کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵۳  برخه
دکتور لطيف ياد
     
 
 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

 بنارس يا واراناسي(वाराणसी ) :

 

بنارس چې اوس يې واراناسي بولي دهندوانو يو لر غونی او پخوانی مذ هبي سپيڅلی ښار دی چې دګنګا دسيند پر غاړه پروت دی او دهند داتهراپر اديش په ايا لت کې مو قعيت لري٠ دبنارس يا وانا راسي ښار نه يوازې دهندو مذهب پير وانو ته سپيڅلی دی ،بلکې دبودهيزم او د جينيزم دګروهي  لارويان هم ورته په سپيڅلې ستر ګه ګوري او ځانګړی درناوی ورته لري٠ داسې ويل کيږي چې دبنارس ښار له دوو کلمو  ورونه او اسي نه اخيستل شوی دی٠ چې ديوه سيند نوم دی٠ دبنارس دښار يادونه دهندوانو په سپيڅلو مذهبي کتابو نو او متو نو لکه ريګويدا، پورانا، راميانا او مها بهارت کې هم شوی دی٠ په پخوا زمانو کې دغه ښار دکا شي په نامه سره هم ياد شوی دی چې دکومې اريا يي قبيلې نوم و٠

دبنارس دښار په اړوند داسې روايتونه هم شته چې ددغه ښار بنسټ ايښودونکی لارډ شيوا و٠ د ګوتم بديا بودا په زمانه کې دعيسی مسيح عليه السلام تر زيږدو ٥٦٧ کلو نه وړاندې دغه ښار دکاشي کورنۍ دواکمنانو پلا زميېنه وه او چيني مشهور زيارت کوونکی هيون تسنګ هم له دغه ښاره ليد نه کتنه کړې وه٠ داسې ويل کيږي چې دبکهتي د مذهبي غو رځنګ پيروان او ستر ليکوالان او شاعران لکه بګهت کبير، راويداس او تولسيداس هم دلته او سيدلي دي٠

دبنارس ښار  دهندوستان مذهبي پلا زميېنه هم بولي او هر کال ډېر هندوان په دغه ښار کې دګنګا په سيند کې  لا مبي او ځانو نه پر يمينځي،داځکه چې ددوی په اند په دغه سپيڅلي سيند کې لمبل ګنا وې له مينځه وړي٠ همداراز ډېر خلک دخپلو مړو کسانو ايرې هم راوړي او دګنګا په سپيڅلي سيند کې يې شيندي٠ دهندوانو دګروهې پر بنسټ هغه څوک چې په دغه سپيڅلي ښار کې مړ شي او ساه ورکړي نو دجنت له مزاياوو او ښيګڼو نه به بر خمن شي٠

 په اوسني وخت کې د بنارس ښار دصنعت،ښوونې او روزنې ، مو سيقۍاو لر غو نو اثارو له پلوه هم د ډېر اهميت وړدی٠ دبنارس هندو يو نيورسټي ددغه ښار يو مهم پو هنتون  دی چې په بيلابيلو څانګو او په تيره بيا دلر غون پيژندنې په بر خه کې دډېر شهرت نه بر خمن دی٠  بنارس دنساجۍ او ټو کرانو داوبدلو په صنعت کې له لر غو نو زمانو راپدېخوا د ډېر شهرت نه بر خمن دی ،په تيره بيا بنارسي وريښمين ټو کران او زري شالونه او ساړۍ چې سره زر پکې کارول شوي دي ډېر مشهوردي٠ په پښتو کې هم د بنارسي ټو کرانو په اړوند شاعرانو شعرونه ويلي دي لکه يو نا معلوم  پښتوشاعر دبنارسي ټو کر انو په اړوند داسې ويلي دي:

بنارسۍ ټوکی مې راووړ له بازاره نجلۍ** مه تښته له ياره نجلۍ

ما ددې مقالې ليکوال ډېر پښتانه ليدلي دي چې کو رنيويې بنارس خان نو مونه ور باندي ايښي دي او دا ددې خبرې ثبوت دی چې دغه ښار دتاريخ په اوږدو کې يو مهم ښار و٠

همداراز دبنارس ام او دبنارس پان په ټول هندوستان کې ځا نګړی شهرت لري٠ پان چې د چې ديو ډول خو شبو يه پا ڼو او دسو پاري په نامه ديو ډول زړو نه جوړدی خلک يې په خولو کې ژووي او خپلې خولې ورباندې خو شبو يه کوي،خومنفي خبره پکې داده چې خوله ورسره تکه سره شي٠ دپان ژوول په هندوستان کې هم دهندوانو او هم دمسلمانانو تر مينځ ډېر رواج لري او عام دی، چې په پخوانيوادبي او تاريخي متونو کې يې نوم دتنبول په نامه هم راغلی دی٠

لنډه داچې د تاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې بنارس دهندوانو يو مشهور او لر غونی تاريخي او مذهبي ښار پاتې شوی دی٠

------------------------------------------------

ماخذونه او سر چينې :

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Varanasi

٢-http://www.varanasicity.com/

 

ددې ليکنې په اړوند عکسونه او انځورونه

 

 



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٤      سال       هشـــــــــتم         حمل    ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         ۱۶  مارچ ٢٠۱٢ عیسوی