کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵۵  برخه
دکتور لطيف ياد
       
 
 

 دهندوانو لر غو ني ښارونه:
ها نسي :
هانسي دهندوانو يو لر غونی ښا ر دی چې په تاريخي کتا بو نو او متونو کې ترې يا دونه شوې ده٠ دهانسي ښار دهندوستان دهاريانا په ايالت کې پروت دی او له حصاره ختيز لوري ته په ٢٦ کيلو مترۍ کې مو قعيت لري ٠
دهانسي دښار يا دونه په ډېرو لر غونو هندي متو نو کې شوې ده چې يو له هغو نه د هند مشهوره منظو مه حما سه مهابهارت دی ٠ د غه ښار دخپل پو ځي مو قعيت له مخې د هندو ستان د بيلا بيلو واکمنيو په وختو نو کې له ځانګړي اهميت نه بر خمن و ٠ د هانسي دښار دلو مړني ځل جوړيدو په اړوندبيلا بيل نظر يات شته ٠ ځينې په دې اند دي چې دا دويديک زمانې يو لر غونی ښاردی، خو ځيني تاريخ پو هان او لر غون پوهان بيا په د ې اند دي چې دها نسي ښار دڅوهانو(چو هانو) دکورنۍ دبنسټ ايښودونکي پر تهوي راج چوهان لور هنسي واتي ودان کړی و،خو ځينې نور بيا وايي چې دا ښار واکمن اننګپال خپل استادهنسا کر ته په ٩٥٧ زيږديز کې ودان کړی و ٠
د هغوکيندنو په پا يله کې چې په ١٩٨٢ زيږديز کال کې په دغه ښا رکې تر سره شول له دغه ښاره دګو پتا دواکمنۍ دوخت ډېر بتان او مجسمې تر لاسه شوي دي٠ لکه چې دمخه مو وويل چې دغه ښار د ډېر پو ځي ارزښت نه بر خمن و،نو ځکه دتاريخ په اوږدو کې ډيروواکمنانو پر هانسي ير غلو نه کړي دي چې په هغوکې د غز نوي او غوري وا کمنا نو نو مو نه هم اخيستلای شو ٠
دمغو لو واکمنانو هم پر دې سيمې ير غلونه کړي دي، خو په مغولي واکمنانو کې بيا شاه جهان دغې سيمې ته ځانګړې پا ملر نه کړې ده او پخپله يې هم له دې ځا يه ليده کاته کړي دي٠
د سکهانو د وروستي او لسم ګورو، ګورو ګو بيند سينګ او مغولو تر مينځ هم په هانسي کې جګړې شوي دي ٠همداراز هانسي په ١٧٣٦ زيږديز کال کې دمر هټه پو ځيانو تر کنټرول لاندې و ٠
پر هند با ندې دپير نګيانو دواکمنۍ په وخت کې هم هانسي د ډير اهميت نه بر خمن و او انګريزانو د١٨١٩-١٨٣٢زيږديز کلو نو تر مينځ هلته يو پو ځي هيډ کوارټر او چاو ڼۍ درلودله ٠
دهانسي ښار پنځه دروازې يا ګيټونه لري چې مشهور يې دادي: دهلي ګيټ، حصار ګيټ،ګو سين ګيټ،بارسي ګيټ او عمرا ګيټ ٠ سر بيره پر دې په هانسي کې يوه لو يه پو ځي کلا هم شته چې دچوها نو د کورنۍ دستر واکمن پر تهوي راج چوهان له خوا ودانه شوې ده چې نوم يې اسي ګړ دی ٠
داسې ويل کيږي چې په پخوا وختونو کې دهانسي دتورو صنعت ډېره وده کړې وه چې له دې ځايه به بهرني هيوادونو او په تېره بيا عر بي هيوادونو ته ليږل کېدل٠ په هانسي کې دهندو، جين ،سيک او اسلام د ګروهې پيروان استو ګنه لري.

 

 

 ٠
-----------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:

١-http://www.indianetzone.com/4/hansi.htm

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Hansi

٣ - http://www.britannica.com/EBchecked/topic/254597/

ددې ليکنې په اړوند انځورونه:
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۶    سال       هشـــــــــتم         حمل / ثــور   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ۱۶ اپریل      ٢٠۱٢ عیسوی