کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

 
 
   

هندوئېزم (هندو مت)
٢۱ برخه
دکتور لطيف ياد

دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې


داکتر لطیف یاد 

 
 

 د کابل ناتهـ د ويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو!

 

 تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په لړ کې د واسو ، اديتيا، ويشيشت، برېهاس پتي او بهاګا په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې دځينو نورو ارباب الانواعو   په اړوند چې رتا  اوريبهوس ، نو ميږي او هم دجنت او ځمکې ، کپينجالا او دادهيکراوان په اړوند به معلو مات درکړو٠

 

 ١٩- رتا :

درتا ادبي مانا دنړۍ دڅېزونو طبيعي نظم او جريان دی٠ دبېلګې په تو ګه لمر، سپوږمۍ ،ستوري او دشمسي نظام نورې بر خې په طبيعي تو ګه خپل بهېر او جريان تر سره کوي٠

په وېديک عصر کې رتا په نړۍ کې دټولو شيانود طبيعي بهېر او جريان دنظم مسئو ليت لري چې په دغو شيا نو کې دلمر، سپوږمۍ، ستورو او دشمسي نظام دحر کت او خو ځون نه پرته دنړۍ دنورو شيا نو دنظم مسئو ليت هم ور په غاړه دی لکه دانساني ژوند ټولې بېلګې لکه کار کول، دانسانانو عملو نه او کړه وړه او دمړينې او ژوند دبهېر او جريان نظم٠

دوېدېک عصر خلکو دا عقېده درلودله چې دنړۍ دغه طبيعي جريان به داربا ب الا نواعو له خوا تر سره کيږي او هر يو رب النو عه د رتا نه دخپلې پر هيز ګارۍ، تقوا او ځواک په اندازه ملا تړ کوي چې تر څو رتا وکولای شي دنړۍ اوکائناتو نظم او تعادل وساتي٠

دويدېک عصر خلکو فکر کاوه چې دارباب الا نواعواو شيطا نا نو تر مينځ جګړه په حقيقت کې دنظم او ګډوډۍ،روښنايۍ او تيارواو حقيقت او درواغو تر مينځ جګړه ده ٠

په هر ډول دريګوېدا دسپيڅلو متو نو پر بنسټ رتا نه يوازې يو مذ هبي فکر او خيال ګڼل شوی ، بلکې د ايندرا دنږدي ملګرو نه هم ترې يا دونه شوېده٠

٢٠-ريبهوس :

دريبهوس مانا ځېرک او دهنر خاوندانو ته هم کارول کيږي ٠ په حقيقت کې ريبهوس دوېدي عصر درې هنر مندان دي چې ريبهو،بهاون او واجا دي چې دخپلو هنر مند انه کارونو په وجه يې په وېدېک عصر کې داربا ب الا نواعو مقام تر لا سه کړ٠ په ويدېکو سپېڅلو متو نو رېګوېد او اتهروېدکې درېبهوس يادونه او ستا يېنه شې ده٠  داسې ويل کيږي چې دوی داسې هنر مندان ول چې دځانګړو حيرانوونکو ځواکونو او استعدادونو په لر لو سره په دې توانيدلي وو چې د خټو نه غواګانې جوړي کړي،دنورو ارباب الا نواعو لپار ه ديوه جام نه څلور ګېلاسونه جوړ کړي او هم خپل زړې ميندې او بوډاګان پلرونه بېرته ځوانان کړي٠

٢١- جنت اوځمکه :

دهندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ په وېدېک عصر کې جنت او ځمکې ته هم دارباب الانواعو په څېر مقام حاصل و٠ دريګوېدا په سپېڅلو متو نو کې جنت او ځمکه (دهرتي) دواړه ستايل شوي دي، په تېره بيا ځمکې ته دمور خطاب شوی دی ٠ دهندو ميتا لوجۍ پر بنسټ جنت او ځمکه دواړه سپيڅلي ګڼل شوي دي٠ په هندو ئېزم کې ځمکې ته درب النو عه خطاب هم شوی دی، ځکه چې ټول انسا ني ژوند دځمکې پر مخ تر سره کيږي٠

٢٢-کپينجالا :

 دهندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ په ويدېک عصر کې کپينجالا هغه مر غۍ ده چې په ښه شګون او فال ګڼل شوېده چې دشپيلۍ په څېر خواږه او زړه راکښو نکې اوازونه ترې راوځي٠ ددغې جنتي مر غۍ ته خلک دوعا ګا نې کوي، څو دشا هين، بازانو او دښکاريانو دليندۍ  له غيشو نه خوندي پاتي شي ٠ددغې بختورې مر غۍ په اړوند په ريګوېد کې ځيني بيتونه کپينجالا ته ډالۍ شوي دي او دهغه دخواږه غږ ستا يېنه پکې شوېده٠ دغه جنتي مر غۍ  هم په وېدېک عصر کې درب النوعه په څېر مقام  تر لاسه کړی و٠

٢٣-داد هيکراوان :

داهغه اس دی چې دوېدېک عصر هندي واکمن پورو ته داربا ب الا نواعو له خوا بخښل شوی و٠ دغه اس ډېر ګړندی و او ځليده به٠

دوېدېک عصر په سپيڅلو متو نو کې په تېره بيا په رېګوېدا کې ځيني سرودونه داد هيکراوان ته ډالۍ شوي دي او ستا يېنه يې شوې ده ٠

 

( نور بيا٠٠٠)

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳۱        سال شـــشم            عقــــرب ۱۳۸٩  خورشیدی         نومبر ٢٠۱٠