کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳٠ برخه
 
 

ګورو(गुरु)

 

 

ګورو له اره يوه سنسکريټ کلمه ده اوګورو يا ګوروجي هغه چاته ويل کيږي چې د ډېرې پوهې خاوند وي او هم دزيات علمي صلاحيت او واک درلودونکی وي او خلکو ته د يوه لارښود حيثيت ولري٠ همداراز دګورو کلمه دښوونځيو ښوونکو، مور او پلار او ان هغه کسانو ته چې دمذهبي پوهې خاوندان او هغو ته چې نورو ته روحاني پوهه ليږدوي هم کاروله کيږي٠

 

دغه کلمه وروسته بيا دسنسکرېټ د ژبې نه هندي، پنجابي، بېنګالي، مرهټي، ګجراتي، نيپالي او ان اندونيشيايي، ملايي، انګريزي او اروپايي ژبو ته لېږدېدلې ده.په هندوئېزم  سر بېره په بودېزم، جېنېزم او سکهېزم کې هم دګورو کلمه کار وله کيږي٠

 

په لوېدېزو او غربي ټولنو کې دګورو کلمه هغه چاته کاروله کيږي چې ځانګړی مهارت او تخصص ولري په تېره بيا د بېلا بېلو علومو په ډګر او له هغې جملې نه دبېزنس په ډګر کې٠

 

همداراز ګورو هغه چاته هم ويل کيږي چې خلک د اندهېرو او تورو تيرو او جهالت او تورتمونو نه درڼايۍ او روښنايۍ پرلوري بيايي٠ همداراز دغه کلمه دهندوانو او سکهانو مذهبي لارښودونکو او مذهبي کتابو نو لپاره هم کاروله کيږي٠

د ګورو دکلمې ايټمولوجي او رېښه موږ دويدي عصر په سپيڅلو متونو، اوپنيشدونو او بګهودګيتا کې هم ليدلای شو٠

 

دهندوانو تر مينځ دګورو او شاګرد اويا پيرۍ او مريدۍ لړۍ دلرغونو زمانونه تر اوسه پورې راروانه ده او د اوپنشيدونو داصولو پر بنسټ به چې کله يو شاګرد د خپل استاد په وړاندې په ډېر ادب او درناوي سره ناست واو خپل لاسونه به يې دخپل ګورو په پښو کې ښکته کول اوس هم د هماغو اصولو پر بنسټ خپل لاسونه دګورو درناوي او احترام لپاره دهغه پښو ته ور ښکته کوي او په مقابل کې ګورو هم ورباندې دشفقت او مهربانۍ لاس راکاږي٠

په هندو ئېزم کې ډېر نامتو ګورو او ښوونکي تېر شوي دي او اوس هم شته٠ دځينو مشهورو  نومونه په لاندې ډول دي

:

ادي شنکر اچاريه، سري رام کريشنا، شري مهارانا مهاريشي،شري چتا نيا مها پر بهو، مهامهاريشي پرنجهو تير،شري روي شنکهر،شري اوروبيندو ګوش،ستها سايي بابا، شري چندرا شيکهرېندا سراسوتي، سوامي سيوانندا، پراما هنسا يو ګانندا،سوامي چينما يا نندا، سوامي ويکانندا،ای سي بکهتي ويدنتها سوامي پربهوپادا٠

 

په سکهيزم يا سکهـ مت کې هم دګورو کلمه دسکهانو لسو لارښودونکو او د دوی سپيڅلي  مذهبي کتاب ګورو ګرنت صاحب لپاره کارول کيږي٠

دګورو کلمه دسکهانو دلسو لارښوونکو دنو مونو په پيل کې راغلي دي٠ دسکهان دلسو ګورو نو مو نه په لاندې ډول دي:

١-ګورو  نانک چې افغا نانو کې په بابانانک سره شهرت لري٠

٢-ګورو انګد

٣-ګورو امرداس

٤- ګورو رام داس

٥-ګورو ارجن ديو

٦-ګورو هر ګوبيند

٧- ګورو هر رای

٨-ګورو هرکشن

٩- ګورو تيك بهادر

١٠-ګورو ګوبيند سنګهـ

په بودهيزم کې دالايي لاما دبودايانو ستر مذهبي لار ښود او ګورو ګڼل کيږي٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤٠       سال        هفتم      حوت             ۱۳۸٩  خورشیدی       مارچ ٢٠۱۱