کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

55

56

۵۷

۵۸

۵۹

۶۰

۶۱

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۲  برخه
دکتور لطيف ياد
      
 
 

دهندوانو لر غو ني ښارونه :

)  کالينجر: कालिंजर(

کا لينجر د هندوانو يو لر غونى ښار و چې اوس هم ددغه لر غو نې ښار زړې ودانۍ  او نښې نښا نې پا تې دي .کالينجر د هند داتراپراديش ايالت د بونديل کهنډ دسيمې دبنده اولسوالۍ پورې اړونده سيمه ده.

دکالينجر نوم د هندوانو په زړو او مذ هبي متونواو له هغې جملې  نه په مها بهارت کې راغلى دى . کا لينجر له اره يوه سنسکريت کليمه ده چې کال  (وخت) ته او جر يعنې(ورانوونکى) يعنې د وخت او زمانې ورانوونکى ته وايي .

کالينجر د تا ريخ په اوږدو کې ډير نو مو نه در لو دلي دي.ويل کيږي چې ددغه ښار لو مړنى نوم کر تهي نگر و چې وروسته په مد هيا نگر،سينگهال گر او په پاى کې په کالينجر سره ونو مول شو .

که څه هم اوس د کا لينجرد اصلي ښار نښې نښانې نه ليدلې کيږي، خو ددغه ځاى مشهوره کلا او معبد اوس هم شته چې ديونسکودنړيوالې ټولنې له خوا دګډ نړيوال ميراث په ليست کې  شا مل دي .

پر کالينجر باندې دتاريخ په اوږدو کې ډيرو واکمنا نو پا چا هي کړې ده چې کولاى شو دچندالا،ګوپتا،سولانکي او را جپو تانو د واکمنيو نه يا دونه وکړو.

دلارډ شيوا معبد هم په کالينجر کې دى چې نيل کانت يې هم بولي .همداراز دشيو لينګ سمڅه او دبهاى راوا،تريمورتي يا د برهما ،شيوا او ويشنو  اوهم د پاروتي مجسمې هم هلته شته چې ديرې لر غو نې دي.

کالينجر که څه هم دتاريخ په اوږدو کې د بيلا بيلو فاتحينوتر بريدو نو لا ندې راغلى دى،خو هغه وخت د کا لينجر کلا ته زيات زيان ورسيده کله چې په ١٨١٢ زيږديز کال کې پيرنګيانو پر بونديل  کهنډ باندې بريد وکړچې ددغې تاريخي کلا ډيرې برخې د تو پونوپه ډزو  ورانې شوې .

لنډه داچې د کا لينجر تاريخي کلا او معبد  ډير پخوانى او دعيسى مسيح عليه السلام تر زيږيدو دوه پيړۍ وړاندې ودانه شوې ده اوکا لينجر دهندوانو د لر غونو ښارونو نه يو مهم ښار ګڼل کيږي .

 

 

 

 

 

 

 

 

ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندېنۍ برخه کې ليدلاى شئ !

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۳،          سال    هشتم،        اسد   ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                    ۰۱ اگست      ۲۰۱۲ عیسوی