کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳۳ برخه   
 
 

 

هندو ئېزم او ټو لنيز جوړښت او تر کيب :

که چيرې په هندوئېزم کې ټو لنيز جوړښت تر ژورې څيړنې لا ندې ونيسو نو جوته به شي چې دغه ټو لنيز جوړښت اوپه ټو لنه کې دخلکو دبېلا بېلو طبقو رامينځ ته کېدل ويديک عصر ته رسيږي چې تاريخ پو هانو يې زمانه دعيسی مسيح  تر زېږېدو دمخه د١٥٠٠ او ١٠٠٠ کلو نو تر مينځ ښو دلې ده٠

داسې تاريخي روايتونه ډېر دي چې په پيل کې اريا ئيان يا دارين  تو کم پورې اړونده خلک په اريانا ويجه يا اريانا ورشه  کې چې مقصد يې داريا ئيانو ټا ټوبی دی اوسيدل چې تاريخپو هان دغه اريانا ويجه دامو ددرياب دواړه غاړو غرنۍ سيمې ګڼي٠ ورو سته دغه اريا ئيان د شمېر دډېروالي له کبله دېته اړ شول چې لېږد وکړي٠  دغه اريائيان په ډېرو قبيلو ويشل شوي وو٠ددغو اريا يي قبا يلو نه يې ځينې دلو يديځ خواته لاړل ٠ په دغو اريايي قبيلو کې يوه ستره قبيله چې بهارتيه  نو مېده  د ختېز لورته دانډوس يا اباسينه ورواښتل او دهند او پنجاب په ارتو ورشو ګانو کې سره خواره واره شول ٠ داسي مستند تاريخي رو ايتونه شته چې په دغه وخت کې دبهارتيه دقبيلې يا ټبر واکمن سوداس نو مېد چې ديواداسا زوی يا لمسی و٠

هغه وخت چې دغه بهارتيه ټبر ځانونه شمالي هندو ستان ته ورسول نو دهغه ځای بو مي يا اصلي خلک تور پو ستي وو چې هغوی ته يې دسيو ويل چې دهراپا د لر غوني تهذيب او تمدن سا تو نکي وو٠ دغه سپين پو ستو ار يا ئيانو پر دغو بومي تو ر پو ستکو باندې ځانونه لوړ ګڼل٠ دغو بو مي خلکو ته چې وروسته دهند دشمالي بر خونه دهند جنو بي بر خو ته وشړل شول ډراويډين هم وايي٠

دريګويدا په سپيڅلو متو نو کې ددغو سپين پو ستو اريا ئيانو او دسيو تر مينځ دجګړو اونښتو بشپړ تفصيلات راغلي دي چې ايندرا دجګړې رب النوعه او ماروت دباد رب النوعه په څه ډول ددغو دسيو خلکو سره جګړې کولې او دوی يې په څه ډول په تالنده او بر ېښنا سره تباه او بر باد کړل او ددوی دکر نې ځمکې او ورشو ګانې او پټي سپين پو ستو ترې په زور ونيول او دوی يې پر شا وتمبول٠

ددغو سپين پو ستو ار يا ئيا نو او تور پو ستو دسيو تر مينځ دجګړو په پا يله کې دپوست او رنګ بيلتون را مينځ ته شو او هغه وخت چې سپين پو ستو اريا ئيانو د هند ارتې ځمکې او ورشو ګانې خپلې کړې نو په دغه وخت کې دهند خلک پر څلورو ډلو با ندې وويشل شول چې دې  وېش ته په انګريزي ژبه کې کاسټ وايي او په سنسکرېت کې يې وارنا يا رنګ بولي٠

درنګ او نسل د ويش په  اړوند دلسم ويد په ٩٠ بر خه کې چې پوروش يې بو لي ددغو څلورو کا سټو نو يا دونه پکې شوې ده ٠ دخلکو دغه څلور ډلې بر همن، کشتري، ويسيا او شودرا دي چې اچهوت يې هم بولي٠

اوس ددغو څلور ډلولنډه شانته پېژندنه به ګر انو لو ستو نکو ته بې ګټې نه وي٠

١- برهمن :

په هندومت يا هندو ئېزم کې بر همن ځکه سپيڅلي او مقدس ګڼل شوي دي چې دوی ديني او مذهبي چارې پر مخ بيايي او په ټو لنه کې روحانيون او پنډتان دي ٠ د هندو ئېزم دعقيدې پر بنسټ بر همن له خولې پيدا شوی دی نو ځکه خوله دبدن پر ټو لو غړو باندې ځانګړی امتياز لري ٠

د هند مشهور لر غونی قانو نپوه منو چې دده قانون دمنو دقانون يا منو سمريتي او يا هم دمنو شاستر په نامه يا ديږي دبر همنانو دندې داسې ښيي :

"خدای بر همنانو ته دغه لاندينۍ دندې ټا کلي دي: دويدونو ويل او پر نورو خلکو باندې دهغو لو ستل،ځان او نورو ته نذرانه يا قر باني کول، خيرات ټولول او ورکول٠ بر همن چې وزيږي د ټو لو مخلو قا تو خاوند دی او په نړۍ کې تر ټولو ددرناوي خاوند دی٠ ددين دخزانو ساتونکی هم دغه بر همن دی٠ بر همن دخپل مقام او نسب دلوړتيا په وجه د هر څه مستحق دی٠ که بر همن دلسو کلونو وي او کشتري دسلو کلو نو، بيا هم پر کشتري دده درناوی او عزت لازم دی".

دغه بر همنان اوروحانيون په ويدونو او شاسترونو پوه او دسنسکرېت د مذهبي کتابو نو په لو ستلو کې ځانګړی مهارت لري ٠ دبرهمن دډلې پنډيتان په مندېرونو او عباد تځا يو نو کې دبګهوانانو په وړاندې دخلکو لپاره دوعا ګانې کوي او له بګهوانانو غواړي چې دخلکو ناروغۍاو ستونزې لېرې کړي او پر هغوی با ندې خپله لو رېينه وکړي٠ همداراز دبر همنانو رو حاني ډله دخلکو دښادۍ او غم په مر اسمو کې هم ونډه اخلي٠ دوی نکاح ګانې تړي٠ په پښتو ژبه کې دبرم يا جلال او عزت کلمه هم ښايې دهمدې بر همن دکلمې نه اخيستل شوي وي چې مانا يې دلوړ موقف او په ټو لنه کې دعزت او درناوي خا وندان دي٠

٢-کشتري:

دغه طبقه په ويدونو کې دکشتري او چهتري په نومونو سر ه راغلي دي ٠ دمنو په قانون يا منو شاستر کې د کشتر يانو دندې داسې ټا کل شوي دي :

" کشتري ته حکم وشو چې دخلکو سا تنه وکړي، انعام او بخشش ورکړي، قر باني وکړي، ويدونه ولو لي او له شهرت پر ستۍ نه ځان وسا تي "

کشتريان تر بر همنانو وروسته دويمه واک لر ونکې ډله وه چې واکمنان او پا چايان له همدې ډلې نه راوتلي وو٠ دوی عموما سياسي خلک وو٠ دوی پو ځي چارې پر مخ بيولې چې د ملک او هېواد سا تنه وکړي او دلوړو لوړو امتيا زاتو در لودونکي ول ٠ کشتر يان په عمومي تو ګه زړور خلک ول٠ دوی په جګړه کې زړور ول او په جګړو کې يې تيښته دځان لپاره عار او شر م باله٠

علامه ابو ريحان البيروني په خپل مشهور اثر کتاب الهند کې دکشتر يانو په اړوند داسي ليکلي دي:

"د کشتري لپاره برم يو ضروري کار دی٠ خلک بايد ورنه وډار شي٠ کشتري بايدزړور، غښتلی، دزغم خاوند، پياوړی ، ژبور او سر ښندونکی وي٠"

٣- ويسيا:

دويسيا نوم په ويدي متو نو کې دويسيا او ويشيا په بڼو هم راغلی دی٠ منو په خپل کتاب منو شا ستر يا دمنو قانون کې دو يسيا په اړوند د اسي ليکلي دي :

" ويسيا بايد غلې دانې وساتي ، انعام ورکړي، قربانۍ وکړي، ويدونه ولولي، سوداګري وکړي، پور ورکړي، کرنه او زراعت ددوی دنده ده."

ويسيا په عمو مي ډول دکرنې، سوداګرۍ، غلو دانو او رمو دندې تر سر ه کولې ٠ دغه خلک دکر نې او زراعت په لارو چارو پوه ول٠ تخمونه يې پيژندل٠د ښو او بدو ځمکو پيژندنه او داجورې او مزد اندازه ددوی دنده ګڼل کېدله٠ داخلکو دپېريدلو او پلورلو کارونه ، دوزنو نو دټا کلو ،دغلودانو، فلزاتو، ټو کرانو پلورلو او دوکاندارۍ چارې سر ته رسولې٠ دوی دسو داګرۍ دکارونو دسرته رسو لو لپاره په څو ژبو پو هېدل ٠ دوی دجنګي او عسکري دندو دسر ته رسو لو نه معاف ول او دبيا رغاونې ټولې چارې همدوی ته سپارلې شوې وې٠

٤- شودرا:

د اطبقه دټو لنيز جوړښت پر بنسټ ښکته او ټيټه ګڼله کيدله نو دوی ته به اچهوت  يا نجس او پليدهم ويل کېدل ٠

بر همنانو، کشتريانواو ويسيا دغه طبقه خپل سيالان نه ګڼل٠ دوی معمولا لاند ينۍ دندې تر سر ه کولې: موچيتوب، دوبي توب، دټو کر يو جوړول، کلالي، جولا توب، ندافي، دناولو ويالو پاکول، ډمتوب او نورې معمولي دندې٠

په منو شاستر کې راغلي دي:" شودرا بل هيڅ کار نلري پرته له دې چې دنورو خدمت او چو پړ وکړي."

ددې لپاره چې شودرا غير اريايي خلک ول نو د ټو لنې پا تې درو ګو نو طبقو دوی خپل سيالان نه ګڼل او له دوی نه به يې کر که کو له او دوی ته به يې داچهوت او نجس خطاب کاوه.ددوی د خويندو او لو ڼو سره چا واده نه کاوه او نه به يې خپلې لو ڼې او خو يندې دوی ته ورکولې٠ همداراز په ټو لو ټو لنيزو چارو کې دوی يو وروسته پاتې او پسمانده طبقه ګڼل کيد له او دټو لو ټو لنيزو مزاياوو نه بې بر خې ول٠

په پښتو ژبه کې د شودرا کلمه اوس هم ژوندۍ ده اد بې تهذيبه، نا پو هه او بې عقل سړي ته سوډر وايې٠

له نيکه مر غه دکا سټ دد غه طبقاتي او ظا لمانه سيسټم په وړاندې دهندو مذهب نو مياليو ريفو رمستانو له ډېرې پخوانه مبارزې کړي دي٠ دبيلګې په تو ګه په منځنيو پيړ يو کې دبهکتي دمذهبي غو رځنګ  او په شلمې او يو ويشتمې پيړيو کې دهند ستر لار ښود مهنداس کرم چند ګاند هي چې په هند کې ورته ګاندهي جي او دمها تما يا دستر روح لقب ور کړل شوی دی د شودرا طبقه دهريجن په نا مه سره نو مو لې ده يعنې دخدای سو غات ٠

همدارازنورو مشهورو هندي ريفور مستانو هم دکا سټ د ظا لمانه سيسټم پر خلاف مبارزې کړي دي چې موږ يې دځينو نو مو نه په لاندې ډول يا دوو:

اچاريا وينو با بهاوي، بابا امتي،ايشور چندرا ويد يا ساګر،جيو تيبا پهولي،دکتور بي٠ار٠ امبيډ کر، مادر تر يسا،راجا من موهن رای، سري رام کريشنا پارم هنسا، شاهو چيترپا تي، سوامي ديا نند، سرا سوتي او سوامي واويکا نندا٠ همداراز ډېر و نورو ټو لنيزو سازمانو هم دکاسټ د ناوړه ټو لنيز سيسټم پر خلاف مبارزې کړي دي ٠

دهند تر خپلواکۍ وروسته دهندو ستان په اسا سي په ١٩٥٠زېږدېز کال کې دهندو ستان  اساسي  قانون د کاسټ سيسټم رسما لغوه کړ٠

 

یادداشت کابل ناتهـ

 

در آیات گیتای مقدس، ایجاد چهار قشر اجتماعی براساس وظایف و مکلیفت های اجتماعی و اقتصادی و شهروندی  بیان گردیده. ولی پسانها انسان های تنگنظر و استفاده جو، از تقسیمات وظایف، استفاده های نادرست و غیر انسانی به عمل آوردند که ناگزیر دانشمندان و فعالان اجتماعی در مقابل آن قد علم کردند.

جامعه هندوباور در افغانستان مقدس هرچهار قشر اجتماعی را  داراست که بدون کدامی فرق و سوء استفاده از یکدیگر برادرانه باهم زندگی داشته اند.

----------------------------------------------

ماخذونه او سر چينې :

١-http://www.culturalindia.net/reformers/index.html

٢-کيمبريج هيسټري اف انډيا،لومړی ټوک،٥١ مخ٠

٣-ويديک انډيا،٢١٧ مخ٠

٤- کتاب الهند،دعلامه ابو ريحان البيروني اثر،لومړی ټوک ،١٣٠ مخ ٠

٥-http://en.wikipedia.org/wiki/Caste_system_in_India

٦-http://www.hinduwebsite.com/hinduism/h_caste.asp

٧-http://www.csuchico.edu/~cheinz/syllabi/asst001/spring98/india.htm

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۳       سال        هفتم                ثــــور       ۱۳۸٩  خورشیدی                     می ٢٠۱۱