کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم ( هندو مت)
دکتور لطيف ياد
٣٩ برخه
 
 

 هندو واکمنان :

 

٧- په بينګال کې دسينا دکورنۍ واکمني ١٠٩٧-١٢٣٠ ميلادي:

 

دسينا دکورنۍ واکمني ديوولسمې عيسوي پيړۍ په لو مړۍ لسېزه کې په بينګال  کې رامينځ ته شوه او د دولسمې پېړۍ تر لو مړۍ نيمايې پورې په بينګال او دهندوستان په شمال ختېزې بر خې با ندې يې واکمني وچلوله ٠

سينا يوه سنسکريت کلمه ده چې مانا يې پوځ دی ٠ دغه کلمه اوس هم  په هندوستان کې مروجه ده او پوځ ته سيناوايي٠

دسينا دکورنۍ واکمنان برهما- کشيترا وو يعنې د مذهب له پلوه بر همنان وواود جنګياليو په طبقې پورې يې اړه درلوده، خو دکاسټ له مخې کايسټه وو٠ دسينا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی هيمنتا سين  دی چې په ١٠٩٧ زېږديز کال کې يې دپالا دکورنۍ دواکمنۍ دکمزورتيا په وجه يې ځان ټولواک اعلان کړ چې ترده وروسته يې زوی دسينا دکورنۍ اصلي بنسټ ايښودونکی بلل شوی دی٠ دسينا دواکمنۍ پلاز مېينه په بينګال کې نابادويپ و٠ ددوی په وخت کې دبينګال دخلکو ژبه سنسکر يت او بينګالي وه او خلک دهندو ئېزم او بو دهېزم دمذ هبو نو پيروان وو٠

دسينا په کورنۍ کې دهيمنتا سين نه پرته پنځه واکمنان تېر شوي دي چې نو مونه يې په لاندې ډول دي:

 

١-ويجی سين ١٠٩٧-١١٦٠ع

٢-بالال سين١١٦٠- ١١٧٩ ع

٣-لکهشمن سين١١٧٩- ١٢٠٦ ع

٤-ويشواروپ سين ١٢٠٦-١٢٢٥ ع

٥-کيشب سين ١٢٢٥-١٢٣٠ ع

 

اوس به په لاندې توګه ددغې کورنۍ دهر واکمن دوره او ددوی کړه وړه وڅيړو:

 

١- ويجی سين ١٠٩٧-   ١١٥٩ ع:

 

لکه چې دمخه و ويل شول چې نو موړی په بينګال کې دسينا دکورنۍ بنسټ ايښودونکی و چې په ١٠٩٧ زېږدېزکال کې واکمنۍ ته ورسيد اوتر ١١٦٠ پورې يې واکمني وکړه چې دده دواکمنۍ دوره ډېره اوږده وه يعنې پوره ٦٢ کاله وه٠ ويجی سين دپالا دکورنۍ دکمزورتيا نه ګټه او چته کړه اودرار په سيمه کې يې دخود مختارۍ بيرغ اوچت کړ٠ نوموړي دپالا  دکورنۍوروستي واکمن ته ماتې ورکړه او دګور دسيمې پر تخت کښيناست٠ دويجی سين مېرمن ملکه ويلاس ديو دسور دکورنۍ نه وه٠ دسوريا نو دکورنۍ سره نږدې اوخوږې اړيکې ددې سبب شوې چې په رار کې دخپلې واکمنۍ مراندې ټينګې کړي٠ همداراز نو موړي داوړيسا دواکمن سره هم دوستانه اړيکي درلودل٠

 

دپالا دواکمن رامپالا تر مړينې وروسته نو موړي په بينګال کې خپل ځواک پراخ کړ٠ همداراز هغه ځينو سېمه اېزو واکمنانولکه ننيا دېو،ويرګن،رګهاو او وردهان ته ماتې ورکړه او دکامروپ او کالينګا واکمنان يې هم راوپر زول او دګور واکمن يې تيښتې ته اړ ايست٠

 

ويجی سين دپالا وروستی واکمن مدنپالا ته چې په شمالي بنګال باندې يې قبضه درلوده ماتې ورکړه او پخپله يې په شمالي او شمال لوېدېز بنګال باندې خپل واک ټينګ کړ٠ همداراز يې دبيهار ځينې بر خې ونيولې او دجنوبي بينګال نه يې دورمان ځواک له مينځه يووړ او په ټول بينګال باندې يې خپل واک ټينګ کړ ٠

 

٢ - بالال سين ١١٦٠- ١٧٩ ع:

 

 نو موړی دويجی سين زوی او په بينګال کې دسينادکورنۍدويم واکمن وچې پوره ١٨کلونه يې واکمني وکړه٠ داسي ويل کيږي چې دده دواکمنۍ په وخت کې هم يو لړ جګړې وشوې چې مشهورې ې دمګهد او ميتهيلا جګړې وې٠

 

بالال سين دشيوا پيرو او د هندو مذهب  يو کلک معتقدو٠ سر بېره پردې نوموړی يو ستر عالم او ليکوال و٠بالا ل سين ددان ساګر کتا ب په ١١٦٨ کال کې وليکه او دادبهوت ساګر د کتاب په ليکلو يې په ١١٦٩ کال  پيل وکړ،خو نو موړی کتا ب يې بشپړ نه شوای کړای٠

 

دبالال سين مېرمن رام ديوي نو ميدله چې دچالو کيا په شاهي کورنۍ پورې يې اړه درلودله٠ داسې ويل کيږي چې نوموړي دخپلې واکمنۍ په وروستيو ختو نو کې د چارو واګې خپل زوی لکهشمن سين ته ورو سپارلې٠

 

٣-لکهشمن سين ١١٧٦-١٢٠٦ ع:

 

نو موړی دسينا دکورنۍ دريم واکمن تېر شوی دی چې دخپل پلار بالال سين وروسته  واکمن شو او پوره ٢٨ کلونه يې واکمني وکړه٠ داسې تاريخي اسناداو شواهد شته چې نوموړي دګوډا او ونارسي(کاشي) واکمنانو ته ماتې ورکړه و په کامروپ او کالينګا کې سوبې ورپه بر خه شوې، خو په اغلب ګومان دغه سوبې هغه وخت دده له خوا تر سره شوي دي چې نيکه يې ويجی سين دواکمنۍ چارې پر مخ بيولې٠

ويل کيږي چې لکشهمن سين دليکوالانو او شا عرانو ره ېنه درلوده او دده دربار دشاعرانو او ليکوالانو نه ډک و٠ دی دخپل پلار پر خلاف چې دشيوا له پيروانو نه ده ويشنوئېزم ته مخه کړه٠ ده په وخت کې هم په سنسکرېت ژبې کې ډېر ااثار کښل شوي دي٠ دده په وخت کې خلجيانو پر بينګال برېد وکړ٠

ترده وروسته دسينا دکورنۍ دوه نور واکمنان تېر شوي دي چې يو يې ويشواروپ سين اوبل يې کيشپ سين ول٠

 

لنډه داچې دسينا د واکمنۍ په وخت کې ددوی دواکمنۍ لمنه تر اسام،اوړيسا،بيهار او ونارسي پورې وغځيدله٠ دوی په مجموع کې علم اوادب ته ډېر خد متو نه کړي دي٠ ددوی په وخت کې ډېر هندو معبدونه هم ودان شوي دي چې مهم يې دبنګله ديش په پلا زمېينې ډهاکه کې  دډهاکيشواري معبد دی٠ د سينا تر واکمنۍ وروسته د ديوا کورنۍ په بينګال کې واکمنه شوه٠

--------------

 

 

 

 

 

ماخذونه او سر چينې :

 

١-http://www.google.com.au/#hl=en&q=sinha+dynastyin+india&oq
=sinha+dynastyin+india&aq=f&aqi=&aql=1&gs_sm=s&gs_upl=
6434l6434l3l8325l1l1l0l0l0l0l472l472l4-1l1&bav=on.2,or.r_gc.r_pw.&fp=b8d4cc78dafedbf6&biw=1024&bih=542

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Sena_dynasty

٣-http://www.gatewayforindia.com/history.htm#Pala and Sena

٤-http://www.indianetzone.com/23/the_sena_dynasty.htm

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل    ۱٤٩   سال        هفتم               اسد       ۱۳۸٩  خورشیدی                اول اگست ٢٠۱۱