کابل ناتهـ، Kabulnath











Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

۸۷

 

 

۸۸

 

 

۸۹

 

۹۰

 

 

۹۱

 

 

 

 

 
 

ډاکټر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۹۱ برخه


 

 

 
 

   دهندوانو لرغوني ښارونه :
مالوه
دهندوستان دمدهیا پردیش دایا لت یوه ولسوالي ( ډیسټریکټ )دی.مالوه دهندوستان یوه لرغونې سیمه ده چې دتاریخ په اوږدو کې د ډیرو واکمنانو تر ولکې لاندې وه او پر دې سیمه یې راج چلولی دی.پرمالوې باندې ډیرو واکمنانو لکه: اونتي ،موریا ،ګوپتا، پارمارا،کوشانیانو ،ستهوانانو ،ساکانو،هرشه ، دمالوا واکمنانو (سلاطینو)،،مغولو ،مرهټه وو او انګریزانو حکومت کړی دی.
دمالوې نوم دلرغونې هند دیوې قبیلې مالاواس نه اخیستل شوی دی چې مانا یې (دلکهشمي داستوګنځي یو ه برخه) ده . دمالوې نوم په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې د(موهولو) په بڼه دچینی زایر هیونتسنګ په یونلیک (سفرنامه )کې هم راغلی دی.
مالوه دګوپتا دامپراتورۍ په تیره بیا ددویم چندر ګپت ( ۴۱۳-۳۷۵زیږدیز ) په وخت کې چې په ویکرام ادهیتیا سره یې شهرت درلود ډیر پر مختګ وکړ ،نو ځکه دغه عصر ته دمالوې طلایی عصر یا ګولډن ایج هم ویل کیږي . همداراز دګوپتا واکمنانو په ۵۲۸ زیږدیز کال کې په مالوه کې هونانو ته هم ماتې ورکړه ځکه چې دمالوې پر سیمه یې تیری او لاسوهنه کوله.په اوومه زیږدیزې پیړۍ کې مالوه دهرشه واکمنۍ تر ولکې لاندې راغله .
په هندوستان کې دډهلي سلطنت په وخت کې يعنې په ۱۴۰۱ زیږدیز کال کې دلاورخان غوري ځان دمالوې د لومړنی سلطان په توګه اعلان کړ او دمالوې دسلطنت بنسټ یې کیښوداو په خپل نوم یې خطبه جاري کړه اوماندویې دخپل سلطنت پلازمیینه ( پایتخت ) وټاکه چې تر هغه وروسته یې زوی الپ خان ځانته دهوشنګ شاه نوم غوره کړ او په ( ۱۴۰۵ – ۱۴۳۵ زیږ دیز) کال کې د ماندو واکمن شو او دده په وخت کې ماندو او په عمومي ډول مالوې ډیر پر مختګ وکړ.
تردې وروسته دمالوې دسلطنت چارې دپښتنو غلجیانو(خلجیانو) دکورنۍ لومړنی سلطان محمدشاه لاس ته ورغلې چې دغلجیانو کورنۍ په مالوې باندې د ۱۴۳۶ زیږدیز کال نه تر ۱۵۳۱ زیږدیز کاله پورې حکومت وکړ. دمحمد شاه تر مړینې وروسته یې زوی سلطان غیاث الدین غلجی دمالوې واکمن شو ،خو دده دژوندانه په وروستیو وختونو کې دسلطنت او اقتدار لپاره دده ددوو زامنوناصرالدین او علاءالدین تر مینځ جګړې وشوې .ددغې کورنۍ وروستني واکمن دویم محمدشاه ځان دګوجرات سلطان محمدشاه ته هغه وخت ورحواله کړ کله چې بازبهادر د ۱۵۳۱ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۵ نیټه دمالوې کلا ونیوله .
تر دې وروسته مالوه تر ډیر و وختونو پورې دګوجرات دواکمن محمد شاه ترولکې لاندې وه چې بیا قادرشاه دغلجیانو دکورنۍ یو ستر افسر تر یوې مودې پورې پرمالوې حکومت کاوه . کله چې سوري شیرشاه دهند واکمن شو نو هغه په ۱۵۴۲ زیږدیز کال کې قادرشاه ته ماتې ورکړه او شجاع خان یې دهغه ځای دګورنر په توګه وټاکه او تر هغه وروسته په ۱۵۵۵ زیږدیز کال کې بازبهادر خپل ځان دمالوې دخود مختاره ګورنر په توګه اعلان کړ . په ۱۵۶۱ زیږدیز کال کې دهندوستان مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دمالوې دسیمې دنیولو لپاره خپل دوه تنه تکړه جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان ولیږل او دواړو دسارنګ پور په جګړه کې چې دبازبهادر او داکبر دجنرالانو تر مینځ وشوه د ۱۵۶۱ زیږدیزکال دمارچ دمیاشتې په ۲۹ نیټه دمالوې دسیمې وروستي پښتني سلطان باز بهادرماتې وخوړه اوورسته بیا دغه سیمه دمغولو لاسته ولویده او داکبر باچا له خوا عبدالله خان اوزبک ددغې سیمې ګورنر وټاکل شو. په ۱۷۰۰ زیږدیز کال کې مالوه مرهټه وو ته په لاس ورغله .تر مرهه وو وروسته په ۱۸۱۸ زیږدیز کال کې دمالوې سیبمه انګریزانو ته په لاس ورغله.
دمالوې دسلطنت په وخت کې آرټ اومعماري ډیره وده وکړه چې تراوسه پورې هم په مالوې کې دهغه وخت دآرټ ،نقاشۍ او ودانیو نخښې شته .
دمالوې په اړوند ځینې انځورونه په لاندې ډول لیدلای شئ !
 

 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۳          سال نهــــــــــم                      عقرب   ۱۳۹۲                اول نوامبر   ۲۰۱۳