کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
۳۸ برخه        
 
 

هندو واکمنان

 

 ٥- د پالا دکورنۍ واکمني :

 

د پالا دکورنۍ امپراتوري دهند او په تېره بيا دبينګال او بيهار دايالتونو په تاريخ کې يو ه مشهوره امپر اتوري ګڼله کيږي چې د٧٥٠ زېږديز کال نه يې تر ١١٧٤ زېږديز پورې يې واکمني چلو لې ده ٠ دا واکمني په بينګال دسا سا نکا تر مړيني ورو سته  دچارو واګې په لاس کې ونيولې او داتمې عيسوي پېړۍ نه يې تر دولسمې عيسوي پېړۍ پورې پر بينګال او بيهار واکمني کړې ده٠

د پالا کورنۍ له اره يوه بو دايي کورنۍ وه٠ دپا لا دکورنۍ دواکمنۍ پلاز مېينه دپا ټالي پو ترا يا او سنۍ پټنې ښار او ګور و چې دهند دختيز بينګال په ايالت کې پروت دی٠ دپالا دکورنۍ دواکمنۍ په وخت کې پالي، سنسکريت او پرکريت ژبې مروجې وې او خلکو دبو دېزم او هندو ئېزم دګروهو لما نځنه کوله٠ د پالا په کورنۍ کې نولس تنه واکمنان تېر شوي دي چې نو مو نه يې په لاندې ډول سره درپېژندل کيږي:

 

١- ګو پالا:

 

ګو پالا په اصل کې دبينګال دپا لا دکورنۍ بنسټ ايښو دونکی او لو مړنی واکمن دی ٠ده  د٧٥٠ زېږديز نه يې تر ٧٨١ زېږديز کاله پورې واکمني کړې ده٠ دپالا د کلمې مانا ساتو نکی او ژغورونکی دی چې دغه کلمه دپالا د امپراتورۍ دواکمنانو او پا چاهانو د نو مو نو په پای کې کارول شوې ده٠

د تاريخي روايتونو پر بنسټ ګوپالا دبينګال لو مړنی بو دايي واکمن و چې په ٧٥٠ زېږديز کال کې دخلکو د خوښې سره سم واکمنۍ ته ورسېد، ځکه چې په هغه وخت کې په بينګال کې سياسي او ټو لنېزه وضعه ډېره کړ کيچنه او خرابه وه، ځکه چې دګودا دسيمې دمشهور واکمن سا سا نکا تر مړينې وروسته يو ډول انارشي او ګډوډي رامينځ ته شوې وه٠ ګو پالا پوره ٢٠ کلونه واکمني وکړه او تر هغه ورو سته يې زوی  درهم پالا دپالا دکورنۍ د واکمنۍ پر ګدۍ ډډه ولګو له او په شمالي هندو ستان او په تېره بيا بينګال کې يې يوه پياوړې او غښتلې واکمني رامينځ ته کړه٠

 

٢- دهرم پالا:

 

نو موړی دګو پالا زوی او دپالا دکورنۍ دويم واکمن تېر شوی دی٠ نو موړي په ٧٧٠ زېږديز کال کې واکمني تر لا سه کړه او تر ٨١٠ زېږديز کاله پورې واکمن و٠ د دهرم پالا په وخت کې د مالوا او را جپو تانه دګور جارا پراتيهارا وو او همداراز دد کن دراشتراکوټاوو پر خلاف جګړې تر سره شوې٠ نو موړي دقنوج دپراتيهاراوو واکمن ايندرا راجا ته ماتې ورکړه او دهغه پر ځای يې چکرا يودها دقنوج پر تخت کښيناوه٠

دهر م پا لاپر بينګال، بيهار او قنوج باندې بشپړ کنټرول درلوداو مادرا، کمبوجا، ګند هارا، راجپو تا نه، مالوه او برار يې تر نفوذ لا ندې سيمې ګڼلې کيدلې٠

دهرم پالا ډېر پياوړی پو ځي ځواک درلود٠ هغه دبو دېزم پيرو و٠  نو موړي دنا ليندا د پو هنتون  تر څنګ چې د ګو پتا  دواکمنۍ په عصر کې په بيهار کې جوړ شوی و دويکرام شيلا پو هنتون دبيهار په بها ګلپور کې جوړ کړ ٠ همداراز يې په بينګال او مګهد کې يې ډېر بو ديسټ ټيمپلونه او ستو پې جوړې کړې٠

دويکرام شيلا په پو هنتون کې نه يوازې داچې دبو ديزم تدريس کېده، بلکې نورعلوم لکه فلسفه، ګرامر، ميتا فزيک او هندي منطق هم تدريس کېده٠

دهرم پا لا پوره ٤٠ کلونه حکومت وکړ او تر هغه وروسته يې زوی دېو پا لا په ٨١٠ زېږديز کال کې واکمني تر لاسه کړه٠

 

٣-دېو پالا:

 

نو موړی دپالا دکورنۍ دريم واکمن و چې په ٨١٠ زيږديز کال کې  دواکمنۍ پر ګدۍ کښيناست ٠ څر نګه چې هغه دخپل پلار دواکمنۍ په وخت کې پو ځي فنون زده کړي ول نو د خپلې امپر اتورۍ د سيمو دپر اختيالپاره يې په يو شمېر پو ځي ير غلو نولاس پورې کړ او دکابل دوادۍ دکمبو جيانو،دکن ،اسام،هونانواو ګورجاراپراتيهارانو او ډراويډ يانو پر خلاف جګړې وکړې٠

دتاريخي مستندو روايتونو پر بنسټ ديو پا لا دپا لا دواکمنۍ دريم واکمن دناګاراهارا يا اوسني ننګر هار دسيمې يو  پوه او عالم وېرا ديوا سره نږ دې اړيکې درلودلې او هغه يې دبيهار دنا ليندا دپو هنتون مشر ټا کلی و٠ لنډه داچې د دهرم پالا او ديو پالا دواکمنۍ دورې ډېرې ځلانده او رو ښا نه دورې ګڼل کيږي٠

 

٤- مهيندرا پال:

 

نو موړی دپا لا دکورنۍ څلورم واکمن دی چې دخپل پلار پر ځای يې دواکمنۍ پر ګدۍ تکيه وکړه ٠ تر ده وروسته دده د کورنۍد يو بل تن نږدې خپلوانو نه چې ويګر اها پا لا نو ميد پا چا شو٠

 

٥لومړنی ويګراها پالا:

 

نو موړی دپالا دامپر اتورۍ پنځم واکمن و٠   لو مړنیويګرا ها پالا ددهرم پالا د کو چني ورور واکا پا يا لمسی او دجيا پا لا زوی و٠ هغه يو کال واکمني وکړه او بيا يې زوی نرايا نا پا لا واکمن شو٠

 

٦-نر ايانا پالا:

 

نو موړی په ٨٥٥ زېږديز کال کې واکمنۍ ته ورسيد او دپالا دکورنۍ شپږم واکمن و چې په بيهار او بينګال يې واکمني چلو لې ده٠ دبيهار دګيا ټيمپل حک شوي ليکونه، دبهاګلپور په مسي غاب کې حک شوي ليکونه او دبادال په ستنه کې حک شوي ليکونه دنرايانا پالا په اړوند معلومات موږ ته په لاس کې راکړي دي٠

 

٧- راجيا پالا:

 

د پالا دکورنۍ اووم واکمن تېر شوی دی چې دخپل پلار پر ځای پر تخت کښيناست٠ نوموړي ٣٢ کلونه واکمني وکړه چې تر هغه ورو سته يې زوی دويم ګو پال پا چا شو٠

٨-دويم ګو پالا:

دپالا دکورنۍ اتم واکمن و چې ٢٠ کلونه يې واکمني وکړه٠ تر ده ورو سته دواکمنۍ دچارو واګې دويم ويګرا ها پا لا ته په لاس ورغلې٠

 

٩- دويم ويګراها پالا:

 

تردويم ګوپالا و روسته دو اکمنۍ پر ګدۍ کښيناست او ٢٢ کلونه يې دواکمنۍ دچارو په سمبالولو تيرې کړې٠ ترده وروسته د چارو واګې لومړي مهي پالا ته په لاس ورغلې٠

 

١٠- لومړنی مهيپالا:

 

نو موړي په ٩٥٥ زيږديز کال کې دچارو واګې په لاس کې ونيولې او تر ١٠٤٣ کاله پورې واکمن و٠ کله چې د١٠٢١ او ١٠٢٤ زيږديزو کلو نو تر مينځ راجيندرا کولا پر بينګال بريد وکړ نو دی ور سره وجنګيد٠ داسي ويل کيږي چې نو موړی ډېر ښه شاعر هم و٠

 

١١- نيا پالا:

 

نو موړی دپالا دکو رنۍ يوولسم واکمن تېر شوی دی٠ نو موړی  په ١٠٣٨ زيږديز کال کې واکمن شو او تر ١٠٥٥ کاله پورې يې پر بيهارا و بينګال باندې واکمني وکړه٠

١٢-دريم ويګراها پالا:

نو موړی دپالا دکورنۍ دولسم واکمن و چې ١٥ کلونه يې واکمني کړې ده٠

 

١٣- دويم مهيپالا:

دويم مهيپالا ٥ کلو نه واکمني وکړه٠نوموړی دپالا دکورنۍ ديارلسم واکمن تېر شوی دی٠

١٤دويم  شورا پا لا:

 

په  ١٠٧٥ زېږديزکال کې يې دچارو واګې په لاس کې ونيولې او تر ١٠٧٧ زېږديز کاله پورې واکمن و٠

١٥- راما پالا:

 

د پا لا دکورنۍ پنځلسم واکمن و٠ نو موړی ددويم شورا پالا پر ځای واکمن شواو ٥٣ کلونه واکمني يې وکړه٠ دی دپالا دکورنۍ دسترو واکمنانو له ډلې شمېرل کږي چې دپالا دامپراتورۍ شان او شو کت يې بيا راژوندی کړ٠

نو موړي دوريندرا له يا غيانو سره وجنګيد هغوی يې وټکول او دخپلې واکمنۍ لمنه يې تر  کاما روپا( اسام) او اوړيسا پورې وغزوله٠ تر ده ورو سته کمارا پا لا واکمن شو٠

 

١٦- کمارا پالا:

 

د پالا دکورنۍ شپا ړسم و چې لس کاله يې واکمني وکړه، خو دده دواکمنۍ په وخت کې کورنۍ لا نجې او شخړې او الې ګو لې رامينځ ته شوې٠ ترده ورو سته درېيم ګو پالا پر تخت کښيناست٠

 

١٧- دريم ګو پالا:

 

د پالا دواکمنۍ اووه لسم واکمن دی٠ ده څلور کلو نه واکمني وکړه او تر هغه ورو سته مدانا ګو پالا دچارو واګې په لاس کې واخيستلې٠

 

١٨-مدانا پالا:

د پالا دکورنۍ اتلسم واکمن ګڼل کيږي چې اتلس کاله واکمني يې هم وکړه٠ تر هغه ورو سته ګو ويندا دچارو واګې په لاس کې ونيولې٠

 

١٩-ګوويندا پالا:

نو موړی د پالا دکورنۍ وروستنی واکمن و٠

 

دپالا دکورنۍ واکمنۍ ته يوه ځغلنده کتنه:

د پالا دکورنۍ واکمني په بينګال کې دساسانکا تر مړينې وروسته رامينځ ته شوه چې داتمې عيسوي پېړۍ نه يې تر دولسې عيسوي پيړۍ پورې  په بينګال او بيهار با ندې واکمني وچلوله٠ دپالا دواکمنۍ ډول ياطرز شاهي و چې ټو لواک په مطلقه تو ګه ټولې چارې اداره کولې٠ دپالا امپراتوري په ډېرو ولا يتونو او ولسواليو باندې ويشلې شوې وه٠

د پالا دامپراتورۍ ټول واکمنان دبو دهيزم دګروهې پيروان ول٠ همداراز هندو ئېزم هم ددوی دواکمنۍ په وخت کې يو عمده مذهب ګڼل کېده٠ د پا لا دواکمنۍ په وخت کې يو منظم پوځ شته والی درلود او هم ټيکسونه او ما ليات  په منظمه تو ګه را ټولېدل٠ که څه هم دتو ليد ډول پر فيو ډالي منا سبا تو ولاړو او خوار بز ګران د ځمکه والو تر شديد فشار لاندې شپې او رځې تيرولې ، خو دکرنې او اوبو لګو لو سيسټم ته پا ملر نه کېدله٠ د نورو ګاونډيو هيوادونو سره دسوداګرۍ راکړه ورکړه هم وه٠ د پالا دواکمنۍ په وخت کې علم او پو هې ته هم پا ملر نه کېدله ٠

 

ماخذونه او سر چينې:

١-http://www.indianetzone.com/23/the_pala_period.htm

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Pala_Empire

٣-http://www.lotussculpture.com/pala.htm

٤-http://www.britannica.com/EBchecked/topic/438963/Pala-dynasty

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱٤۸   سال        هفتم               سرطان/اسد       ۱۳۸٩  خورشیدی                شانزدهم جولای ٢٠۱۱