کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤٢ برخه

دکتور لطيف ياد  
 
 

 هندو واکمنان:

 ١٠- دپالا وا دکورنۍ واکمني:

دپالاوا کورنۍ له اره دجنوبي هندو ستان دتاميليانو يوه کورنۍ وه چې دتا ميل ناډو په شمال او داند هراپراديش په جنوبي بر خې باندې يې واکمني چلوله٠ ددوی پلا زميېنه دکانچي پورم ښارو چې دڅلورمې زيږ ديزې پيړۍ نه يې تر نهمې زيږديزې پيړۍ پورې يې پوره ٥٠٠ کلونه واکمني کړې ده٠

د پالاوا کورنۍ هغه وخت دهند په جنوب کې سياسي واک او ځواک تر لاسه کړ چې دايندهرا پر اديش دستا واهانا دکورنۍ او دتا ميل نډو دکولا کو رنۍ سياسي ځواک مخ په ځوړتيا شو٠ دپالاوا کورنۍ هغه وخت دخپل ځواک لوړو پو ړيو ته ورسېده چې د لومړي مهيندرا ورمان ٥٧١-٦٣٠ زيږديز او لومړي نارا سيمها ورمان ٦٣٠-٦٣٨ زيږديز په څېر واکمنان يې درلودل٠

 له تاريخي پلوه د پا لا وا د کورنۍ واکمنان په دوو بېلا بيلو دورو پورې اړه لري چې يوه ته يې لومړني پالاوا وايې چې په هغو کې ځينې مشهور واکمنان لکه لومړی سکندا ورمان، څلورم سيمها ورمان او نندي ورمان يې ډېر مشهور دي او دويم يې دوروستي دور دواکمنانو په نا مه يا ديږي ٠ دپا لا دوروستي دور واکمنان دادي:

١-سيمها ويشنو٥٥٥-٥٩٠زيږديز

٢- لو مړی مهيندرا ورمان ٥٩٠- ٦٣٠زيږديز

٣-لومړی نر سيمها ورمان ٦٣٠- ٦٦٨زيږ ديز

٤- دويم مهيندرا ورمان ٦٦٨- ٦٧٢ زيږديز

٥-لو مړی پراميس وارا ورما ٦٧٢-٧٠٠ زيږ ديز

٦-دويم نارا سيمها ور ما ٧٠٠- ٧٢٦ زيږ ديز

٧-دويم پا را ميس وارا ورما ٧٠٥-٧١٠ زيږ ديز

٨- دويم نندي ورما ٧٣٢-٧٩٦ زيږ ديز

٩-تهاندي ورما٧٧٥-٨٢٥ زيږ ديز

١٠- دريم نندي ورما ٨٢٥- ٨٦٩ زيږ ديز

١١- اپارا جيتا ورما ٨٨٩-٩٠١ زيږ ديز

دپالاوا دکورنۍ واکمنان دهندو ئېزم دګر وهې او عقيدې پيروان ول او بر همنان يې ډېر سپيڅلي خلک ګڼل، له همدې کبله يې دوی ته ډېرې ځمکې دسو غات په تو ګه ورکړې، خو ځينو يې دويدي عصر د مذ هبي رسو ماتو پيروي کوله، خو ددغې کورنۍ واکمنانو په مجموع کې ډېر مذهبي زغم درلود او دنورو مذ هبو نو پير وانو ته يې هم ددرناوي په ستر ګه کتل٠ هغه وخت چې چينا يي بو دايي راهب خوانزانګ دلو مړي نا را سيمها ورمان دواکمنۍ په وخت کې د کا نچي پورم ښار ته ورغلی ونو ويې ليدل چې په هغه وخت کې دبو دايي مذهب ١٠٠ معبدو نه مو جود ول٠

همداراز دپالاوا دواکمنۍ په وخت کې دمعمارۍ او مهندسۍ هنر ډېر پر مختګ وکړاو ډېر معبدونه ودان شول چې زياتره يې دتيږو او ډبرو نه جوړ شوي وو٠ له دغو معبدونو نه چې دپالاوا دکورنۍ دواکمنۍ په وخت کې جوړ شوی دی يو هم په مهابالي پورم کې دی چې په ٦٧٤ زيږديز کال کې جوړ شوی دی ٠ همداراز يو بل معبد چې دکيلاس نات په نا مه يا ديږي په کانچي پورم کې دی چې په ٧٠٠ زيږ ديز کال کې جوړ شوی دی٠

همداراز دپالاوا دواکمنۍ په وخت کې د ارټ، مو سيقي،نڅااو نقا شي هنرونو ډېر پر مختګ وکړ٠ دپالاوا دواکمنۍ په وخت کې د برهمنانو يا روحانيونو او کشيترا يا جنګياليو طبقو ډېر مهم رول درلود٠ معابد او عبا دتځا يو نه نه يوازې دعبادت او لما نځنې لپاره کارول کېدل بلکې دمعابدو نه د خلکوديو ځای کيدو او دځينو نورو مهمو مسا يلو په اړوند هم ګټه اخيستله کېدله٠

همداراز د پا لا وا د واکمنۍ په وخت کې د چا لو کيا د کو رنۍ دواکمنا نو سر ه هم ډېرې جګړې شوي دي٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه او سر چينې:

 

 

١-http://en.wikipedia.org/wiki/Pallava_dynasty

٢-http://www.indianetzone.com/3/the_pallava_dynasty.htm

٣-http://www.talktalk.co.uk/reference/encyclopaedia/hutchinson/m0038470.html

٤-http://www.iloveindia.com/history/ancient-india/pallavas.html

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵٢       سال        هفتم              سنبله/میزان     ۱۳٩٠     خورشیدی               ۱۶ سپتمبر ٢٠۱۱