کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
٢
۵ برخه
 
 

   پنډيت   ( पण्डित)

 

دکابل ناتهـ دويبپا ڼې اغلو او ښاغلو لوستونکو!

تاسو د هندو ئېزم ددې لړۍ په ترڅ کې په ٢٤ برخه کې دمندېرونو يا دهندوانو دعبادتځايونو په اړوند معلومات ولوستل٠ داځل تاسو ته دهندوانو روحانيون چې ورته پنډيتان وايي درپېژنم :

په هندوئېزم کې پنډيت يا پنډيتان يوه روحاني، سپېڅلې او د درناوي وړ ډله شمېرل کيږي چې معمولا دديني او مذهبي چارو سره سر اوکار لري٠ پنډيتان په عمومي ډول دبرهمنانو په کاسټ يا طبقې پورې اړه لري چې ديني او مذهبي پوهه لري او په ويدونو، شاسترونو پوه او دسنسکريټ او دهندو عقيدې يا ګروهې په برخه کې بشپړ او هر اړخيز معلومات لري، نو ځکه هندوان دوی ته دپنډيت جي، پو جاري جي او ګوروجي( ښوونکي) خطاب هم کوي٠

 

دهندوانو په يوه سپيڅلي کتاب چې منو شاستر يا دمنو قانون يې بولي راغلي دي چې "برهمنانو ته دغه دنده ورکړل شوې ده چې وېدونه ولولي او نورو خلکو ته هم دغه پو هه وليږدوي او دوی ته مذهبي چارې ور زده کړي٠ له همدې کبله دی چې پر ټولو خلکو باندې ددوی درناوی لازم دی ٠ "

 

پنډيتان په مندېرونو کې هم وي٠ دوی دويدونو او شاسترونو نه اشلو کونه او نظمونه هم وايي او خلک ورته غوږ نيسي٠ پنډيتان په مندېرونو کې دبګهوانا نو په وړاندې دخلکو لپاره دوعاګاني هم کوي ورکوي چې پر هغوی خپله لورېېنه وکړي او خلکو ته تعويذونه هم ورکوي٠ همداراز د غم او ښا ديو په مر اسمو کې هم شتون لري٠ پنډيتان په ودونو کې په تېره بيا دنکاح په مراسمو کې غو ښتل کيږي او ټولې نکاح ګانې دهمدوی له خوا تړل کيږي٠ همدا رازد مړينې او وېر په مراسمو کې هم پنډيتان بر خه اخلي او ګډون پکې کوي٠

 

دهندوستان په پنډيتانو کې کشميري پنډيتان دځانګړي شهرت نه بر خمن دي٠ دلته به  دځينو کشميري مشهورو پنډيتانو يادونه وکړو :

 

١- پنډيت موتي لال نهرو١٨٦١- ١٩٣١:

د هند دلو مړني صدراعظم يا لومړي وزير پنډيت جواهر لال نهرو پلار و٠ نو موړی دال انډيا کانګريس ګوند غړی او يو لوی قانو نپوه و٠

 

٢- پنډيت جواهر لال نهرو ١٨٨٢-١٩٦٤:

دهند لومړنی صدراعظم يا لومړی وزير ، دال انډيا کانګريس ګوند دلار ښوونکو او دنا پيېلو هېوادونو دغورځنګ دبنسټ ايښودونکو نه دی٠ نوموړی يو مدبر سياستپوه او دډېرو علمي اثارو خاوند دی٠

 

٣-مېرمن ايندرا ګاندهي ١٩١٧-١٩٨٤:

نو موړې دپنډيت جواهر لال نهرو لور او دهندوستان دهېواد لومړنۍ ښځينه صدراعظمه وه٠ نو موړې دال انډيا کانګريس دګوند غړې اوڅوڅو ځلې يې دغه ستره دنده تر سره کړې وه٠ نوموړې دنړۍ دلو يو سياستپو هانو دډلې نه وه٠

 

٤-ويجی لکشهمي پنډيت ١٩٠٠-١٩٩٠ :

نو موړې دپنډيت جواهر لال نهرو خور او يوه لويه سياستپو هه او ډيپلوماته وه٠ هغې دفيمينېزم، بنسټپالنې اوراسيزم په اړوند ډېر کتا بونه ليکلي دي٠نو موړې دبشر دحقوقو دتکړه فعالينو نه وه٠

 

٥-پنډيت بالاجي ناته ١٩١٦- ٢٠٠٧:

نو موړی دسنسکريټ دژبې عالم او دهند دهيماچل پراديش پو هنتون کې دسانسکريټ ژبې استاد و او دهند دجمهورئيس له خوا دخپلو علمي کارونو لپاره ستايل شوی هم و٠

 

٦- پنډيټ ګردهاري لال :

په ډهلي پوهنتون کې دفلسفې استاد دی چې دفلسفې او سائينس په برخه کې يې ډېرې جايزې هم ګټلي دي ٠

 

٧- پنډيټ لليتا :

دامريکې دمتحده ايالتونو  دويسکانسن په پوهنتون کې دانګريزي ژبې استاده او تکړه شاعره ده٠ دانګريزي کلاسيک شاعر ويليم شکسپير د ډرامو په اړوند يې  ډېر ريسر چونه او تحقيقات کړي دي٠

 

 ادامه لری....

 

 

 

با تشکر از نوشته جناب داکتر لطیف یاد، ذکر یادداشت زیرین را حتمی می پندارم:

 

واژه پندیت، به دو گونه در زبان هندی و پنجابی کار برد دارد که در ظاهر یکسان ولی در معنا از هم خیلی دور اند. هرگاه این واژه در جایگاه ی نخست نام کسی به کار آید، رتبه و مقام علمی وهنری باشد که از سوی دولت هندوستان ویا نهاد های علمی شناخته شده ی آنکشور در رابطه با گرامیداشت جایگاه ی هنری و علمی فردی پیشکش میگردد که هموزن آن در زبان فارسی استاد تواند بود، مانند پندیت جواهر لال نهرو، پندیت بیمسن چوشی، پندیت روی شنکر و استاد بسم الله خان، استاد غلام علی و هزاران دیگر.

درست است که این کلمه برای روحانیون آیین مقدس هندو به کار میرود ولی در افغانستان برین، ما همواره برای روحانیون خویش کلمه مشترک هندی و پنجابی « مشــــر» به وزن (مصر) گاه با اضافت پسوند (جی) و گاه بدون آن استفاده می کنیم که عمر دراز در زبان گویش و نوشت، دارد.

هرگاه واژه پندیت در فرجام اسم به کار رود، درین صورت، طایفه ای است که از لحاظ باورمندی پیرو آیین سیکهـ هست، که در کشمیر هندوستان، بمبی و دیگر گوشه های هندوستان زیست می دارند.

در افغانستان مقدس نیز چند خانواده از این طایفه در آستانهء گذر شوربازار زیست داشت که بعد از مهاجرت های اجباری سال 1992 دیگر نام و نشان از آنها نمانده است. گویش آنان با باشنده گان دیرینهء افغانستان یعنی هموطن هندوباورها و سیکهـ باور های مان فرق زیاد داشته است . در اجتماع ما کم سهم گرفته، بیشتر در زندگانی خود مصروف بوده اند. البته این طایفه در افغانستان، تذکره تابعیت هم داشتند.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۱۳۵       سال شـــشم           جــــدی ۱۳۸٩  خورشیدی        اول جنوری ٢٠۱۱