کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳۶ برخه      
 
 

 هندو واکمنان :

 

٣-  د سنګا يا شنګا دکورنۍ واکمني:

 

د سنګا کورنۍ دمګديوه شاهي کورنۍ وه چې بنسټ يې داشوکا تر مړينې ٥٠ کلو نه وروسته او دعيسی مسيح عليه السلا م تر زېږېدو ١٨٥ کلونه دمخه دپوسيا ياميترا سنګاله خوا  ايښودل شوی و ٠ ددغې کورنۍ مشهور واکمنان په لا ندې ډول درپېژندل کيږي :

١ -پوسيا ميترا سنګا:

د سنګا يا شنګا دکورنۍ بنسټ ايښودونکی پوسيا ميترا سنګا و چې په اصل کې دموريا دامپراتورۍيو جنرال

و٠ نوموړي دموريا دواکمنۍ وروستنی واکمن بر هاد راتهاوواژه او ځان يې دسنګا دکورنۍ واکمن او بنسټ ايښودونکی وبا له٠ دده دو اکمنۍ مر کز دپا ټالي پو ترا يا داوسنۍ پټنې ښارو٠ دده دواکمنۍ په وخت کې دهندو ستان ډېرې بر خې په تېره بيا دشمالي هند ډېرې  بر خې دسنګا په واکمنۍ پورې وتړلې شوې٠ دپوسيا ميتراسنګا دو اکمنۍ په وخت کې هم دکورنيو دښمنانو او هم دبهر نيو دښمنا نو په وړاندې ډېرې جګړې وشوې٠ نو موړي دکالنګااو ستواهانا  سره جګړې وکړې٠ داسې رو ايتونه هم شته چې نو موړي دبو ديزم دمذهب سره دښمني درلودله او داشو کا دوخت ډېر بو دايې اثار  يې له مينځه وړي دي، خو ځينې مو رخين او لر غون پيژندونکي له دې نظر سره مخا لف دي٠ پو سيا ميترا سنګا ٣٦ کاله واکمني وکړه اوتر هغه وروسته يې زوی اګني ميترا د عيسی مسيح تر زيږېدو ١٤٩ کلونه وړاندې پاچا شو٠

٢ -اګني ميترا:

 نو موړی دسنګا دکورنۍ دويم واکمن و چې دخپل پلار پوسيا ميترا تر مړ ينې ورو سته دعيسی مسيح تر زږېدو دمخه په ١٤٩ کال کې واکمنۍ ته ورسېد٠

ده اته کلو نه وا کمني وکړه٠ دده په وخت کې هم ډېرې جګړې وشوې ٠ دده په وخت کې خلک دهندوئېزم او بو دهېزم دمذهبونو پيروان وو٠ دده دواکمنۍمرکز پاټالي پوترا يا داوسني پټنې ښارو، خو کله کله به يې په وېدېسا يا اوسني مد هيا پراديش په ايالت کې به يې هم دخپلې واکمنۍ چارې پر مخ بيولې ٠دده دواکمنۍ موده دعيسی مسيح تر زېږېدو ١٤١ کاله پورې وه ٠ دده نه وروسته يې زوی واسو جيشتها واکمنۍ ته ورسېد٠

٣-  واسوجيشتها:

نوموړی دسنګا دکورنۍ دريم واکمن و چې دعيسی مسيح تر زېږېدو ١٤١ کلونه يې وړاندې يې دواکمنې چارې په لاس کې  ونيولې٠ که څه هم دده دواکمنۍ په اړوند ډېر لږ تار يخي معلومات زموږپه واک کې شته، خو سره له دې هم دشمالي هند ډېرې سيمې دده په واکمنۍ کې شاملې وې٠ ده دابا سين پر غاړه د ګريک- بکټرين واکمنانو سره وجنګېد او هغوی ته يې ماتې ورکړه٠ نوموړي لس کاله واکمني وکړه او دعيسی مسيح تر زېږېدو ١٣١ کلونه وړاندې يې دواکمنۍ موده پای ته ورسېدله٠

٤- واسو ميترا:

نوموړی د سنګا دکورنۍ ددويم واکمن اګني ميترا زوی و چې په دعيسی مسيح تر زېږېدو ١٣١ کلونه وړاندې يې دسنګا دکورنۍ دڅلورم واکمن په تو ګه دواکمنۍ چارې په لاس کې ونيولې٠ ده دعيسی مسيح تر زېږېدودمخه تر ١٢٤ پورې واکمني وکړه چې وروسته دچارو واګې اند هراکا ته ورسيدې .

تردې وروسته د سنګا دکور نۍ دڅلورو واکمنانو نو مو نه  په لاندې تو ګه ښودل شوي دي،خوبايد ووايو چې ددوی دواکمنيو ددورو حالات دتاريخ په دوړو ،ګردونو او تيرو کې پټ پاتې شوي دي او لږ تاريخي معلومات په لاس کې شته٠ ددوی نو مو نه دادي:

٥ -اندهراکا

٦ -پولينداکا

٧- ګهو شالو

٨ - اجرامېترا

 

٩ -بهاګا بهادرا:

نوموړی هم دسنګا د کورنۍ يو واکمن و٠ بهاګا بهادرا دعيسی مسيح تر زېږېدو ١١٠ کلو نه وړاندې په شمالې، مرکزي او ختيز هندو ستان باندې واکمني کړې ده٠ دده دواکمنۍ مر کز دپاټالي پوترا ياا وسنۍ پټنې ښارو، خو کله کله يې په ويديشا يا او سني مد هيا پراديش کې هم درباري چارې سر ته رسولي دي٠

دده په وخت کې  په مر کزي هندو ستان په تېره بيا په مد هيا پراديش کې ډېرې بو دايې سټوپې جوړې شوي دي چې دسانچي بودايي سټوپه دده دوخت دشهکارونو نه ښودله شوېده٠ همدارازد ده په وخت کې دکتيبو ليکنې هم ډېر رواج وموند٠

١٠-  ديوابهوتي:

دعيسی مسيح تر زېږيدو ٨٣ کلونه وړاندې دسنګا دکورنۍ واکمن شو او پوره دو لس کلو نه يې واکمني کړېده٠ دی دسنګا دکورنۍ ورو ستنی واکمن ګڼل شوی دی٠ ديوابهوتي دخپل يوه تن وزير واسو ديوا کنوا  له لاسه ووژل شو او په دې تو ګه دسنګا دکورنۍ واکمني دعيسی مسيح تر زېږېدو٧٥ کلونه وړاندې پای ته ورسېده او دکنوا کورنۍ د چارو واګې تر لا سه کړې٠

دسنګا دکورنۍ واکمنۍ ته يوه ځغلند ه کتنه:

 که په مجمو عي تو ګه دسنګا کورنۍ دواکمنۍ  ددورې حالات وڅېړو نو جوته به شي چې ددغې کورنۍ دواکمنۍ په ١١٠ کلنه موده کې که څه هم دوی دکالنګا( اوسني اوړيسا)،پنچالا(اوسني اتهر کهنډ)،متهورا(داوسني اترا پراديش مشهور ښار) دخلکواو ستها وهانانو يا د مهاراشټر دواکمنانو سره جګړې کړي دي، خو بيا هم ددوی دواکمنۍ په دوره کې مختلفو او بېلا بېلو علو مولکه فلسفې، مهندسۍ، دمجسمو توږلواودبودايي  کتيبو ليکلو او دبودايي ستو پو جوړولوډېر پر مختګ وکړ چې ښې بېلګې يې دچيتيا او بها جاسمڅې اودبهار هټ او سا نچې ستوپې   دي چې په اوسني مد هيا پراديش ايالت کې مو قعيت لري٠

ددوی پا يتخت دپا ټالي پو ترا يا اوسنۍ پټنې ښار و ،خو ددوی دو اکمنۍ په وخت کې به کله ناکله  دويديشا يا اوسني مد هيا پراديش کې به هم درباري چاري سر ته رسيدلې٠ په دې دوره کې خلک دهندو ئېزم او بو دهېزم د مذ هبو نوپيروان ول٠ خلک په سا نسکريت، پراکريت او پالي ژبو ګړېدل.

لنډه داچې دسنګا دکورنۍ واکمني  دهندو واکمنانو يوه مهمه اوارزښتناکه دوره ګڼله کيدلای شي٠

 

 

ماخذونه اوسر چينې;

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Sunga_Empire

٢-"Dictionary of Buddhism" by Damien KEOWN (Oxford University Press, 2003)

٣-http://sunga-empire.co.tv/

٤-http://www.khatav.com/khatav/StudentZone/UPSC/ICS/MainsNotes
/MainsHistoryNotes/AncientIndia/SungaDynasty.jsp
٥-http://www.indianetzone.com/22/shunga_kings_india.htm

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۶   سال        هفتم               جـــــوزا/ سرطان       ۱۳۸٩  خورشیدی                 16 جون ٢٠۱۱