کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

٢

 

۳

 

٤

 

۵

 

٦

 

۷

 

۸

 

٩

 

٠۱

 

۱۱

 

۱٢

 

۱۳

 

۱٤

 

۱۵

 

۱۶

 

۱۷

 

۱۸

 

۱٩

 

٢٠

 

٢۱

 

٢٢

 

٢۳

 

٢٤

 

٢۵

 

٢۶

 

٢۷

 

٢۸

 

٢٩

 

۳٠

 

۳۱

 

۳٢

 

۳۳

 

۳٤

 

۳۵

 

۳۶

 

۳۷

 

۳۸

 

۳٩

 

 

 

 

 
 
   
هندوئېزم ( هندو مت)

٤٠ برخه

دکتور لطيف ياد
 
 

 هندو واکمنان:

 

٨- په بينګال کې د ديوا دکورنۍ واکمني ١٢ او ١٣ ميلادي پيړۍ:

 

په بينګال کې دسينا تر واکمنۍ وروسته د ديوا کورنۍ واکمني تر لا سه کړه٠ ددغې کورنۍ د واکمنۍ پلازمينه يا پايتخت د بکرامپور ښارو چې اوس د بنګله ديش دهېواد دمنشي ګنج په ولسوالۍ يا ډسټريکټ کې موقعيت لري٠

 

دديوا دکورنۍ دواکمنۍ په وخت کې په بينګال کې دوې ژبې مروجې وې چې يوه يې بينګالي او بله يې هم سنسکريت وه٠ دديوا کورنۍ واکمنان دهندو مذهب پيروان ول او دحکومت ډول يې مطلقه شا هي رژيم و٠

دتاريخي روايتونو پر بنسټ دديوا دکورنۍ دواکمنۍ په وخت کې خلکو په خو شالۍ او سوله کې ژوند کاوه٠

په بينګال کې دغې کو رنۍ دواکمنۍ دورې ته طلايي دوره ويله کيږي٠ دد يوا دکورنۍ يو ه مهمه لاسته راوړنه داوه چې ددغې کورنۍ د واکمنۍ په وخت کې ارټ، معمارۍ،مجسمه جوړونې ،انځورګرۍ او مهندسۍ ډېر

 پر مختګ وکړ٠

 

د بينګال د ديوا دکورنۍ دمشهورو واکمنانو نو مو نه په لاندې ډول دي:

 

١- شري شا نتي ديوا چې ويل کيږي ددغې کو رنۍ دواکمنۍ بنسټ  ايښودونکی و٠

٢- شري ويرا ديوا چې دشري شانتي ديوا زوی او دهغه وليعهد و٠

٣- شري انندا ديوا٠

٤-شري بهاوا ديوا چې ويل کيږي د ديوا دکورنۍ ورو ستنی واکمن تېر شوی دی٠

 

دديوا دواکمنۍ دوخت هغه دسروزرو، سپينو زرو او مسو کومې سکې چې موندل شوي دي دا جوتوي چې د دغې کورنۍ دواکمنۍ په وخت کې دخلکو اقتصادي حالت ډېر ښه واو سو داګرېزو چاو ډېر پر مختګ کړی و٠

همداراز ددغې کورنۍ دواکمنۍ په وخت کې ډېر بودايي معبدونه جوړ شوي دي چې مشهور يې شلوان ويهارا،انندا ويهارا او بهو جا ويهارا دي ٠ همداراز ددوی دواکمنۍ په وخت کې دمجسمو جوړولو او انځور ګرۍ  هنر ډېره وده کړې وه٠

ويل کيږي چې دديوا کورنۍ وروستۍ واکمنه هندو کورنۍ وه چې په بينګال باندې يې واکمني کړې ده٠

----------------------------

ماخذونه او سر چينې :

١-http://www.banglapedia.org/httpdocs/HT/D_0127.HTM

 

٢-http://en.wikipedia.org/wiki/Deva_dynasty

٣-http://www.historyfiles.co.uk/KingListsFarEast/IndiaSamatata.htm

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل    ۱۵٠   سال        هفتم               اسد/سنبله       ۱۳۸٩  خورشیدی                ۱۶ام اگست ٢٠۱۱