کابل ناتهـ، Kabulnath


































لومړی برخه
















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
 
 
هندوئيزم (هندو مت) دوهمه برخه
 
 
 

 دکتور لطيف ياد- استراليا

 

ګرانو او ښا غلولو ستو نکو! موږ دې مقالې په لومړۍ برخه کې دهندوئيزم د اصل او لرغونتوب، په بيلا بېلو هيوادونو کې د هندوانو داستو ګنې، دويدا د کلمې تعريف او دويدا دڅلورو مهمو کتا بونو او همداراز داو پنيشدو نو په اړوند معلو مات وړاندې کړل٠ اوس به دهندوانود نور و سپيڅلي او مذهبي متونو په لړ کې لو مړی پران يا پرانا در وپېژنم ٠

 

پران يا پرانا :

 

پران په اصل کې يوه سنسکرت کلمه ده چې اوس په هندي ژبه کې هم کارول کيږي چې معنا يې لر غو نی او يا پخوانی دی٠ پران يا پرانا هم دهندوئيزم زاړه مذ هبي متون دي٠ پران هم دويدونويا بيد په څېر الهامي کتاب ګڼل کيږي چې دليکلو وخت يې ويدي عصر ته رسيږي او داسي اټکل کيږي چې مؤلف يې مهارشي وياساد يوا و چې ويل کيږي دهند ستر حماسي اثر مهابهارتا هم د نو موړي له خوا ليکل شوی و٠ پران چې د مذهبي نظمونو يوه ټو لګه يا مجموعه ده په هغې کې دنړۍ د پيدايښت، د ديوتاګانو، الاهو، سترو روحاني شخصيتونو، رشيانو، واکمنانو، شهزاده ګانو،اتلا نو، پوهانو،فلسفې، دکائناتو دپېژند نې او جغرافيې په اړوند معلومات شته٠ د پرانا ډېره لرغو ني نسخه د ګوپتا دواکمنۍ په عصر پورې اړه لري٠ تر او پنيشيدونو وروسته پران يا پوراناتر ټولو زيات لوستونکي لري٠

دپرانا مجموعي شمېرشل دي په دې ډول :

١- اګني :

دا ١٥٤٠٠بيتونه دي او د ويشنود وجود د بېلابېل تخيلي او انځو رېز جوړښت په اړوند معلومات لري ٠

٢-بهګواتا :

د ټولو بيتونو شمېر يې١٨٠٠٠ ته رسيږي او د بهکتي يوګاد عملي کولو په اړوند معلومات وړاندي کوي چې د خدايې حقيقت په پوهيد لو کې مر سته کوي٠

٣- بها ويشيا :

 دا١٤٥٠٠ بيتونه لري او په دې اړوند معلومات وړاندې کوي چې د تېر وخت پېښې په راتلونکې کې تکراريږي چې دې کتاب ته دغيب ويلو کتاب هم وايي٠

٤- برهما :

په دغه کتاب کې ٢٤٠٠٠ بيتونه شته او دا دنړۍ دپيدايښت او دفضا په اړوند معلومات وړاندې کوي٠

٥- براهمندا :

دا ١٢٠٠٠ بيتونه لري چې پکې دلليتا سهاسرانامم يا دهندوانو دديو تاګانو يا دونه پکې شوې ده او دغه متن دبجن يا مذهبي دعا ګانو په بڼه لو ستل کيږي٠

٦- براهما وايويترا :

١٨٠٠٠ بيتو نه لري او دهستۍ دپيد ايښت، دژوندانه دمقصد او د بېلا بېلو ديو تا ګا نو ،په تېره بيا د ګنيش او شري کرشنا د ژوندانه او کړو وړو په اړوند معلومات پکې را غونډ شوي دي٠

٧-ګورو دا :

دا ١٩٠٠٠ بيتونه لري او په دې اړوند معلومات وړاندې کوي چې انسان ته ترمړيني وروسته څه پيښيږي او دده دکړو وړو په مقابل کې چې په دې نړۍ کې يې کړي دي څه بد له مومي يعني په څه ډول حساب ا و کتاب به ورسره کيږي٠

٨-هري ومسا :

دا ١٦٠٠٠ بيتونه لري او د شري کرشنا د ژوند په باب ليکل شوی دی٠

٩-کورما :

 دا ١٧٠٠٠ بيتونه لري او د ويشنو د اوتار په اړوند د کيسو په بڼه ليکل شوی دی چې کورما اوتار يې بولي٠

١٠- لنګا :

دا ١١٠٠٠ بيتونه لري او دا دسپيڅلي لنګا او دنړۍ په اړوند معلو مات لري٠

١١- مار کنډ يا :

 مار کنډ يا ٩٠٠٠ بيتو نه لري او موضوع يې د لرغونو زما نو د دوو تنو عالمانو جميني او مار کنډيا تر مينځ خبرې اترې ا و ډيا لوګ دی٠

١٢-متسيا :

دا ١٤٠٠٠ بيتو نه لري او د ويشنو لو مړنی او تار چې دکب يا ما هي په څيره کې و بيا نوي٠

١٣- نرادا :

 دا ٢٥٠٠٠ بيتو نه لري او په هغې کې دمشهوروزيارتو نو په اړوند چې هندوانو ته سپيڅلي او مقدس دي ښودل شوي او هغه يې په بشپړه تو ګه شر حه کړي دي٠

١٤- پد ما :

دا ٥٥٠٠٠ بيتو نه لري او د مذ هب د اسا سا تو،بنسټونو او ځا نګر تياوو او د فضا په ړوند معلومات لري٠

١٥- شيوا :

 دا ٢٤٠٠٠ بيتونه لري او ټول کتاب په بشپړه توګه شيواته وقف شوی دی٠

١٦-سکندا :

سکندا ٨١٠٠٠ بيتو نه لري و دا د پر انا په کتا بو نو کې تر ټولو لوی، پنډ او ضخيم کتاب دی ٠ دا کتاب شيوا

 او همداراز دپا روتي د زوی کر تيکيا ژوندانه ته وقف شوی دی٠

١٧- ومانا :

دا لس زره بيتو نه لري چې په هغه کې د ويشنو داوتار و مانا په اړوند معلو مات را ټول شوي دي٠

١٨- وا يو :

دا ٢٤٠٠٠ بيتو نه لري او دا کتاب د باد الهې اورب النوع وايو ته وقف شوی دی٠

١٩- ويشنو :

دا ٢٣٠٠٠ بيتو نه لري او ويشنو ته وقف شوی دی٠

٢٠- وهارا:

چې لس زره بيتو نه لري٠

  

 ( نور بيا)

 

(())(())(())(())(())(())

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل 112  سال پنجم جــــدی / دلــو ۱۳۸۸ هجری خورشیدی جنوری 2010