کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳۷ برخه       
 
 

 هندو واکمنان :

٤ -دکنوا د کورنۍ واکمني:

کله چې دعيسی مسيح له زېږېدو نه ٧٥ کاله وړاندې دسنګا دکورنۍ واکمني له مينځه ولاړه نو دکنوا واکمني رامينځ ته شوه، ځکه چې دسنګا دکورنۍ ورو ستنی واکمن ديوا بهوتي دخپل وزير واسو ديوا کنوا له لا سه ووژل شواو نو موړي دکنوا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ کېښود٠ دکنوا په کو رنۍ کې څلو ر واکمنان تير شوي دي چې دلو مړ نيو دوو واکمنا نانو حالات دتاريخي منا بعو او سر چينو په حواله څه نا څه بيان شوي دي ،خو ددغې کورنۍ ددوو ورو ستنيو واکمنا نو حالات دتاريخ په دوړو او تيرو کې پټ پا تې شوي دي٠

١ - واسوديوا کنوا:

لکه چې دمخه ورته اشاره وشوه نو موړي د سنګا دکورنۍ وروستی واکمن ديوا بهوتي دواکمنۍ په وخت کې وزير و چې بياديوابهوتي دده له لاسه ووژل شو او دی دکنوا دکورنۍ دواکمنۍ بنسټ ايښودونکی ګڼل کيږي٠

د کنوا دکورنۍ واکمنان له اره بر همنان ول چې دهند په تاريخ کې ددوی دواکمنۍ دوره د کنوا د برهمني واکمنا نو د امپراتورۍ دوره ګڼله کيږي٠ واسود يوا دمګهد دواکمنۍ پر ګدۍ نهه کا له پا چاهي وکړه٠ دده دو اکمنۍ په وخت کې يو نا نيانو دهند شمالي برخې په تېره بيا پنجاب ونېوه او د هېواد نورې برخې دسيمه اېزو کو چنيو واکمنا نو له خوا اداره کيدلې٠

٢ - بهو ميميترا:

تر واسو ديوا وروسته يې زوی بهو ميميترا دعيسی مسيح تر زېږېدو ٦٦ کلونه وړاندې دکنوا د کورنۍ واکمني تر لا سه کړه او دميلاد نه دمخه تر ٥٢ کلونو پورې يې پا چاهي وکړه٠

دکنوا دکورنۍ ددوو ورو ستيو واکمنانو نو مو نه دادي:

٣ -نرايانا: چې دعيسی مسيح تر زېږېدو دمخه ٥٢ کلو نو نه يې تر ٤٠ پورې واکمني وکړه٠

٤- سوسر مين : چې دعيسی مسيح تر زېږېدو دمخه په٤٠ کال کې پا چا شو او دعيسی مسيح تر زېږېدو ٢٦ کلونه پورې يې پا چا هي وکړه٠

٥ - د ګو پتا دکورنۍ واکمني :

د ګو پتا کورنۍ د٢٤٠ زېږدېز کاله تر ٥٥٠ زېږدېز کاله پورې د هندو ستان د هېواد پر ډېرې بر خې با ندې واکمني کړې ده٠ دګو پتا دکورنۍ بنسټ ايښودونکی مهاراجا شري ګو پتا دی٠ دګو پتا دکورنۍ واکمني دلر غوني هندو ستان د مد نيت يو موډل او بېلګه ګڼلای شو٠ همداراز دهندو ستان په تاريخ کې دګو تا دواکمنۍ پېر يا عصر ته طلايي دوره هم ويل کيږي٠ د ګو پتا د امپر اتورۍ په وخت کې ډېر اختراعات او اکتشفات هم و شول ٠ په همدې موده کې علو مو، ټکنولوژۍ،مهندسۍ،ارټ،منطق، ريا ضۍ، ستور پيژ ندنې يا نجوم او فلسفې وده وکړه ٠

د ګو پتا د امپراتورۍ په وخت کې شپاړس واکمنان تېر شوي دي چې د هر يوه واکمن دواکمنۍ دوره به په لنډه تو ګه در وپيژنو٠

١ - مهاراجاشري ګوپتا:

لکه چې دمخه وويل شول دګو پتا دکورنۍ بنسټ ايښودونکی شري ګو پتا دی چې د٢٤٠زېږدېز نه يې تر ٢٨٠ پورې يې پوره څلو يښت کاله پاچاهي وکړه٠ داسي تاريخي شواهد شته چې دده په وخت کې دشمالي هند او ختيز هندوستان سيمې په تېره بيا دمر کزي بينګال سيمې دده دواکمنۍ په سا حه کې شا ملې وې ٠

دشري ګوپتا تر مړينې ورو سته يې زوی ګهاټوټ کاچا په ٢٨٠ زېږدېز کال کې ددغې کورنۍ پا چا شو٠

٢- ګهاټوټ کاچا:

نو موړی دګو پتا دکو رنۍ دويم واکمن او دګو پتا دکورنۍ دبنسټ ايښودونکي مهاراجا شري ګو پتا زوی و٠ نوموړي په ٢٨٠ زېږدېزکال کې دګو پتا دواکمنۍ پر ګدۍ تکيه وکړه او د غې دندې ته يې تر ٣١٩ زېږدېز کاله پورې دوام ورکړ٠ که څه هم دتا ريخي پلوه دده دواکمنۍ دوره چندانې داهميت نه ډکه دوره نه وه، خو ددې لپاره يې شهرت تر لاسه کړچې نوموړی دګو پتا دکورنۍ دلو مړ ني امپراتور لومړنی چندر ګپت پلارګڼل کېده٠

٣ - لو مړی چندر ګپت:

لو مړی چندر ګپت دګو پتا دکورنۍ لو مړنی ا مپراتور او د ګو پتا دکورنۍ دبنسټ ايښودونکي شري ګو پتا لمسی او دګها ټوټ کاچا زوی دی ٠ ګران لوستونکي بايد لومړی چندر ګپت د موريا دکورنۍ دبنسټ ايښودونکي چندرګپت سره اشتباه نکړي ځکه چې چندر ګپت موريا دموريا دواکمنۍ بنسټ ايښو دونکی و٠ لومړني چندر ګپت په ٣١٩ زېږدېز کال کې دواکمنۍ دچارو واګې په لاس کې ونيولې او د مهاراجا دهيرج يا دواکمنانو دواکمن لقب يې ځانته غوره کړ٠

د هندوانو دپخوانيو او لر غو نو متونو پورانا دليکنو پر بنسټ د لو مړ ني چندر ګپت دامپراتورې په سا حه کې دپرياګ (اوسني الله اباد)، ساکيت (اوسنی اود) او دمګهد سيمې شا ملې وې ٠

د لو مړني چندر ګپت د واکمنۍ دوره په ٣٣٥ زېږدېز کال کې پای ته ورسيده٠

٤ -سمودر ګوپتا:

 په هندي ژبه کې سمودر، سمندر يا بحر ته ويل کيږي٠ سمودر ګپت دلو مړي چندر ګپت پر ځای په ٣٣٥ زېږدېز کال کې د ګو پتا د امپر اتورۍ پر ګدۍ کښينا ست ٠

د سمودر ګپت د واکمنۍ په وخت کې دهند دجنوب د واکمنا نو سره جګړې وشوې او نو موړی د مدهيا پراديش د ځنګلونو او او ړيسا له لارې ګنجم چې داو ړيسا جنوب ته پروت دی، ويشا کا پټنم چې د اوسني تا ميل نډو په ايالت کې مو قعيت لري او ګوداوري، کر يشنا او نيلوري ته چې د اند هرا پراديش په ايالت کې پرتې سيمې دي ورسيد، خو پر هغو ځا يو نو باندې يې مستقيم کنترول تر لا سه نکړ٠

د سمودر ګپت په اړوند دهند په تاريخ کې ډېر څه ليکل شوي دي، په تېره بيا د هغو سکو نه چې دده دواکمنۍ په دورې پورې اړه لري او د سرو زرو نه جوړې شوي دي موږ ته داحقيقت جوتوي چې دسمودر ګپت د واکمنۍ دوره دارټ او هنر دوره وه٠ دده دواکمنۍ په وخت کې بېلا بېلو علو مو په تېره بيا شعر او شاعرۍ ډېر پر مختګ وکړ٠

 

٥ -راما ګو پت:

دی هم دګو پتا دا مپراتورۍ واکمن و او دسمودر ګپت مشر زوی او دخپل پلارپر ځای پر پا چاهي ګدۍ کښيناست ٠ داسي تاريخي شواهد شته چې ده غو ښتل چې دخپلې واکمنۍ سا حه پر اخه کړي . له همدې کبله يې دګجرات پر سا کانو برېد وکړ،خو دده لښکر دسا کا نو دواکمن دريم رودرا سيمها له خوا محا صره شو او نو موړي واکمن په دې شرط ور سره سوله وکړه چې نو موړی به خپله ميرمن دهروسواميني او خپل ورور چندر ګپت هغوی ته ور سپاري چې ده هم ورسره ومنله، خو ورور يې دويم چندر ګپت دسا کانو واکمن دريم رودر اسيمها وواژه او هغه ته يې ماتې ورکړه٠

راما ګو پتا وروسته بيا دخپل وروردويم چندر ګپت له خوا ووژل شو٠

٦ - دويم چندر ګپت:

دويم چندر ګپت چې په چندر ګپت ويکرم اديتيا سره هم شهرت لري دسمودر ګپت زوی او د ګو پتا دکورنۍ يو ډېر پياوړی امپر اتور ګڼل کيږي٠ نو موړي په ٣٧٥ زېږدېز کال کې د ګو پتا د کورنۍ پر پا چا هي ګدۍ ډډه ولګوله چې دهندوستان په تاريخ کې دده دواکمنۍ دوره يوه طلايي دوره ګڼله کيږي٠

ددويم چندر ګپت مور داتا ديوي نو ميدله چې دده دپلار له خوا دنورو ملکو مشره ټا کلې شوې وه ٠ لکه چې دراما ګو پتا دواکمنۍ په مبحث کې مو ولو ستل دويم چندر ګپت دګجرات دسا کانو واکمن دريم رودرا سيمها ته ماتې ورکړه٠

دويم چندر ګپت يوه لويه امپر اتوري اداره کوله چې پر اخوالی يې د ګنګا د څنډو نه نيولې د سند تر وادي پورې او دګجرات دنر مدا له سينده نيولې تر پا ټالي پوترا يا داوسنۍ پټنې پورې غزېدلې وه او اوجين دده د امپر اتورۍ دويمه پلا زمېينه ګڼله کېدله ٠

دويم چندر ګپت يو تر قي غو ښتونکی واکمن و٠ دده په وخت کې ټولو علو مو په تېره بيا نجوم، رياضي، مهندسي او ادبياتو ډېره وده وکړه٠ دده دواکمنۍ په وخت کې ډېر شا عران وو چې يو له هغو نه مشهور شاعر کاليداس دی چې دشکنتلا مشهور رومانټيک اثر دده له خوا ليکل شوی دی٠ داسي ويل کيږي چې بکر مي سنه هم دده په وخت کې پيل شوې ده٠

په ډيلي کې دقطب منار او سپنيزه ستنه هم چې تقر يبا ١٦٠٠ کلونه لر غو نتوب لري دده دواکمنۍ ددورې ياد ګار ګڼل کيږي٠ دويم چندر ګپت د٤١٥ زېږدېز کاله پورې واکمني وکړه٠

 

٧ - لومړی کمار ګو پتا:

نوموړی چې په مهيندرا اديتيا سره شهرت درلود د٤١٥ زېږدېز کاله يې تر ٤٥٥ زېږدېز کاله پورې دګو پتا دکورنۍ واکمن و٠ دده دامپرا تورۍ سا حه له بينګاله نيولې دګجرات تر کټهيوار او دهيماليا نه نيولې تر نر ميدا پورې وه٠

نو موړي دخپلې واکمنۍ په څلو يښت کلنې موده کې په ډېره ښه تو ګه د واکمنۍ چارې سمبال کړې، خو د واکمنۍ په وروستي پړاو کېد منځني هندپوشياميټرا نو او سپينو هو نانو رې ير غل وکړ او لو مړي کمار ګو پتا پردوی سوبه وکړه او ددغو دوو سو بو له کبله يې داسو نو قرباني چې په هغه وخت کې يې اسواميدها ويلې تر سره کړه٠ داسونو دقر بانۍ دود په ويديک عصر کې عام واو دريګويدا د لو مړۍ برخې ١٦٣ په او ١٦٤ سرودونو کې داسو نو دقربانۍ او نذرانې د دود يا دونه شوې ده٠

د لو مړي کما ر ګو پتا دواکمنۍ په وخت کې چيراداتا د پوندراوردهانا يا اوسني بنګله ديش ګورنر و٠ د همدغې کو رنۍ يو بل تن شهزاده ګاټوټ کا چا ګو پتا د ايرن يا دمد هيا پراديش ديوې بر خې واکمن او بند هو ورما د داشا پوره يا مالوه دسيمې واکمن و٠

لو مړي کمار ګپتا د ويديک عصر ديوې الاهې کار تيکيا انځور په سکو کې حک کړ٠ ځينې مؤرخين په دې اند ي چې دده تر مړينې وروسته دده دځای نيوونکی د ده زوی سکاندا ګو پتا و، خو ځينې بيا دده ځای يوونکی دده بل زوی پورو ګو پتا بولي٠

٨- سکاندا ګو پت:

نو موړی دګو پتا دکورنۍ واکمن او دلو مړي کمار ګپت زوی و٠ ويل کيږي چې دی يوزړور پو ځي جنرال و ٠نوموړي دسپينو هو نا نو سره جګړې وکړې او هغوی يې مات کړل٠

سکاندا ګو پتا په ٤٦٧زېږدېز کال کې مړ شو او دهغه پر ځای دهغه ميرنی ورور پورو ګو پت واکمنۍ ته ورسيد٠

 

٩ -پورو ګپت:

نوموړی په ٤٦٧ زېږدېز کال کې دګو پتا دکورنۍ واکمن شو٠ نو موړی د ګپتادکورنۍ دواکمنۍ دلومړي کمارګپتا زوی و٠ موريې اننتا ديوي نو مېدله ٠ پوروګپتاتر ٤٧٣ کاله پورې واکمني وکړه٠ دده په اړوند په تاريخونو کې بشپړ تفصيلات نه دي راغلي٠

دده تر مړ ينې وروسته د ګپتادکو رنۍ لا ندنيو واکمنانو پا چا هي کړې ده:

١٠ -دويم کمار ګپتا

١١ -بودها ګپتا

١٢- ناراسيمها ګپتابال ا ديتيا

١٣ -دريم کمارا ګپتا

١٤ -ويشنو ګپتا

١٥- وينی ګپتا

١٦ -بهانو ګپتا

د ګپتا دواکمنۍ پېر(عصر) ته يو ه ځغلنده کتنه :

لکه چې په تېرو پا ڼو کې مو ولو ستل د ګپتا عصر دهندو ستان په لر غو ني تاريخ کې يو طلايي عصر ګڼل کيږي، ځکه چې په دغه عصر کې يو پيا وړی اداري سيسټم شتو ن در لود٠ که څه م د ګپتا د واکمنۍ په ټو له دوره کې ټول دولتي ځواک ديوه تن يعنې دواکمن په لاس کې و ا و سيمه اېزه ادارې دمر کزي دولت له خوا کنټروليدلې، خو بيا هم يو پياوړی مر کزي دولت شتون درلود چې دهېواد ټول اتباع يې پر پيروۍ باندې مکلف ول٠ دغه مر کزي دولت يو پياوړی قانون او عدلي سيسټم او قضا يي نظام درلود٠ همداراز دولت دامنيت دساتلو لپاره پوليس ګو مارلي وو چې دعا مه نظم سا تنه به يې کو له او ګډوډۍ ته يې اجازه نه ورکوله٠ همدراز دقانون سر غړوونکو په تېره بياغلو ،لو ټمارانو او سړي وژونکو ته سختې سزا ګانې ور کو ل کيدلې٠

د ګپتا په واکمنۍ کې پوځ ډېر پياوړی او د واکمنۍ دحدودو او ثغورو بشپړه سا تنه به يې کو له٠ پو ځ د پليو او سپرو سر تېرو نه جوړ شوی و چې په غيشو ،نېزو، جنګي خولو نو او زغرو او اسو نو او جنګي ها تيا نو سمبال و٠ دوی دبهر نيو تيري کوونکو په وړاندې په ډېرې ميړانې سره جنګيدل او دخپل هېواد او ملي بشپړتيا سا تنه يې کو له٠

د ګو پتا دکورنۍ دو اکمنۍ په وخت کې د هندو ستان اقتصاد بشپړه وده کړې وه٠ له خلکو نه په منظمه تو ګه ماليات را ټو لېدل٠ دنورې نړۍ سره هم اقتصادي راکړې ورکړې مو جودې وې، په تېره بيا داسيا دجنوب ختيزو هېوادونو سره٠ دنساجۍ او ټو کرانو صنعت هم ډېره وده کړې وه او ريښمين او سپڼسين ټو کران توليدېدل ٠

دبنارس، سارنات، ناسيک،پيتهان، پا ټالي پو ترا،متهورا، اجين،کانچي او تامرا ليپټي دهندوستان دتجارت او سو داګرۍ مرکزونه ګڼل کېدل٠ همداراز دکټوې دمسالو، صندلو چې پښتانه او هندوان يې چندڼ يا چندړ بولي او خو شبو يه دي، ملغلرو، کاغذ،عطرو، قيتي ډبرو او طبي بو ټو تجارت او راکړه ورکړه هم کېدله٠

دګپتا دواکمنۍ په وخت کې ارټ او هنر ډېره وده وکړه او له همدې کبله دګپتا عصر ته طلا يي عصر هم ويل کيږي٠ په دې عصر کې خلک د بو دهيزم، جينيزم او هندو ئېزم دمذ هبو نو پيروان ول٠

داجنتا،الورا سمڅې، دسارنات او داشاواتارا معبدو نه او ديګيري وهارا غارونه او سمڅې دهغه وخت يا دګارونه دي٠

د ګو پتا دواکمنۍ په وخت کې ګرامر، نجوم، ميتافزيک، منطق، ريا ضياتو، طب او معمارۍ ډېره وده وکړه او د سنسکرېت ژبه خپلو عالي مدارجو ته ورسېد او ډېر مشهور ادبي اثار پکې وکښل شول٠

----

ماخذونه او سر چينې:

١-http://www.indianetzone.com/21/kanva_dynasty.htm

٢-http://www.indianetzone.com/5/gupta_dynasty.htm

٣-http://en.wikipedia.org/wiki/Gupta_Empire

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۷   سال        هفتم               سرطان       ۱۳۸٩  خورشیدی                 اول جولای ٢٠۱۱