کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

55

56

۵۷

۵۸

۵۹

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۶۰  برخه
دکتور لطيف ياد
    
 
 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

متهورا मथुरा :
متهورا دشمالي هندوستان داتهرا پرديش دايالت يو لر غونی ښار دی چې داګرې نه ٥٠ کيلو مټره او دډهلي دجنوب ختيز خواته په ١٤٥ کيلو مټره واټن کې پروت دی٠
دهندوانو په مشهورو رزميو لکه: راميانا، مهابهارت او هم دهندوانو په سپيڅلو متونو او له هغو نه په بګهود پورانا کې دمتهورا ذکر او يادونه شوې ده٠ دهندوئيزم په اند متهورا دکر يشناجي د زوکړې ځای ګڼل شوی دی٠
دمتهورا لر غوني او مذهبي ښار په بيلا بيلو تار يخي پړاوونو کې بيلا بيل نو مونه درلودل لکه مد هوون
او مد هو پوره چې بيا دوخت په تېرېدو سره په متهورا واوښت٠
متهورا دحضرت عيسی مسيح عليه السلام تر زيږېدو شپږ پيړۍ وړاندې دسورا سينا مهاجانا پادا دو اکمنۍ پلا زميېنه وه ٠ وروسته بيامتهورا د عيسی عليه السلام تر زيږيدو څلور پيړۍ وړاندې د٢٠٠ کلو نو په موده کې د موريا واکمنانوپه لاس کې وه ٠دموريا تر واکمنۍ وروسته متهورا دميلاد نه دوه پيړۍ دمخه دسونګا د کورنۍ دواکمنانولاس ته ورغی٠
د کو شانيانو دواکمنۍ په وخت کې دمتهورا ښار دخپل شهرت لوړو پوړيو ته ورسيد او په هغه وخت کې کو شانيانو دوه پلا زميېنې درلودلې چې يو پيښور او بل هم متهوراو ٠
دو سيو ديو نه پر ته نوروکوشاني واکمنانو لکه کجولا کد فيزس ،کنيشکا او هو ويشکا دبو دايي مذهب د پر مختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړي دي چې د کو شاني زياتره واکمنانو مجسمې دمتهورا په ميوزيم کې خوندي دي٠
دعيسی مسيح تر زيږېدو ٦٠ کلونه وړاندې ساکانومتهورا تر خپل واک لاندې راوست٠
لنډه داچې متهورا دتاريخ په اوږدو کې يو لر غو نی ښارو او اوس يې هم هندوان سپيڅلی ګڼي ځکه دوی په دې عقيده دي چې دا د کر يشناجي دزيږيدو ټا ټو بی دی٠
د متهورا تاريخي معبدونه او دليدو وړ ځا يونه:
لکه چې دمخه وويل شول متهورا يو تاريخي ښاردی چې معبدونه او نور تاريخي او دليدو وړ ځا يو نه لري٠
دمتهورا مشهور معبدونه او مندېرونه دا دي:
١- دکيشپ ديو مندېر:
د اد هندوانو ستر معبد دی چې دکر يشناجي د زيږېدو ځای ته څېرمه جوړ شوی دی ٠
٢-نام يوګ سادهنا مندېر:
ډېر مشهور مندېر دی چې د جی ګورو ديو معبد يې هم بولي او هر کال دبهنډار ميله هم همدلته جوړيږي٠
٣- دواري کا دهيش مندر
٤- بيرلا مندير
همداراز په متهورا کې د ويشرام ګهاټ چې خلک پکې لامبي او د مذهبي پلوه خلکو ته سپيڅلی دی٠
دمتهورا ميو زيم هم په متهورا کې ډېر مشهور دی ځکه چې دميلاد نه د درې پيړيو وړاندې اثار او مجسمې پکې خو ندي دي٠

ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندينۍ بر خه کې وګورئ!
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۱،          سال    هشتم،        سرطان   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    اول جولای ۲۰۱۲ عیسوی