کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

٤٠

 

٤۱

 

٤٢

 

٤٤

 

٤۵

 

٤۶

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندو مت)

٤۷ برخه
دکتور لطيف ياد       
 
 

 

دهندوانو لر غو ني ښارونه:

هراپه :

د سند دوادۍ د تهذيب د مهمو مر کزونو نه   يو مهم مرکز هراپه يا هړ په دی  چې دننني پا کستان دپنجاب ايالت دسا ئيوال جنوب لويديز په ٣٥ کيلو مټرۍ کې پروت دی ٠ د مستندو تاريخي  روايتو نو پر بنسټ دغه ښار دبرونز دعصر او پېر پورې اړه لري ٠

دهراپه ښار يادونه دهندوانو په لر غونو سپيڅلو کتا بو نو او له هغې جملې  نه په ريګويداکې هم شوې ده٠ دغه تهذيب دمصر ،بين النهرين او چين دتمدن او تهذيب په څېر ځلانده و او لر غو نتوب يې د عيسی مسيح تر زيږېدو٣٣٠٠ کلونه  وړاندې اټکل شوی چې بيا دغه ځلانده مد نيت د عيسی مسيح تر زيږيدو ١٦٠٠ کاله دمخه پورې دوام ومو ند٠

داسې رو ايتو نه او مستند شواهد شته چې د هر اپه ښار  دپلان پر بنسټ ودان شوی ښار و چې پکې ويالې ، دکانا ليزيشن سيسټمونه ، منظم واټونه،داوبو دڅکلو سيسټم، حما مونه، دغلو دانو ګو دا مونه،لويې څاه ګانې او دفا عي بر جو نو شته والی درلود او ويل کيږي چې په دغه ښار کې د٥٠٠٠٠ تنو په شا او خواکې خلک او سيدل٠ ددغه  ښار کنډرونه او خښتې  په ١٨٩٠ زيږ ديز کال کې هغه وخت وليدل شوې کله چې انګر ېزانو دهند په نيمه وچې باندې حکو مت کاوه او هغه وخت چې دملتان- لا هور داورګاډي پټلۍ غځولې کيدلې اوټيکه دارانو يې خښتې ددغه پټلۍ لپاره کارولې٠ وروسته بيا ديوې ډلې لر غون پو هانو له خوا دغه خښتې تر مطا لعې لاندې ونيولې شوې او په ١٩٢٠ زېږ ديز کال دوی ته دا پته ولګېد له چې دلته يو ستر مد نيت او تهذيب تير شوی دی او دا دسند دوادۍ دتهذيب د يو مهم مر کز دهراپه دښار خښتې وې چې دوی د اور ګاډي دپټلۍ په غځولو کې ترې ګټه اخيستلې وه٠

 که څه هم د١٩٢٠ کال نه دمخه يعنې په ١٨٥٦ زېږديز کال کې  د لر غو نو اثارو انګر يزي ما هر سر الکزينډر کننګهم دهراپه په ځينو بر خو کې کيندنې وکړې ،خو تر هغې ورو سته دا  کيندنې پوره ٦٤ کلو نه په ټپه ولاړې وې،څو چې په ١٩٢٠ زيږ ديز کال انګرېزانو هراپه په خپل کنټرول کې راووست او بيا په ١٩٢١ زيږ ديز کال کې دکيندنو چارې پکې پيل شوې او د١٩٣٤ زيږ ديز کاله پورې يې دوام وموند٠

ددغو کيند نو په پا يله کې يو داسې هدېره ومو ندل شوه چې دانسان دقد بر ابر خټين لو ښي پکې ښخ شوي وو او په دغوخټينو لو ښو کې دانسا نانو اسکليټونه وو او هم په دغو خټينو لو ښو کې د مړو سره نور شيان هم ايښودل شوي وو٠ همداراز ددې ښار دوه ديوالونه چې يو يې  د شمال نه جنوب ته  د١٤٥٠ فو ټو په او ږدوالي او بل يې دختيز نه لو يد يز ته د ٨٠٠  فو ټو په اوږدوالي سره وو دکيندنو په پا يله کې ومو ندل شول٠ همداراز دهر اپې ښار نه ګرد چا پيره خندق هم کيندل شوی واو يوه داسې لو يه څاه هم پکې ومو ندله شوه چې ګرد چا پېره ترې چو ترې جوړې شوې وې٠

همداراز دکيندنو په نتيجه کې بيلا بيل لو ښي، ترازو، يا قوت ، مر جان، دمسو او ډبرو نه جوړ شوي مهرونه،دبيلا بيلو ځنارو دډبر و نه جوړې شوې مجسمې او يو داسې مهر موندل شوی چې دپړانګ عکس لري اود ډول وهلو په حال کې ليدل کيږي اوو يل کيږي چې دغه مهر دعيسی مسيح تر زيږېدو٢٤٠٠ کاله وړاندې جوړ شوی دی٠

وروسته بيادهرا پې دکيندلو چارې دامر يکا يانو ديوه لر غون پيژ ندونکي ټيم له خوا پر مخ بيول کيدلې چې مشري يې ډاکټر جو ناتهن او ډاکټر ريچرډ ميډو ته ور په غاړه وې  چې د١٩٨٦نه تر١٩٩٢ پورې يې ډېر لر غوي اثار وموندل ٠ دډاکټر جوناتهن تر مړ ينې وروسته هم دغه د کيندنې چارې دډاکټر ريچرډ ميډو له خوا تر٢٠٠١ کال دسپټامبر تر يوولسمې پورې دوام درلود چې بيا تر هغه وروسته تر اوسه پورې يې دکيندلو چارې په ټپه ولاړې

 دي٠

د لر غون پيژ ندونکو دڅيړ نو له مخې  د سند دوادۍ تهذيب نه يوازې دهمدې وادۍ په خلکو خپله اغيزه وښيندله، بلکې دغه تهذيب پر شمالي هندوستان، کشمير، پنجاب ،اتهرا پرديش، دراجستهان پر شمالي بر خو او ان تر ګو جراته پورې هم ورسيد او خپلې اغيزې يې پري وښندلې٠

 دتاريخي مستندو روايتونو له مخې د سند دوادۍ خلکو په هغه وخت کې د نورو مد نيتونو لکه سومر يا نو، با بليانو او اثوريانو سره سوداګريزې راکړې ورکړې او اړيکي درلودل٠

لنډه داچې دهراپې يا هړپه ښار دهندوستان يو لر غونی او پر مختللی ښار و چې دنن ورځې لر غون پو هان ورته دحيرت ګو تې په غاښ کې ايښې دي چې په څه ډول ٣٣٠٠ کلونه وړاندې يو داسې د پلان له مخې يو جوړ شوی ښار درلود٠

 

 عکس های مربوط به این نوشته

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه او سر چينې:

١http://en.wikipedia.org/wiki/Harappa

٢http://www.harappa.com/

٣http://ur.wikipedia.org/wiki/%DB%81%DA%91%D9%BE%DB%81

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۵۸       سال        هفتم              قوس/جدی     ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         ۱۶ دسمبر ٢٠۱۱ عیسوی