کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
٢۸ برخه
 
 

٢٨برخه

يو ګاयोग :

د هندوئېزم په فلسفي مکتب کې يو ګا دخورا زيات اهميت درلودونکی دی٠ يوګا په اصل کې يو جسمي او رواني( فکري) ورزش دی چې ډېر لر غو نی تاريخ لري ٠ ديوګا کلمه د يوج نه چې دسنسکرېت دژبې يوه کلمه ده اخيستل شوې ده چې د يووالي، کنټرول، وصال او تر ژغ او کنټرول لاندې راو ستلو معنی ورکوي٠ يا په بل عبارت يو ګا دانسان دجسم او ذهن دقواو دمهار کولو علم دی يعنې دهغې په واسطه  پر خپل بالقوه توان باندې هر اړخيز بر لاسي ته ويل کيږي٠

 

دهندوانو په سپيڅلو لر غو نو مذهبي متو نو او په تېره بيا په او پنېشدونو کې يوګا داسې تعريف شوی دی :

 

" يوګا په ذهني امواجو با ندې دکنټرول کولو او بر لاسي نه عبار ت دی"

همداراز دهندوانو په سپيڅلي مذهبي کتاب بګهود ګيتا کې يو ګا دټو لو نفساني حجابو نو څيري کو لو او د ذهن او فکر پا کولو ته وايي ٠ په بل ځای کې يو ګا د وصل کولو او يو ځای کولو په مانا هم تعريف شوی دی، ځکه چې ديو ګا په ذريعه يو انسان کولای شي چې خپل ذهن پاک او سپيڅلی کړي٠

 

دهندوئېزم دګرو هې او عقيدې پر بنسټ يوګا دانسان ددنني روح او دنړۍ تر مينځ داړيکو دڅرنګوالي سره سر او کار لري ٠ ديو ګا تمرينونه او ورزشو نه کولای شي چې دانسان روح پياوړی کړي او نوموړی دنړۍ خالق او هستوونکي ته ورنږدې کړي، ځکه چې دا يو شاقه ريا ضت دی چې دډېر تفکر په نتيجه کې انسان کو لای شي خدای ته ځان ورنږدې کړي٠

 

يوګا دهستۍ او دطبيعت دقوانينو ديووالي مستقيم او ژور درک دی او دغه شهودي معرفت او پېژندنه دپر له پسې رياضت په نتيجه کې تر لاسه کيدای شي ٠ يوګا په ذريعه يو تن پر خپلو قواوو باندې هر اړخيز بر لاسی او کنټرول تر لاسه کوي او کولای شي چې خپل ځان دفکري نا انډوليو او اند يښنو نه بچ او وژغوري او په نهايت کې خپل ځاند خپل زړه په تل کې ومو مي  او فکري اند ېښني او بهرنی چاپير يال ددې توان نه لري چې پر هغه باندې اغېزه وکړي، ځکه ديو ګا په ذريعه دانسان جسم او فکر تمر کز مو مي او ديو ګا دفزيکي تمرينونو په ذريعه دانسان جسمي رو غتياپيا وړتيا مومي، عمر اوږد کيږي، پو هه او فکري تمر کز زياتيږي اوروحي سکون تر لاسه کيږي٠

 

 

 

د يوګا ډولونه:

يوګا په لاند نيو ډولونو ويشل شوی دی :

١-کرما يوګا : کرما يو ګا چې دبودهي يوګا په نامه هم ياديږي ددسپلين او ښو کړو وړو پر بنسټ ولاړ دی يعنې ښو کارونو ته ځان وقفول ٠

٢- بکهتي يوګا : يعنې خدای ته ځان وقفول ، دخدای په مېنه کې ډوبيدل او مر اقبه ٠

٣- هاتها يوګا : چې  زياتره ديو ګا دتمرينونو سره سر او کار لري  يا په بل عبارت ديوګا په وخت کې دکښينا ستلو او دساه ايستلو لارې چارې ٠

٤- جنانا يوګا :  پو هه او معر فت چې خپل ټول فکر دخدای دستر ذات دپيژندنې په اړوند متمر کزه کول ٠

٥- راجا يوګا :دځان کنټرول او پر خپل نفس بر لاسی٠

٦تنترا يوګا: چې دسپيڅلتوب او پاکۍ، تواضع، رښتينوالې،او مينې پر بنسټ ولاړدی٠

 

 

نن ورځ  ان په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم د يو ګا فزيکي تمرينونه تر سره کيږي او دډېرو جسمي او روحي نارو غيو درملنه په يو ګا باندې تر سره کيدلای شي٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱۳۸       سال شـــشم           دلو/حوت             ۱۳۸٩  خورشیدی        فبوری ٢٠۱۱