کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵۱  برخه
دکتور لطيف ياد
   
 
 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

ايندر پرستها(इन्द्रप्रस्थ):

 

ايندر پر ستها يا دايندرا ښار اوسنی ډهلي دی چې دمهابهارت دمنظو مې حماسې  پر بنسټ د پانډوانو داکمنۍ پلا زميېنه وه چې دجمنا دسين پر غاړه ودان شوی و٠

د مهابهارت د منظومې حماسې په لو مړي ټوک  ٢٠٩ څپر کي کې دايندر پرستها يادونه شوې ده او ويل کږي چې دغه ښار له نن ورځې نه  ٥٠٠٠ کلونه وړاندې ودان شوی و٠

 د مها بهارت ستره جګړه چې ددوو د تره زامنو قبيلو يعنې پا نډوانو او کوروانو تر مينځ دعيسی مسيح عليه السلام تر زېږېدو ٣١٣٩ کلونه وړاندې په کوروکشيترا  کې پېښه شوې وه د پا نډوانو په ګټه پای ته ورسيدله او دوی له دې کبله سره وجنګيدل چې په هستيناپور باندې واکمني وکړي چې يادونه يې په تيره بر خه کې شوې ده٠ پا نډوانو سره له دې چې هستينا پور يې پلا زمېنه وه ورو سته يې ايندر پرستهاهم خپل پا يتخت او پلاز مينه وګر ځوله او په دې تو ګه يې داحق تر لا سه کړ چې په ټول هندوستان باندې واکمني وکړي٠

دمهابهارت په منظومې حماسې کې راغلي دي چې دپا نډوانو مشر ورور جوډهيشتر ته دکهنداوپرستها واکمني چې دهستيناپور په شمال ختيزه بر خه کې پرته وه ورکړل شوې وه،خو دغه بر خه زرخيزه نه وه، ډېرې اوبه يې نه درلودلې او وچه وه٠ کله چې لارډ کر يشنا وليدل چې ددې واکمنۍ حالت خراب دی نو ايندرا يې ځانته را وباله  او ورته يې وويل چې بايد دجوډهيشتر سره مر سته وکړي چې بيا ايندرا دمعمارۍ او ودانولو دچارو الاهې ويشوا کارمان ته وويل چې بايد دغه ستو نزه ليرې کړي٠

هماغه و چې ويشوا کارمان دايندر پر ستها پر تمين ښار ودان کړ چې دپانډوانو پايتخت يا پلاز ميېنه شوه  ٠په ايندر پرستها باندې د پانډوانو تر واکمنۍ وروسته ددغه ښار په اړوند زيات تاريخي معلومات نشته، خو داسې بر يښي چې دتاريخ په اوږدو کې يو ستر ښار پاتې شوی دی ٠ کله چې دګو پتا دامپر اتورۍ واکمنا نو دپاټالي پوترا يا داوسنۍ پټنې ښار جوړ کړ نو دايندر پر ستها اهميت مخ په لږېدو شو٠ دګو پتا تر امپر اتورۍ ورو سته هو نانو پر دې ښار بريد وکړ، خو اوسنی ډهلي دايندر پر ستها ښار ته څېرمه دهندوانو ديوه راجا يا واکمن راجا دهلو په وخت کې جوړ شوی دی ٠ داسې تاريخي شواهد شته چې ايندر پر ستها به د ډهلي داو سنۍ پورانا يا زړې کلا ته څېرمه مو قعيت درلود٠

دايندر پر ستها ښار دپلان له مخې جوړ شوی و چې منظم واټونه،ديوالونه او داو بو رسولو لپاره يې ويالې درلودلې ٠

------------------------

منابع او سر چينې:

١-http://www.indianetzone.com/6/indraprastha.htm

 

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Indraprastha

٣-http://www.epicindia.com/magazine/Culture/the-lost-city-of-heaven-indraprastha

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ددې ليکنې په اړوند عکسونه او انځورونه

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٢       سال        هفتم             دلو/حـــوت    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         شانزدهم ٢٠۱٢ عیسوی