کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
٢۷ برخه
 
 
 

داوم جی جګديش هري مذهبي سندره

 

دکابل نات دويبپاڼې اغلو او ښاغلو لو ستونکو !

دکابل نات دويبپاڼې په تېره برخه کې مو د هندوانو دمذهبي سندرو ارتي، بجهن او کر تن په اړوند معلومات وړاندې کړل ٠ داځل غواړم د ـ اوم جګديش هري ـ  د مذهبې سندرې پښتو منظومه ترجمه تاسو ته وړاندې کړم ٠ د اوم جی جګديش هري مذهبي بجهن يا سندره په ١٨٧٠زېږديزکال  کې د پنډېت شاردها رام فلهوري له خوا دهندوستان د پنجاب په ايالت کې کمپوز شوې ده او تقريبا د نړۍ په هرګوټ کې د هندو مذهب د پيروانو له خوا په مندېرونو، مذهبي غونډو او مذهبي ورځو کې  په ډله اېزه تو ګه ويل کيږي ٠   اوم جی جګديش هري په ديو ناګري يا هندي ژبې کې يو لرغونی مذهبي سروددی چې دخدای حمد او ثناده ٠ دغه مذهبي سندره چې عمر يې زرګونو کلونوته رسيږي شاعر يې معلوم نه دی٠

 

 داوم جی جګديش هري پښتو منظو مه تر جمه

 

  जय जगदीश हरे

  

ای دټولې نړۍ ربه !

ای دټولې نړۍ ستر ځواکه !

ته په يوه شېبه کې ليرې کوي

ستونزې او سختۍ دهغو کسانو چې پرتا باور لري

ای د ټولې نړۍ ربه !

ای دټو لې نړۍ ستر ځواکه !

 

هر هغه څوک چې تاته مخه وکړي

هغه رسي خپلې موخې او مقصد ته

زړونه يې له غمونو نه سپکيږي

او کورونو ته يې سوکالي او مېنه وردرومي

او دبدن رنځونه يې کميږي

ای د ټولې نړۍ ستر ځواکه !

 

ته زما هر څه يې

ستا نه پر ته بل چاته پناه يوسم ؟

ستا نه پر ته دويم معبود نشته

ستا دذات نه پرته بل څوک ابدي نشته

چې هغه ته هېله او اسره وکړم

ای د ټولې نړۍ ستر ځو اکه !

 

ستر پالونکيه !

ته په پټو رازونو ښه پو هيږي

ستا مقام تر هر بل حقيقت لوړ دی

او ستا ذات تلپاتي حقيقت دی

ای دټولې نړۍ ستر ځواکه !

 

ته دلوريېنو سمندر يې

ته ستر نياومن يې

خوزه د حرص او   از (طمعې) نه ډک بنده

زه ستا بنده يم او ته مې څښتن

د خپلو لو رېېنو ور راته پرانېزه!

ای دټولې نړۍ ستر ځواکه !

 

يوازې ته يې چې څوک دې ليدلای نه شي

ته دټولو ارواحو څښتن يې

ای ربه! زما ژوند ستا په لاس کې دی

ای زما څښتنه ! تا ته څنګه در رسيدلای شم؟

تا څه ډول تر لاسه کړم ؟

مابېوزلي ته لا رښوو نه وکړه

ای دټولې نړۍ ستر ځواکه !

 

ته مهر بانه دوست يې

درنځونو لېرې کوونکی يې

ته زما لارښود يې

لوی څښتنه! ته زما لارښود يې

پر ما دمينې لا سو نه وغزوه!

او بر کتونه راباندې وکړه!

ځکه چې ستا ددربار سوالګر يم

ای دټولې نړۍ ستر ځواکه !

 

ته زما نه ټولې بدۍ او ناوړتياوې اېسته کړه !

زما ګناهونه راته وبخښه !

ای څښتنه! ته زما ګنا هو نه وبخښه !

ما ته ددې توان را چې ستا په لار درشم!

او ما ته ددې توان را چې ستا په لار کې چو پړ وکړم!

 

 ای دټولې نړۍ ربه !

ای دټولې نړۍ ستر ځواکه !

ته په يوه شېبه کې ليرې کوي

ستونزې او سختۍ دهغو کسانو چې پرتا باور لري

ای د ټولې نړۍ ربه !

ای دټو لې نړۍ ستر ځواکه !

 

 

اوم جی جگدیش...mp3

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱۳۷       سال شـــشم           دلو ۱۳۸٩  خورشیدی        فبوری ٢٠۱۱