کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

 
 
 
هندو ئېزم (هندو مت)
 

دکتور لطيف ياد - استراليا

 
 

 

شپاړ لسمه برخه

 

دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې :

 

دکابل ناتهـ دويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو! تاسو ته د کابل ناتهـ په تېرو ګڼوکې دويديک عصر دارباب الانواعو په ترڅ کې لومړی د ايندرا او بيا د وارونا په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې  دوو نوروارباب الانواعو په اړوند چې اګني او رودرا نوميږي لږشانته رڼا واچوو٠

 

٣- اګني :

د هندو ئېزم دعقيدې او ګروهې پر بنسټ اګني دويديک پېر يا عصر د ډېرو مهمو ارباب الانواعو په ډله کې شمېرل کيږي٠ په هندو ئېزم کې اګني ته داورد رب النوعه لقب ورکړل شوی دی٠ همداراز هغه ته د قربانيو دقبلوونکي رب النوعه هم ويل شوی دی٠ ويل کيږي چې اګني تلپاتي ځواک دی ځکه چې هره ورځ اور د ده په امر لګيږي ٠

 

د ريګوېدا په سپيڅلو متونو کې داګني ډېره ستا ينه شوې ده او ورته دستر ربالنوعه خطاب شوی دی٠ دريګوېدا د ټولو شلو کو نه ٢١٦ ځايو نو کې موږ د اګني ستا ينه ليدلای شو چې د جنت او ځمکې تر مينځ داړيکو جوړوو نکی دی٠

د هندو ايتمولوجۍ پر بنسټ اګني دوه سرونه، درې پښې  او اووه لاسونه لري٠ دده په يوه لاس کې توره او په بل لاس کې يې تبرګی وي٠ اګني داور اووه ژبې لري چې دهغو په مرسته ده ته نذرانه شوي کوچ پرې څټي٠ که چيرې موږ داګني انځورونه وګورو نو هغه پر يوه ګډي باندې ناست دی٠ په هندي ارټ کې هم اګني دوه ډوله بڼې لري چې يو يې خلکو ته دګټو رسولوبڼه او مخ او بل يې خلکو ته دتاوان رسولو بڼه او مخ٠

داګني نورې بڼې عادي اور، د باران په وخت کې برېښنا او لمر او هر هغه څه دي چې داور سره نه شليدونکي اړيکي لري٠

 

٤- رودرا :

دريګو ېدا دسپيڅلو متونو پر بنسټ رودرا دتوپانونو او تا لنده او بريښنا جنګيالۍ رب النوعه ده٠ همداراز رودرا ته د ناروغو خلکو ته د درملو دچمتو کولورب النوعه هم ويل کيږي٠ که څه هم رب النوعه رودراته د ايندرا په څېر مقام نه دی حاصل، خو دويديک متونو پر بنسټ رودرا دخپلو توپاني ځانګر تياوو له کبله چې دتوپانو نو د رب النوعه ماروت سره نږدې اړيکې لري او هم ددرملو دچمتو کوونکي په توګه يې انسانانو ته يې خيرا و ښېګڼه رسيږي د زيات اهميت نه برخمن دی٠ که څه هم رودرا غو سه ناک او تند مز اجه بڼه لري، خو طلايې څېره او چوټي شوي ويښتان لري چې نصواري رنګ لري او په طلايي وزمه بڼه جوړ شوي دي٠ رودرا له اسمانونو نه ځمکې ته تندر، تالنده او بريښنا ليږي او دهغې دهيبتناکه غږو نو په وسيله انسانان او حيوانات ويروي ٠

د او پا نيشادونو په سپيڅلو متونو کې هم درودرايا دونه شوې ده ٠ د او پانيشادو نو په يوه برخه کې درودرا په اړوند داسې لولو :

"اوه رودرا! زموږ د ډلې نه سترو او کوچنيو ته زيان مه رسوه!هغو ځوانانو ته چې نوي دځوانۍ په مرحله کې دي او نه هم هغه کسانوته چې په بشپړه توګه ځوانان شوي دي٠ په غوسې او قهر سره زموږ مشران مه وژنه! زموږ ميندې مه وژنه او هم زموږ خوږ ژوند را نه مه اخله ! رودرا موږ ته زيان مه رسوه ! زموږ اتلان راته مه وژنه!"

نور بيا

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱٢۶         سال شـــشم               اســـــد/ سنبله ۱۳۸٩  خورشیدی         اگست ٢٠۱٠