کابل ناتهـ، Kabulnath


 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)  

دکتور لطيف ياد
٢٩ برخه
 
 

هندوئېزم ( هندومت

  ٢٩ بر خه

 

 د بکهتي غورځنګ

 

भक्ति आन्दोलन

 

دبکهتي غورځنګ په هندو ئېزم کې يوداسي غورځنګ دی چې بنسټ يې په تو حيد او يووالي او دخدای سره  په مينې او هغه ته دځان په وقفولو ولاړدی٠ دبکهتي کلمه له اره د يوه سنسکريت کلمې نه چې بهاج نو ميږي اخيستل شوې ده چې چوپړ، درناوي، مينې او ځان وقفولو ته ويل کيږي٠

بکهتي په اصل کې په هندوئېزم يا هندومت کې يو مذ هبي غورځنګ دی چې څرک يې دهندوانو په سپيڅلو ويدونو په تېره بيا په ريګويدا،او پنيشدونو او بګهود ګيتا کې هم ليدلای شو ٠

 

دغه غو رځنګ په لو مړي ځل په نهمې اولسمې عيسوي پيړيو کې دهندوستان په جنوب يا د اوسني تاميل نډو په ايالت کې رامينځ ته شوځکه په هغه ځای کې دشيوا او دو يشنو ډېر داسې پيروان مو جودوو او دوی  تر مينځ ډېر ښه شا عرانو شتون درلودچې غو ښتل يې د بکهتي مفکورې ته پر اختيا ورکړي او په هندوئېزم  کې يو ډول مذ هبي يووالی رامينځ ته کړي٠ دوی عقيده درلو دله چې رښتينې پو هه هغه وخت تر لا سه کيدلای شي چې ځان واحد خدای ته وقف کړو چې دټولې نړۍ خالق دی٠

دغه مذهبي غورځنګ وروسته په منځنيو پيړيو کې ورو ورو شمالي هندوستان ته وليږديد او ان تر ختيځ هندوستان يا تراوسني بنګاله  پورې يې لمنه وغځېده٠

 

دبکهتي غورځنګ ځانګر تياوې :

 

ددغه مذهبي غو رځنګ ځينې ځانګر تياوې په لا ندې ډول ښودل شوي دي:

١- په تو حيد باندې عقيده٠

٢- خدای ته ځان وقفول٠

٣-دخدای سره مينه٠

٤- دانسانانو تر مينځ يووالی او برابري٠

دکاسټ دسيسټم پر خلاف مبارزه چې طبقا تي بڼه لري ٠

 

 په منځنيو پيړيو کې دهندوستان سياسي، اقتصادي، ټو لنيزه او مذهبي وضعه ډېره خرابه وه ٠ په هغې ټولنې کې ډول ډول نا انډولۍ مو جودې وې او دکاسټ سيسټم په خپل شدت سره دوام درلود٠ ددې نا انډوليو او بد مر غيو د له مينځه وړلو او ورته دپای دټکي دايښودلو لپاره يو شمېر هندو مذهبي لار ښوونکو داوپتېيله چې ځيني مذهبي ريفورمونه او اصلاحات رامينځ ته کړي چې همدا دبکهتي مذهبي اصلاح غوښتونکی غورځنګ دې کار ته ملا وتړله٠

 

لکه چې دمخه وويل شول بکهتي مذ هبي غورځنګ د اوپنيشدونو او دبګهود ګيتا دتعاليمو په رڼاکې وده وکړه او په څوارلسمې عيسوي پېړۍ کې يو هندو مذهبي مفکر او مصلح رامانندا دا غورځنګ دګنګا په ټولې وادۍ کې خپور کړ ٠ په هند کې دسوري پښتني واکمنانو په وخت کې دا تحريک دهندوانو په ټو لنه کې نورهم پر مختګ وکړ او دشمالي هند هر ګوټ ته ورسيد٠ په شمالي هندوستان کې ددغه مذهبي غورځنګ خپريدل ددولبهه اچاريه او دهغه دشاګردنو دهلو ځلو او کو ښښونو نتيجه وه٠ په بينګال کې ددې غورځنګ مشهور مبلغ او خپروونکی چيتانيا و چې دشپاړسمې پيړۍ په نيمايې کې تير شوی دی٠

 

دبکهتي غورځنګ دودې او پر مختګ په پايله کې هندي ژبې او هندي ادب هم ډېره وده او پر مختګ وکړ٠  ددې غورځنګ پيروانو په ډېره ساده ژبه غږيدل تر څو دخلکو پراخه پر ګنې ځان ته راکاږي٠تر دې وروسته مهاتما کبير(١٤٤٠- ١٥١٨)چې په بګهت کبير سر ه هم شهرت لري اودبنارس او سيدونکی  او درامانندا دشاګردانو نه و او دده پيروان لا تر اوسه هم دکبير پنته يا دکبير دلارې دپلويانو په نامه يا ديږي ددغه غورځنګ يو تکړه غړی ود هندوئېزم او اسلام غوره افکار راوسپړل او دهندوانو او مسلمانانو تر مينځ يې دورورګلوۍ او په روغه جوړه کې ژوند کولود مفکورې سر سخته پلوی و٠دهمدې افکاروتر اغيزې لاندې دشمالي هند په پنجاب کې يوبل ستر مصلح شخصيت  ګورو نانک چې افغانان ورته بابا نانک وايي رامينځ ته شو چې ورو سته يې دسکهيزم ياد سکه پنت بنسټ يې کېښود٠

دبکهتي دغورځنګ  دځينو نورو مشهور و مبلغينو اولار ښوونکو له ډلې نه دغه لانديني يې هم مشهوردي :

 

ولابهه اچاريه، سري منتاشنکر ديوا، بساوا،راما نوجا، ادي شنکر، بګهت نامديو،ميرابايي ،روي داس او سورداس ٠

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل    ۱۳٩       سال هفتم      حوت             ۱۳۸٩  خورشیدی       مارچ ٢٠۱۱