډېر ټو لنيز او عقيدوي مسايل مطا لعه کولای شو٠ ددغو هند ته ورغلو اريا ئيانو ارباب الا نواع او الا هې هم دويديک عصر دارباب الا نواعو او الا هو په نا مه يا ديږي چې دويديک عصر دغو اربا ب الانواعو په تر څ کې به  لو مړی دايندرا په اړوند معلومات دروړاندې کړم :

 

١- ايندرا :

 

که چيرې موږ دريګو يدا سپيڅلي متون په غور سره وڅيړو نو ايندرا پکې د ډېر ددرناوي وړ ځای لري ٠ په دغو متو نو کې ايندرا ته داربا ب الانو اعوواکمن هم ويل کيږي ٠ همداراز په هندو متو لوجۍ کې ايندرا دجګړې، تندر، تو پا نونو، باران او هوا رب النو عه ده٠ ان د ريګويدا يو څپر کی( فصل) ايندرا ته  ډالۍ شوی دی ٠ دريګو يدا په يوې بر خې کې دايندرا په اړوند داسې راغلي دي :

" ايندرا هغه رب النو عه ده چې اسو نه، جنګي بګۍ،کلي،رمي او ګلي او غوايان يې په کنترو ل  او تر ولکې لاند ې دي او پر او بو او لمر باندې فر مان او حکم چلوي ٠"

دريګويدا په بله بر خه کې داسې لو لو :

" ای ايندرا ! ته ډېر لوی يې ! له تا نه غواړو چې موږ ته پييورې غوا ګانې راکړې لکه مد هه پا تي تيا او ني پا تي تيا( ددوو شا عرانو نو مو نه دي) ته دې چې ورکړي دي او هما غسي چې دکنو ا ټبر او د ترا سا دسيو شهزاده او پکته او داساورا جا ته دې چې ورکړي دي "

د ريګويدا پر بنسټ ايندرا  دارباب الا نواعو ټولواک او د جنت واکمن هم بلل شوی دی٠

د ريګويدا پر بنسټ ايندرا دسو ما دشربت دڅښلو سره ځانګړې مېنه درلوده٠ دويديک عصر اريا ئيانو دغه شربت څښه او دريګويدا شا عران هم  دسو ما دشربت ډېره ستا ينه کوي دبېلګې په تو ګه دريګويدا په يوه بر خه کې لولو:

"موږ سوما وڅښل، نه مړه کېږو، په رڼا کې ننوتو، دښمن په موږ څه کولای شي٠ "

داسي پا خه روايتو نه هم شته چې ايندرا ښا يسته څېره او اننګي لري پوزه يې لوړه او جېګه ده ، ښا يسته او ميګوني شونډي او پيا وړې مټې لري٠

ويل کيږي چې ايندرا پر هغو کسانو ډېر مهر با نه دی چې دده لمانځنه کوي او دی په بدل کې هغو خلکو ته شته، جايدادونه، غوا ګانې، اسو نه او زامن ورکوي چې دده لما نځنه کوي٠

ايندرا ددښمنانو سره دجګړې په وخت کې ډېر زړور او دپياوړو پيلانو او اسو نو سره دجګړې ډګر ته ځي٠

داوپنيشيدونو پر بنسټ ايندرا هغه يو ازينی رب النوعه ده چې دتلپا تي ژوندانه رازونه ورته معلوم دي ٠ که چيري موږ دايندرا انځورونو ته په غور سره وګورو نوڅلور لا سو نه لري او په سپين ها تي با ندې سپور وي ٠

 

ادامه لري...

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢٤          سال شـــشم               سرطـــــــــان/اســـــد ۱۳۸٩  خورشیدی           جولای ٢٠۱٠