کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

٤۷

 

٤۸

 

٤٩

 

۵٠

 

51

52

۵۳

۵٤

55

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

۵۶  برخه
دکتور لطيف ياد
        
 
 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:
اوجين (उज्जैन):
اوجين دهند يو لر غو نی ښار دی چې دهند دمدهيا پر اديش دايا لت دمالوې په سيمه کې د کشيپرا دسيند پرغاړه پروت دی٠ په لر غونو زمانو کې دغه ښار د او جين په نامه ياد شوی دی٠ په مها بهارت کې راغلي دي چې او جين داونتي واکمنانو پلا زميېنه وه٠ اوجين د هندوانوداوو سپيڅلو ښارونو( سپتا پوري) نه يو ښار و او دکمبها ميله هر دولس کلونه وروسته هلته تر سره کيږي ٠ همدارازپه اوجين کې د شيوا ددولسو معبدو نو نه يو معبد چې مها کاليشورجيوتير لينګا نوميږي په اوجين کې دی٠
همدارازاوجين هغه سيمه ده چې لارډ کر يشنا دبلرام او سودامه سره يوځای د مهاريشي سنديپاني نه خپلې زده کړې تر لا سه کړې٠
دتاريخي رو ايتو نو پر بنسټ کله چې ارين خلک دلو مړي ځل لپاره او جين ته راغلل نو داوجين تاريخي اهميت لا پسي زيات شو٠ ويل کيږي چې د عيسی مسيح عليه السلام تر زيږيدو شپږ پيړۍ وړاندې هم دغه ښار مشهورو او داونتي واکمنانو پلاز ميېنه وه ٠ واکمن اشوکا هم په او جين کې اوسيدلی دی او دغه ښار دموريا دواکمنۍ لويديز ايالت ګڼل کيده٠ د موريا دکورنۍ تر واکمنۍ ورو سته دسو نګا او ستاواهانا پا چاهي کورنيو پر اوجين واکمني کړې ده ٠
د ګو پتادکورنۍ په وخت کې هم اوجين ډير مشهور و او ددويم چندرګپت چې په ويکرا م اديتيا سره يې هم شهرت درلود دوديزه پلا زميېنه ګڼله کيدله٠
په لسمو او يوو لسمو پيړيو کې اوجين دنجوم او ريا ضياتو مرکز و٠ داتلسمې پيړۍ په وروستۍ نيمايي کې اوجين دمر هټه وو د لارښود سند هيا پو ځي مر کز ګڼل کيده٠
د کو مبها مشهوره او ستره مذهبي ميله چې تر هرو دولسو کلونووروسته يو ځل جو ړيږي او په لکونو خلک پکې ګډون کوي هم په او جين کې کيږي او ټاکل شوې ده چې دکو مبها را تلونکې ميله به په ١٢١٦ زيږديز کال کې په اوجين کې جوړه شي٠
په اوسني وخت کې او جين دخپلو معبدونو او اشر مو نو له کبله هم مشهوردی چې د ځينو معبدونو او اشرمونو نومونه يې په لانې ډول د ي:
* دمها کال معبد
*دشري رادها مدن مو هن معبد
*دګنيش معبد
* د ما وګهيشواري معبد
* دهار سيندهي معبد
*دسنديپاني اشرم
*دکالا بهيراوا معبد
* دبهادرا کالي معبد
-------------------------------------------------
ماخذونه او سر چينې:
١-http://www.indianetzone.com/4/ujjain.htm
٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Ujjain
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶۷    سال       هشـــــــــتم         ثــور   ۱۳٩۱   هجری خورشیدی         اول می     ٢٠۱٢ عیسوی