کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵٢  برخه
دکتور لطيف ياد
    
 
 

 

 

هندوئېزم (هندو مت)

 

٥٢برخه

دکتور لطيف ياد   

   

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

پاټالي پوترا( पाटलिपुत्र) :

پاټالي پوترا يا اوسنۍ پټنه چې دهندوستان دبيهار ايالت  مرکز دی دعيسی مسيح عليه السلام تر زيږېدو ٤٩٠ کلونه وړاندې  داجاتا شترو له خوا دګنګا ددرياب پر غاړه جوړ شوی و٠  دهندوانو په سپيڅلو ويدونو او پورانا کې هم دپاټالي پوترا يادونه شوې ده٠ځيني  نور مؤر خين بيا په دې اند دي چې دغه ښار دواکمن  پو ټراکا  خپلې ټولو اکمنې پاټالي ته جوړ کړی او يوه ماڼۍ يې هم پکې ودانه کړې وه چې نوم يې پا ټالي ګرام و٠

د تاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې دغه ښار په بيلا بيلو نو مونو ياد شوی دی،دبيلګې په توګه: پاټالي پوترا، پا ټالي ګرام، پالي پوترا،کوسو مپور،پوشپا پور،عظيم اباد ،بانکي پور او اوسنی نوم يې پټنه٠

دتاريخي  روايتونو پر بنسټ پاټالي پوترا دمګهد دواکمن مهاجانا پاداس پلا زميېنه هم وه٠ پا ټالي پو ترا تر هغې وروسته دنندا ،موريا،سونګا،ګوپتا او پالا دکونۍ پلاز ميېنه هم پاتې شوې وه ٠ ويل کيږي چې بودا د خپلې مړينې نه دمخه ددغه ښار نه ليدنه کړې وه٠ دعيسی عليه السلا م تر زيږېدو  درې پيړۍ دمخه دامپراتوراشوکا دواکمنۍ په وخت کې پاټالي پوترا دنړۍ يو ستر ښار ګڼل کېده چې د١٥٠ زرو او ٣٠٠ زرو تر مينځ وګړي يې درلودل٠

پاټالي پوترا دچندر ګپت موريا دواکمنۍ په وخت کې ډېر پر مختګ وکړ او دغه ښارد  عيسی مسيح  عليه السلام تر زيږېدو  دمخه  دګو پتا او   دپالا دواکمنۍ پلاز ميېنه وه ٠ ويل کيږي چې مشهور ستر چينايي  زاير هيونتسنګ ددغه ښار نه ليد نه کړې وه ،ځکه چې دغه ښار دبوديزم له سترو مر کزونو نه ګڼل کېده٠

پاټالي پوترا يا اوسنۍ پټنه دهند دبيهار ايالت مر کز دی چې دګنګا دسيند په جنوبي څنډه باندې ودان شوی

دی ٠ پټنه په هند کې دسوداګرۍ له پلوه څلورم ښار ګڼل کيږي٠ دپټنې دښار دليدلو وړځايونه دادي:

دپټنې ژوبڼ،ګاندهي ميدان،ميوزيم،مها ويرمندېر، دپټنه ديوي مندېراومنير شريف چې دشيخ يحيي منيري زيارت دی٠ دسکهانو وروستی يا لسم ګورو ګوبيند سينګ هم د پټنې په ښار کې زيږيدلی و٠

 لنډه داچې لر غوني پاټالي پوترا يا اوسنۍ پټنه يو ستر بو دايي مرکزو چې اوس هم پکې ډ ېر شمېر بودايي معبدونه شته دي٠

 

------------------------------------------

ماخذونه او سر چينې:

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Patna

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Pataliputra

 

 

ددې ليکنې په اړوند عکسونه او انځورونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

http://1.bp.blogspot.com/_LTDarCYdGZc/TLx_imyO1FI/AAAAAAAACcw/pM3qlSpTEdo/s1600/StupaSanchi222.jpghttp://www.patnainfo.in/images/history.jpg                                                                          

 

 

 

 

 

 

 

http://3.bp.blogspot.com/_LTDarCYdGZc/TMe8tg2_hsI/AAAAAAAACjI/0WwAn7AWn3c/s1600/1.jpghttp://www.hindubooks.org/sudheer_birodkar/hindu_history/sanchi4.jpg

 

 

                                                                      

 

 

     

 

 

 

 

http://jargnar.files.wordpress.com/2010/10/800px-varanasiganga.jpg

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۳       سال       هشـــــــــتم          حـــوت    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         اول مارچ ٢٠۱٢ عیسوی