کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢۵

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
٢۶ برخه
 
 
 

 دهندوانو مذهبي سندرې او نغمې

(آرتي ،بجهن او کر تان)

 

دکابل نات دويبپاڼې اغلو او ښاغلولو ستونکو !

 

دکابل نات دويبپاڼې په تېره برخه کې  تاسودهندوانو دمذهبي روحانيونوياپنډيتانو په اړوندمعلومات ولو ستل٠ داځل تاسو ته دهندوانو دمذهبي سندرو او نغمو په اړوند معلو مات وړاندې کيږي ٠ دغه مذهبي سرودونه دارتي، بجهن  او کرتان په نامه ياديږي٠ زه به هڅه وکړم چې د دغو مذهبي سندرو او نغمو د درې واړو ډو لو نو په اړوند معلومات وړاندې کړم٠

 

 ١- ارتي :

 

ارتي دهندوانو يو ډول مذ هبي سندرې دي چې دبګهوانانو او ديوتا ګانو په وړاندې يې تر سره کوي٠ داسي  تاريخي روايتو نه هم شته چې دارتي لرغونوالی ويديک عصر ته رسيږي٠ ارتي له اره د يوې سنسکرېت کلمې ارادهنا نه اخيستل شوې ده چې د  عبادت او لمانځنې  په ماناده ٠

 

ارتي په اصل کې دبګهوانانو په وړاندي هغه تشريفاتي مذهبي دود دی چې دبګهوانا نو مخې ته په ځانګړو تاليو يا پشقابونو کې ډيوې بليږي ٠ دارتي ډيوې او څراغونه معمولا خټين او ياهم دفلزاتو نه جوړ شوي وي چې تيل پکې اچول کيږي٠ دارتي تالي يا پشقابونه هم دبرونزو، سپينو زرو او ياهم دالمونيم نه جوړ شوي وي ٠ ارتي يا مذهبي سندرې په عمو مي تو ګه په ډله اېزه او دکورس په بڼه تر سره کيږي٠ هغه څوک چې ارتي يا مذهبي سندرې وايې نو خپل تالي او ډيوې دبګهوانانو مخې ته ګرداګرد تاووي ٠ په دغومذهبي سندرو کې  دبګهوان ستا ينه او صفت کيږي ٠ په پای کې نو موړې ډيوه د ټو لو راغلو کسانو مخې ته چې ارتي په مذهبي مراسمو کې ګډون کوي وړي او هغوی يې دډيوي درڼاته خپل لا سو نه ورنږدي کوي او بيا خپل لاسونه دتندي او سر نه تاووي چې برکت ور په بر خه شي٠ ارتي معمولا په مندېرونو کې دورځې ديو ځلې نه نيولې تر پنځو او شپږو ځلو پورې تر سره کيږي او په دې تو ګه  خلک بګهوانانو ته پکې خپل اخلاص او مېنه ښيي ٠ ارتي په عمو مي توګه دګنيش جي، رامچندرجي، کريشناجي، ويشنو، شيوا جي، لکشهمي او نورو بګهوانانو په مدحه او ستا ينه کې ويل شوي دي ٠

 

دهندوانو په ارتي مذهبي سندرو کې يو هم د اوم جی جګديش هري مذهبي سندره ده چې ډېره مشهوره ده٠

 

٢- بجهن :

 

بجهن هم مذ هبي سندرې دي چې دبګهوانانو او ديوتا ګانو په ستا ينه او صفت کې تر سره کيږي چې معمولا دبکهتي   يا( خدای ته دمينې دلارې )سره نه شليدو نکې اړيکي لري٠٠ بجهنونه معمولا هغه سندرې دي چې دکلا سيکل ميوزيک  او راګو نوپه قالب کې وړاندې کيږي٠ دهروپد چې دهندوستاني کلا سيکل ميوزيک يو ژانر دی او هم  قوالي ميوزيک ټول هغه بجهنو نه دي چې دخدای، بګهوانا نو او يا هم دسترو شخصيتونو په ستاينه او مدحه کې ويل کيږي ٠

هغه بجهنونه چې دکبير،ميرا بای، سورداس او تولسي داس له خوا رامينځ ته شوي دي  دکلا سيکل بجهنونو په نامه ياديږي ٠ دسکهانو دمذهب دبنسټ ايښودونکي ګرو نانک  چې په افغانانو کې ورته خلک بابانانک وايي بجهنونه هم ډېر مشهوردي٠ دميرابای بجهنونه زياتره دکريشنا ستاينې ته ډالۍ شوي دي٠

 

٣-کرتان یا کرتن :

 

همداراز کرتان هم يو ډول مذهبي  صوفيانه سندرې دي چې دخدای، بګهوان اوياهم دسترو شخصيتونو په مد حه کې ويل شوي  دي٠ کرتا ن دهندوانو سربېره دسکهانو له خواهم دهندوانو دبګهوانانو او سکهانو دګروګانو او لارښودونکو يعنې ګورونانک ، ګورو هر کيشن، ګورو رامداس، ګرو هريرای ،ګورو هر ګوبيند،ګوروتيغ بهادر او ګورو ګوروګوبيند سينګ  په مد حه او ستاينه کې ويل شوي دي٠

دارتي، بجهن او کرتا مذهبي سندرې په لاندنيو لينکونو کې اوريدلای شئ !

 

 

 

 

 

 

 

http://www.youtube.com/watch?v=Qg88CknV1zY

 

http://www.youtube.com/watch?v=rRVde5E0U9o

 

http://www.youtube.com/watch?v=pxyqD8ydZ2s&feature=related

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳۶       سال شـــشم           جــــدی ۱۳۸٩  خورشیدی        جنوری ٢٠۱۱