کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤۶ برخه
دکتور لطيف ياد      
 
 

      کابلشاهان   काबुल शाही

 

٥٦٥-٨٧٩ زيږديز

 

        کابل شاهان  له اره د لرغوني افغانستان بومي هندوان وو چې دغه کورنۍ نوم په تاريخو نو کې د برهمن شاهانو، هندوشاهانو، رتبيل شاهانو او هندوشاهانو په بڼو هم راغلې ده٠ دغې کورنۍ د٥٦٥ او ٨٧٩ زېږديزو کلونو تر مينځ په کابل( کابلستان) کاپيسا او ګندهارا باندې واکمني کوله٠

 

دتاريخي مؤ ثقو او مستندو روايتو نو پر بنسټ دوی دکو شا نيانو او لاده ده چې په پيل کې دبودايي ګروهې(عقيدې) لارويان ول ،خو وروسته يې د هندو ئېزم ګروهه او عقيده  خپله کړه٠کابلشاهانو د زابلي رتبيلانو او دغزني او ګرديز د واکمنانولا ويکانو( لويکانو) سره چې هغوی هم هندوان وو نږدې خپلوي درلو دله چې د زابل، غزني، کندهار او سيستان تر حدودو پورې يې واکمني چلوله او دغو زابلي رتبيل شا هانو افغا نستان ته دعربو دلښکر دراتلو سره سم  له هغوی سره وجنګيدل ،څو په ٢٥٨ ليږ ديز کال يې د  يعقوب ليث صفاري له لا سه ما تې وخوړه٠

د کابلشاهانو په اړوند موږ په ځينو تاريخي کتا بو نو کې ددوی څرک لګولای شو،خو په دغو منابعو او سر چينو کې دوې  يې  موږ ته ځينې موثق معلو مات په لاس کې راکوي:

١-لومړنی ماخذ  د(راجا تر نګيني)   يا دواکمنانو ددرياب په نا مه  يو تاريخي اثردی چې چې په دولسمې عيسوي پيړۍ کې د١١٤٧ او ١١٤٩ زيږديزو کلونو تر مينځ په کشمير کې ديوه برهمن هندو پنډيت مؤرخ او شاعر چې کلهن نوميد په سنسکريت ژبې ليکل شوی دی چې دشمال لويديز هندوستان او دکشمير دواکمنانو يادونه پکې شوې ده٠ همداراز کلهن په راجا ترنګيني کې دکابل شاهانو يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې دغه کابلشاهان د کشميري هندو واکمنانو سره دخپلوۍ اړيکي هم درلودل٠ همداراز پنډيت کلهن په راجاترنګيني کې دکابل شاهانو دکورنۍ بنسټ ايښودونکی لليه بولي چې د کشمير د يوه واکمن (شنکرارمان) همعصری و چې د٨٨٣-٩٠٢ زيږديزو کلونو تر مينځ په کشمير کې واکمن و٠

 

٢- دويم ماخذ چې موږ ته دکابل شاهانو په اړوند معلومات راکوي هغه  زموږ دګران هيواد افغا نستان نامتو مؤرخ، ستور پيژندونکی او جغرافيا پوه او درياضي او هندسې دعلم ماهر علامه ابو ريحان البيروني(٩٧٣-١٠٤٨ زيږديز) دی چې دهند په سفرونو کې دغزنوي واکمنانو سره ملګری و او ډېر هر اړ خيزه او پر اخه معلو مات يې را غونډ کړي دي:

البيروني کابل شاهان په دو ډلو ويشلي دي چې يوې ډلې ته يې تر کي شاهان او بلې ډلې ته يې برهمن شاهان وايي٠ تر کي شاهان دبرهمن شاهانو تر مخه دکابل واکمنان بولي چې له تبته راغلی و٠ البيروني ليکي: دترکي شاهي لو مړی واکمن براها تګين  او وروستی واکمن يې لکه تورمان نو ميد چې لکه تورمان بيا يو هندو بر همن وزير درلود چې کلر نو مېد٠ البيروني زياتوي چې دتر کي شاهي وروستنی واکمن لکه تو رمان ډېر ظالم سړی و او خلک ورنه ډېر خپه او خوا بدي ول٠ له همدې کبله خلک کلر ته چې دده وزير و دپا چا له لا سه شکايت وکړ او کلر هم چې يو شتمن او هو ښيار سړی و او خلکو پرې باور درلود لکه تو رمان يې بندي کړ او په زندان کې يې واچاوه٠

 

 اوس چې موږ د کلهن دراجا ترنګيني اود ابو ريحان البيروني نظر يې  دکابل شاهانودکورنۍ دبنسټ ايښودونکي په اړوند سره پر تله کړو نو يو ښکاره او جوت اختلاف به پکې ووينو٠

دکلهن په کتاب راجا تر نګيني کې دکلر دنوم يادونه نه ده شوې، بلکې نو موړي دکابلشاهانو دکورنۍ بنسټ ايښودونکی لليه بولي چې دکشمير ديوه واکمن( شنکر ارمان) همعصری و چې د٨٨٣او ٩٠٢ زيږ ديزو کلونو تر مينځ په کشمير کې واکمن و، حال داچې ابوريحان يې نوم کلر ښودلی دی٠

ځينې اروپايې ختيز پيژندونکي،څيړونکي او محققين لکه الکزينډر کنينګهم اوسر اورل سټون ،کلر او لليه يو شخص ګڼي اونوم يې کلر لليه ليکي، حال داچي ځينو دوی بيا دوه بيلابيل کسان ګڼلي دي٠

د افغا نستان  نا متو او وتلی مؤرخ لوی استادعلامه پو هاند عبد الحی حبيبي  په خپل اثر( تاريخ مختصر افغا نستان از زمانه های قديم تا استقلال) کې دکا بلشا هانو په اړوندد اسې ليکلي دي:

" يوه بله ځواکمنه او مشهوره کورنۍ کابل شا هان دي چې په لومړۍ اسلا مي پيړۍ کې دعر بو تر سو بې پورې له کا بله تر پنجابه واکمني کو له او دالبيروني په قول دبرا هاتګين او لاده ده چې دغې کورنۍد وروستي واکمن لکتورمان په وخت کې کلر دهغه وزير شاهي تاج او تخت تر لاسه کړ او سامند، کملو، بهيم،جيپال،انند پال او تروجنپال ددغې بر همنې کورنۍ او لاده ده٠"

دکا بلشا هانو دواکمنانو نو مونه:

د ابو ريحان البيروني او د  پنډيت کلهن درا جا تر نګيني دکتابو نو سربېره چې دکلر او لليه نو مونه يې ياد کړي دي ځينو نورو تار يخي منابعو هم د کابل شا هانو دځينو واکمنانو نو مو نه ياد کړي دي  او همداراز دهغه وخت ځينې سکې چې تر لاسه شوي دي ديو شمېر کا بلشا هانو نو مو نه پکې حک شوي دي چې دلته يې به يې دنومونو راوړل بې ځايه نه وي.

دتاريخ سيستان مؤلف چې د٣٦ ليږديږ( هجري) کال  په شا اوخواکې اوسېده ددوونورو کابلشا هانو يادونه کړې ده اوو ايې چې ستر کابلشاه تر کو چني کابلشاه  وروسته چې دعربي پوځي سپه سالار عبدالر حمن ابن سمره سره جنګېده ٢٨ زره لښکري او جنګي هاتيان درلودل٠

همداراز عرب مؤرخ اليعقوبي ديوه کابل شاه نوم دخنچل په نا مه يادوي چې دالمهدي بن منصور عباس ١٦٤ ليږديز معا صر و٠

 که څه هم و يل کيږي چې دکا بلشا هانو دواکمنانو ټول شمېر ٦٠ تنو ته رسيده،خوما ددې مقالې ليکوال هڅه کړې ده چې دبېلا بيلو تاريخي کتا بو نو اوسکوپه حواله چې دهغه وخت نه تر لا سه شوي دي دځينو کابل شا هانو نو مو نه په لا ندې ډول راوړم:

 

١-کلريالليه

٢-خودويه که

٣- سپاله پتي ديو

٤-پدما

٥-ونکه ديو

٦- خنچل

٧-سا مانتا ديو(زما په عقيده شايد دغه نوم او سا مند يو شخص وي (ليکوال)

٨-کهينګالا

٩-پتولا ديو

١٠-سري ديو

١١-کاما لوکا يا کملو کا

١٢-سا مند

١٣-بهيم ديو

١٤-انند پال

١٥-بهيم پال

 ١٦-اشتپالا

١٧-جيپال

١٨-تري لو چنپال

 

دهيواد دنا متو مؤرخ ارواښاد استاد احمد علي کهزاد په قول دکابل دهندوانو په يوه مندېر کې ددغو کا بلشاهانو نه ديوه  تن نوم په يوه مجسمه کې حک شوی دی٠

دکابلشاهانو پلا زمېينه يا پا يتخت کابل او کا پيسا ول٠ دوی په ديو ناګري او سنسکريت ژبو غږېدل٠ دوی دکشتريا يا جنګياليو  په کاسټ پورې تړلې طبقه وه٠ ددوی دحکو مت ډول شاهي و چې منظمه اداره او پو ځ يې درلود٠

چيني بو دايي زيارت کونکی هيوان ستونګ(٦٠٢- ٦٦٤زيږديز) په خپل يون ليک( سفر نامه) کې ليکلي دي چې کله په ٦٤٤زيږديز کال کې افغا نستان ته راغلی و نو دباميانو،کاپيسا،کابل،ننګرهار، هډې او لغمان نه يې ليدنه کړې وه او زياتوي چې دکا پيسا شهزاده هندو کشيتراو چې ګونا وير مان نو مېد او دبودايي ګروهي پيروي يې کوله٠

 

د کا بلشا هانو دواکمنۍ سا حه:

په لر غوني افغا نستان کې دکا بلشا هاتو دواکمنۍ سا حه زياتره دهندوکش جنو بي بر خې وې چې کا بل او کا پيسا يې ستر مر کزونه ګڼل کېدل ٠ همدارا ز دلو ګر ، ګرديز او دګند هارا حوزه له ننني ما هيپره نيولې دکابل دسيند دواړه غاړې  چې لغمان، ننګر هار ،کونړ ،چترال، سوات، پيښور، مردان، چارسده او داباسين او ټکسيلا پورې سيمې او بيا له هغه ځايه ټول پنجاب ددوی په ولکه کې ول٠ څرنګه چې زابلي رتبيل شا هان او دغزني لا ويکان( لو يکان) هم بر همني هندوان ول او دوی ور سره نږدې اړيکې او خپلوي درلودله نو ويلای شو چې ددوی ټولو د واکمنۍ ساحه همداراز غزني ،زابل ،کندهار ،هيلمند او تر نيمروزه او زرنجه پورې رسېدله ٠

معبدونه او بو دايي ستوپې:

 

کا بلشا هانو نه يوازې دکابل په شيو کيو، دمرنجان په غونډۍ، داسمايي غره په لمنو،بګرام او خير خانه کې معبدونه درلودل،بلکې دوی دلو ګر په سکاوند( سجاوند)، خوشي، ګرديز، غزني، دبغلان په سره کوتل،بلخ، کا پيسا،بګرام،لمپاکا( لغمان)، نګارا(ننګرهار)، هډې، پيښوراو دګند هارا دتاريخي حوزې په ټو لو سيمو کې يې معبد ونه ودان کړي ول٠ همداراز له کا بله نيولې ترغزني ،زابل، کند هار او زرنجه پورې سيمو کې يې ډېر معبدونه جوړ کړي ول٠ په بودايي دوره کې  دکابل په چکري،کمري، شيوکيو،شهدای صالحين ، دخواجه صفا دغره په لمنه کې، دمرنجان په غونډۍ ، دخزانې په غونډۍ ،تپه سلام ،او د خاک جبار سيمې ته نږدې په يخدره او سنجد دره کې هم بودايي ستو پې مو جودې وې ٠ په چکر يو دچکريو منار او سور منار هم دبو دايي عصر نه را پا تي دي٠ دغزني دشاه بهار معبد، په بګرام کې دسريکه ويهار معبد چې دشالو کيا په نا مه سره هم يا ديږي او په افغا نستان کې يې خلک دشترک معبد بولي چې چيني زيارت کوو نکی هيوان تسنګ په خپل يون ليک ( سفر نا مه)کې هم ترې يادونه کړې ده٠ همداراز دلو ګر دسګاوند(سجاوند) معبد هم يو مشهور معبد و٠

مجسمې:

د کابلشا هانو دواکمنۍ  له وخته  چې کومې مجسمې لاس ته راغلي دي دادي:

- دکابل دخير خانې مينې له کو تله دسوريا مجسمه چې دلمر رب النوعه ګڼله کيږي٠

- په ګرديز کې ددورګا او ګنيش مجسمې .

- دکابل دشمال په ٣١ کيلو مترۍ کې د شيوا او پاروتي مجسمې٠

-په ګرديز کې دبودا هغه مجسمه چې دڅملا ستلو په حال کې ليدل  کيږي٠

- دننګر هار داوښ دغونډۍ بودايي مجسمې٠

- د بغلان دسره کوتل مجسمې او ډبر ليکونه٠

 

همداراز دعربو  دجنګياليو په مقابل کې دکابل داسمايي او شير دروازې دغرونو دپا سه ددوی  هغه تدافعي ديوالونه تر نن ورځې پورې شته چې اوس د نړېدو په حال کې دي٠ که څه هم داستاد احمدعلي کهزاد په قول دغه ديوالونه ددراني احمد شاه او دهغه دزوی تيمور شاه  دواکمنيو په وختو نو کې تر ميم شوي وو،خو له بده مر غه تر هغې ورځې وروسته بيا دغو تاريخي ديوالو نو ته هيچا هم پا ملر نه نه ده کړې٠

دکابلشاهانو زوال:

دمخه تر دې چې کابلشا هان دعر بو او يعقوب ليث صفاري له لاسه ماتې وخوري نو زابلي رتبيل شاهان افغانستان ته دعربو دلښکرو او ديعقوب ليث صفاري  او دهغه دورور عمرو  ليث صفاري په رسيدو سره ډېرې جګړې وکړې څو په پای کې ديعقوب ليث صفاري له خوا په ٢٥٨ ليږديز کال کې دماتې سره مخا مخ شول٠  داستاد کهزاد په قول : کله چې يعقوب ليث صفاري په کابل کې د کابلشا هانو ديوه واکمن سامنت ديوا سره چې سکې يې دافغا نستان په سرحدي سيمو کې موندلې شوي دي  جنګيده،نو ورور يې عمرو ليث په غزني،ګرديز او لو ګر کې ددغې کورنۍ ديوه بل واکمن کلمو يا کملو سره جنګېده  ٠ ديعقوب ليث صفاري په امر په کابل کې  دکابل شا هانو دوخت مهم معبدونه او په لو ګر کې دسګاوند معبد  دهغه دورور عمروليث له خوا وران شول ٠

 همداراز کابلشاهانو هم دعربو  سره ډېرې جګړې وکړې چې بيا دوی له دې ځايه ،ګرديز،پيښور، ويهند، ټکسيلا او پنجاب ته لاړل ٠ همداراز محمود غز نوي دوی د ويهند نه چې اټک ته نږدې دی پر شا وتمبول او په ٢٩٠ ليږديز کال کې دکشمير واکمن ګوپا ورمان هم له دوی نه دسوات او مردان سيمې  ونيولې٠

 کله چې محمود غزنوي  په ٩٩٧ زيږديز کال چې د ٣٨٧ليږديز کال سره سمون خوري واکمن شو نو په هند باندې يې دبريد نيت وکړ٠ ده په١٠٠١زيږ ديزکال کې  يې دپيښور په حدودو کې دراجا جيپال سره چې دهمدې کابلشا هانو دکورنۍ پورې يې اړه درلو دله وجنګېده او هغه ته يې ماتې ورکړه٠همداراز محمود او دهغه زوی مسعود دراجا جيپال دزوی انند پال، تري لوچنپال او بهيم پال سره  هم جګړې کړي دي٠

د کا بلشا هانو او لاده تر ٤٩٠ ليږ ديز کا ل پورې په کشمير کې د شاهي پوتره( شهزاده) په نا مه دپو ځي جنرالا نو په توګه کار کاوه چې په هغو کې درودراپال ،دايداپال، کشيم پال او اننګپال نو مو نه يا دولای شو٠

 

زما ددې مقالې دليکوال په عقيده کا بلشا هان ،زابلي رتبيلشاهان او دغزني لا ويکان( لو يکان) د افغا نستان بو مي او سيدونکي بر همن هندوان وو او دوی يو له بله سره دخپلوۍ اړيکې درلودلې او ان د ارواښاد استاد عبد الحی حبيبي په قول دغزني او ګرديز لو يکانو ژبه پښتو وه ٠ او لو يکانو واکمنان د سبکتګين له لاسه  په ٣٦٥ ليږديز کال کې راوپر زيدله٠

 

کابلشا هانو دخپلې واکمنۍ په وخت کې خپل هېواد ته دقدر وړ خد متو نه کړي دي٠ دوی پوره يوه نيمه پيړۍ دعر بو پر خلاف مبارزه کړې ده چې  دکابل دښار داسمايې او شير دروازې تدافعي ديوالونه ددې خبرې غوره ثبوت  ګڼل کيږي٠

 

------------

 

ماخذونه او سر چينې:

 

١- علامه  پو هاندعبد الحی حبيبي، تاريخ مختصر افغا نستان از زمانه های قديم تا استقلال،،١٣٦٨ کابل٠

٢- استاد احمد علي کهزاد، افغا نستان  در پر تو تاريخ،١٣٤٦، کابل ٠

٣- را جا ترنګيني ، دپنډيت کلهن کشمري تاليف،د جوګيش چندرا دت تر جمه له سنسکريته په انګريزي ژبه٠

٤- علا مه عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک،١٣٨٤، پيښور٠

٥-محمد حيات خان، حيات افغاني، داردو نه په پښتو ژبه تر جمه د دکتورلطيف ياد،٢٠٠٧، پيښور٠

٦-ابوريحان البيروني، کتاب الهند٠

 

٧-http://en.wikipedia.org/wiki/Alberuni

٨-http://en.wikipedia.org/wiki/Kabul_Shahi

٩-http://jambudveep.wordpress.com/2010/09/12/kabul-shahi-the-hindu-kings-of-kabul-zabul/

عکس های مربوط به این نوشته

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۷       سال        هفتم              قوس     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         اول دسمبر ٢٠۱۱ عیسوی