کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)
٢٢ برخه
دويديک پېر(عصر) ارباب الانواع او الاهې

دکتور لطيف ياد
 
 

  د کابل ناتهـ د ويبپاڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو!

 تاسو ته د کابل ناتهـ په تېره ګڼه کې دويديک عصر دارباب الانواعو په لړ کې د رتا ، ريبهوس، جنت او ځمکې، کپينجا لا او دادهيکراوان  په اړوند معلومات درکړل شول٠ دا ځل به په همدې لړ کې دځينو نورو ارباب الانواعو  په اړوند چې راتي، يا ما، منو، مينيو، پوروشا  او پر اجا نيا نو ميږي  معلومات درکړو٠

 

٢٤راتي  يا مېنه او خوند:

 

 راتي دويديک عصر رب النوعه ګڼل شوې ده ٠ دهندوانو په سپيڅلو لرغونو متو نو په تېره بيا په ريګويد اکې داسي بيتونه شته چې ر اتي ته ډالۍ شوي دي٠ ويل کيږي چې راتي ديوي دپراجاپتي دکشا لوروه٠ راتي تل دکاما دېوا سره چې هغه هم دمينې الا هه ده مر سته کو له٠

راتي له اره يوه سنسکريت کلمه ده چې رم په سنسکريت  کې خوند او لذت ته ويل کيږي ٠ په حقيقت کې راتي يا مېنه هغه الا هه ده چې خلکو ته دمينې او محبت په اړوند پو هه ورکوي تر څو ترې خوند او لذت واخلي٠

 

٢٥-ياما :

 

ياما چې ديا مراج په بڼه يې هم نوم راغلی دی دمرګ الا هه او رب النوع ده ٠ دهندو ئېزم په سپيڅلو ويديک متو نو کې په تېره بيا د رېګوېدا په١٠-١٤-١٣٥ او١٥٤ بيتو نوکې ديا ما نوم پنځوس ځلې راغلی دی٠ ريګوېدا يا ما لو مړنی انسان ګڼي چې مړ شوی دی ، خو دخپل زهد او تقوا په وجه د مرګ پر الاهې بدل شوی دی ٠ ياما ډېر نور مر ستندويان لري چې له ده سره په کارونو کې مرسته کوي ٠ يا ما په خپلې ما ڼۍ کې يو داسې کتاب لري چې دبر خليک يا تقدير دکتاب په نا مه يا ديږي٠ په دغه کتاب کې د ټولو انسانانو کړه وړه ثبتيږي او ليکل کيږي٠ ويل کيږي چې يا ما تل پر تورې ميښې باندې سپوروي٠

 

٢٦- منو :

 

د هندوئېزم دعقيدې پر بنسټ منو دټولو انسانانو پلار يا ابا ګڼل شوی دی٠ ويل کيږي چې هغه دنړۍ لومړنی واکمن و چې انسانان يې دستر سيلاب او تو پا نه وژغورل٠ داسي عقېده هم مو جوده ده چې منو ډېر صادق او ريښتونی و چې ورته دستيا ورتا لقب ورکړل شوی و يعني هغه څوک چې درښتياوو سو ګند يې کړی دی٠

په مها بهارتا کې راغلي دي چې منو ډېر پوه او د تقوا او زهد خاوند و او دده اولاده دنړۍ ټول انسانان دي چې په بېلا بيلو تو کمو نو او نژادونو وېشل شويدي ٠ د منو هغه اولاده چې برهمن يې بولي ځانونه د ويدا زده کړې ته وقف کړي دي٠ منو نهه زامن او يوه لور درلود له ٠د منو نهه زامن وينا، دهريشنو، نريشيان، سنبهاګا، اکشواکو، کروشا، سرياتي، پرېشادهرو اونبها ګرېشتادي او لوريې ايلا نو ميږي ٠

 

٢٧- مينيو :

 

په رېګوېدا کې دمينيو په اړوند ځيني سرودونه شته دي٠ ويل کيږي چې مينيو هم دجګړې رب النو عه دی چې تندر يې هم تر حکم او فرمان لاندې دی٠ مينيو دهغو کسانو وژونکی دی چې په نړۍ کې الې ګولې او پساتو نه جوړوي٠ هغه په دې لټه کې دی چې انسا نا نو ته شتمني او نارو غا نو ته روغتيا ورپه بر خه کړي٠ داسي عقيده هم مو جوده ده چې ښا يي مينيو به دجګړې رب النو عه ايندرا وي٠

 

٢٨- پورو شا:

 

داسي ويل کيږي چې پوروشازر لاسونه او زرسترګې لري اوداسي عظيم الجثه الا هه ده چې هيڅوک يې ستر والي ته نه شي رسيد لای٠

دهندوئېزم دعقيدې پر بنسټ دهمدغه پوروشا نه يو بل پوروشا وزېږېد چې ويراج نومېده، دويراج نه بيا هرينياګربها وزيږېد چې دی هم دپوروشا په نامه يادېده٠ کله چې نو موړی وزېږيد نو ټول ارباب الا نواع سره راټول شول او دی ې قر باني کړ چې دده دبېلا بېلو اندامونو نه ځمکه، سپوږمۍ، لمر اوحيوانات رامينځ ته شول٠ ويل کيږي چې سپوږمۍ دده دماغ، دده سترګې لمر او دده ساه باد دی٠

داسې عقيده هم شته چې برهمن دپوروشا د خولې ،کشيترا يې دلاسونو، ويسيا يې دقد او شودرا يې له پښو نه پيدا شوي دي٠

 

٢٩-پراجانيا :

 

په ويديک متو نو کې پراجانيا ته دباران او اسمان الاهه ويل شوېده چې ډېره غو سه ناکه ده ٠هغه پر ځمکه باندې بارانونه اوروي چې دتالنده اوبريښناا  و بادونوسره يوځای وي ٠ ددغو بارانونه سيلاوونه راځي٠

پراجانيا نه يوازې دتندر او باران الاهه ګڼل کيږي،بلکې داسي ويل کيږي چې دقانون سا تونکی هم ده او هغو کسانو ته سزاوې ورکوي چې ګنا وې کوي٠

 

نوره  بیا....

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳٢        سال شـــشم            عقــــرب/قوس ۱۳۸٩  خورشیدی         نومبر ٢٠۱٠