کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤٩  برخه
دکتور لطيف ياد
  
 
 

 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

 

 

ټکسيلا=ټکشيلا(तक्षशिला):

 

ټکسيلا چې  په سنسکريت ژبه يې ټکشيلا هم بولي دلر غونې ګند هارا مرکز او دهندوانو يو مشهور تاريخي ښار و چې ويل کيږي د عيسی مسيح عليه السلام تر زيږېدو پنځه سوه کلو نه وړاندې جوړ شوی دی٠ ټکسيلا چې په لر غونو زمانو کې دهندو ئېزم او بو دهيزم ستر علمي ،مذهبي او سوداګريز مر کز و داو سني پا کستان دپنجاب په ايالت پورې اړوند د پلا زمېنې اسلام اباد په شمال لويديز کې د ٣٢ کليو مټرو يا ٢٠ ميله په واټن کې پروت دی او دسمندر د سطحې نه يې لوړوالی ٥٤٩ متره ښودل شوی دی٠

د ټکسيلا دښار اهميت په دې کې و چې دګند هارا، مګهد او دهغه د پلا زمېينې پا لي پوترا يا اوسني پټنې او دګنګا دوادۍ، کشمير، پيښور، پشکلاوتي(چارسده)، بکټريا، کاپيسا ،ننګر هار او کابل تر مينځ داتصال يوه کړۍ وه٠

ټکسيلا دتاريخ په اوږدو کې دبيلا بيلوير غلګرو لکه يو نا نيانو، پا رسيانو او دمغو لو دتير يو شا هد دی٠ همدا سبب دی چې د يو نا نيانو دوخت ډېرې لر غونې او زړې سکې اومجسمې هم پکې موندل شوي دي٠

 دټکسيلا يا دونه دهندوانو په مذهبي سپيڅلو نسخو او له هغې جملې نه په مهابهارت کې راغلی دی او داسې عقيده شته چې مهابهارت لو مړی ځل په ټکسيلا کې ولو ستل شو٠

داسې  ويل کيږي چې ټکسيلا يو ستر پو هنتون درلود چې په زرګونو دهندو ئېزم او بو دهيزم دمذ هبو نو پير وانو پکې زده کړې کولې او د سنسکريت ژبې ستر پوه او عالم چنکيا چې دچندر ګوپت موريا په دربار کې ستر عالم او پوه  او دده علمي سلا کارو هم ودټکسيلا دپو هنتون دسترو استادانو نه ګڼل کېده٠ په تېره بيا ټکسيلا دچندر ګپت دلمسي اشوکا دو اکمنۍ په وخت کې ډېر پر مختګ وکړ او دبو دايي مذ هب په يوه ستر مر کز باندې بدل شو چې د بودايي مذهب او ګرو هې پيروان به دنږدې او ليرې ځا يو نو لپاره دزده کړې لپاره دلته راتلل٠

داسې مستند تا ريخي  رو ايتو نه  شته چې چيني زاير هيونتسونګ چې دبودايي معبدونو دليد لو لپاره کابل ،کاپيسا ،ننګرهار ،هډې ،پيښور، سوات او دګند هارا دحوزې ځينو ځا يو نو ته سفرکړی و  ټکسيلا ته هم راغلی و ٠

ټکسيلا ډېر معبدونه، سمڅې او ستو پې درلودلې٠ دمشهورو معبدونو او لما نځنتونوپه لړکې کولای شود اپسايډل،دلمرمعبد،ددوه سري شا هين معبد،دکونالامعبد او دګهای دمعبد ونو نو مو نه واخلو٠ همداراز دخانپور سمڅه ،لو يه ستو په او نورڅلورتاريخي ځا يونه يې سارياډالا،بهير، سير کپ او سير سوک دي٠

د تکسيلا ښار هم دپلان پر بنسټ جوړ شوی و چې پکې دپنځو کيلو مټرو په اوږدوالي ديوالونه شته چې دډبرو نه جوړ شوي دي چې دغه ديوالونه پنځه متره پنډوالی لري چې نن ورځ يې يوازې شمالي ديوال شته او دنورودرې خواوو يې نړيدلي دي٠

بايد زياته کړو چې ټکسيلا په ١٩٨٠ زږديز کال کې ديو نسکو له خوا په نړيوال کلتوري ميراث کې وپيژندل شو٠

-----

 

 

ما خذونه او سر چينې :

١-http://whc.unesco.org/en/list/139

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Taxila

٣-http://www.livius.org/ta-td/taxila/taxila.htm

 

 

               ددې ليکنې په اړوند عکسونه او انځورونه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٠       سال        هفتم              جدی /دلو    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱۶ جنوری ٢٠۱٢ عیسوی