kabulnath.de  کابل ناتهـ

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان
همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل
 

 

 

 
 
 
 
 
هندوئېزم (هندو مت)
 
 
 دکتور لطيف ياد- استراليا
 
 

 نهمه برخه

 

په هندوئېزم کې ارباب الا نواع او الا هې :

دکابل نات ددرنې ويبپا ڼې اغلو او ښا غلو لو ستو نکو سلام!

تا سو د کا بل نات په تېره ګڼه کې دهندوئېزم د اربا ب الا نواعو او الا هو په تر څ کې درامچندرجي، لارډ شيوا او ويشنو په اړوند معلومات ولو ستل٠ دا ځل تا سو ته د هنو مان  يا هنو مانجي په اړوند معلو مات وړاندې کوم چې درامچندر جي او سيتامر ستندوی او د شيطان صفته راوڼ سره يې درام په پلوۍ ډېرې جګړې کړي دي٠

هنومان جي :

د هندو ئېزم دعقېدې پر بنسټ هنومان يا هنومات دلارډ شېوا اوتارښودل شوی دی ٠ نوموړی دزړورتيا، مېړانې،ځواک ،ځان تېرېدنې او وفادارۍ سمبول ګڼل کيږي٠ که چېرې موږ دراميانا منظومه حماسه ولولو نو په رښتيا سره هم هنو مانجي يو دهغو کر کټرو نو نه دی چې په دې حماسه کې يې ستر او مهم رول لوبو لی دی٠ کله چې رام چندرجي تبعيد او دخپلې مير منې سيتا سره ځنګله ته لاړ ،نو سيتا دلانکا يا سريلانکا دواکمن راوڼ له خوا چې يو شيطا ن صفته انسان و وتښتول شوه٠ هنومانجي ې په اصل کې دبيزوګانو واکمن و ، نو درامچندر جي سره يې ډېره زيا ته مېنه درلودله ٠ په يوه وخت کې يوه چا دهنومان جي نه پو ښتنه وکړه چې دی درامچندرجي سره څومره مېنه لري؟ هنو ما نجي سمد لا سه خپله سينه ورته څېرې کړه او هغه ته يې خپل زړه وروښود چې دراچندرجي نوم پرې لېکل شوی و٠

داسې عقيده هم شته چې هنو مان دبيزو ګا نو دټولواک  او ټو لواکمنې زوی و٠ هنو مانجي ددې توان او قدرت درلود چې په هوا کې د مر غانو په څېر والوزي٠ داسې ويل کيږي کله چې هنومان وزيږېد نو هغه دډېرې لوږې احساس کاوه او مور يې دی په شيدو نه شو مړولای، نو هغه فکر کاوه چې لمر به کو مه مېوه وي، نو دلمر تر شا ودرېد چې ويې نيسي، دده او دلمر تر مينځ جګړه پېښه شوه او هنومانجي لمر پر شا وتمباوه٠ په دغه وخت کې دجګړې،توپا نو نو، ورښت او تندر الاهې ايندرا هم د لمر په پلوۍ د هنو مانجي سره جګړه وکړه او دتندر په ذريعه يې د هنو مانجي ژامه ټپي کړ ه، خو دهنو مانجي پلار ډېر ځيرک سړی و٠ هغه ډېر ژر دنورو اربا ب الا نو اعو په جسمونو کې ور ننوت او دهغوی په معدو کې يې مزاحمت جوړ کړ٠ په پای کې ايندرا مجبوره شوه چې د هنو مانجي نه بخښنه وغواړي او ټول اربا ب الا نواع او الا هې په يو غار کې سره را ټول شول او په دې خبره موافق شول چې هنو مان جي دې په دې نړۍ کې تلپا تې وي٠ دوی همداراز پر هنو مانجي ځا نګړې مهر باني وکړه ٠

ويل کيږي چې په هنو مانجي کې يو داسې ځواک او قوت مو جود وچې دخپل تنفس په ذريعه بو ړ بو کۍ جوړې کړي او اورونه وغورځوي او وشيندي٠ په پای کې نورو اربا ب الا نواعو بر هما ته دعا وکړه چې دهنو مان قوت  او ځواک له مينځه يوسي ٠ خو د هنو مانجي ځواک او قوت هغه وخت لا نور هم زيات شو کله چې ديږو(خر سانو) واکمن جمباوانټ ورته وويل چې نو موړی هم دومره ځوا ک او قوت لري ، لکه هنو مانجي يې چې لري٠ په رښتيا سره هم چې د هنو مانجي ځواک ډېر زيات و٠ هغه په اسانۍ سره د هاتي سره جګړه کولای شوه او کله به يې چې وغو ښتل ،نو دها تي نه به يې ځان غټولای هم شو٠ کله چې درام او راوڼ تر مينځ جګړه ونښته، نو هنو مان غو ښتل چې لانکا ته لاړشي، نو يو ه غټه موانع  ورته په لاره کې دا وه چې با يد د ديو صفته سو رسا له خو لې تېر شي، خو کله چې هنو  ما نجي دسورسا خولې ته ور ننوت او سو رسا غو ښتل چې هنو مانجي له خپل ستو نې تېر کړي، نو هنو مانجي خپل ځان داسې کو چنی کړ چې د سو رسا د غوږ له لارې دبا ندې ووت٠ هغه وخت چې سيتا جي دراوڼ سره په بند کې وه نوراوڼ ، سيتا تر ګوا ښونو لاندې نيولې وه او غو ښتل يې چې هغه په زور او جبر سره خپله مېر من کړي ، نو هنو مانجي دراوڼ دزوی مګنا ته سره وجنګيد، خو هنو مان په پای کې دهغه له خوا ونيول شو٠ راوڼ امر وکړ چې با يد هنو مان درام داستازي او نما ينده په تو ګه ووژني، خو هنو مان دخپل شکتي او ځواک په وسيله خپل ځا ن  کو چنی کړ او دهغه نه وتښتيد٠ که څه هم هغوی د هنو مان لکۍ ته اور ور پورې کړ ، خو هغه هم دلنکا ډېرو بر خو ته دخپلې لکۍ په واسطه اور ورته کړ٠ ورو سته درام پو ځو نه د هغه پل په ذريعه چې دبېزوګانو ديوه بل مشر چې نالا نو ميد جوړ شوی و لنکا ته راغلل او دهغې وروستۍ جګړې په نتيجه کې چې دهنو ما ن جي اود لنکا د پو ځو نو د مشر لنکيني تر مينځ وشوه، لنکيني ما تې وخوړه او هنو ما نجي بر يالی شو٠

 

د جګړې په پای کې کله چې راوڼ د رامچندرجي او هنو مانجي له خوا ما تې وخوړه، نو دوی سيتا درام مېر من دراوڼ له منګو لو نه وژغو رله٠ په پای کې رام، دهغه مېر من سيتا او ورور يې لچهمن خپل پلر ني ټا ټوبي ايو دهيا يا اجو دهيا ته راغلل او رام تر ١٤ کلن تبعيد ورو سته د پا چا هي تاج پر سر کيښود او هنو ما نجي د هغه جنرال په تو ګه و ټا کل شو چې تل به درام په خد مت کې و٠

 

په هندوستان کې د هنومانجي دلما نځنې له پاره ډېر عبادتځا يو نه جوړ شوي دي٠ دبېلګې په تو ګه هنومان مندر نوی ډيلی، جا کهو ټيمپل شېمله ،هنو مان ټوک ګينګټاک ، شري ويسپار توپا ټيمپل چينای٠ 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل    ۱۱٩          سال شـشم       حمل/ ثور  ۱۳۸٩  هجری خورشیدی      اپریل  2010