کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۱  برخه


دکتور لطيف ياد
      
 
 


دهندوانو لرغوني ښارونه:

چيتراکوټ(चित्रकूट ) :

 

 

چيترا کوټ چې اوس دهند دمدهيا پرديش اواتهرا پرديش دايا لتونو تر مينځ  يو ه ويشل شوې سيمه ده او  په بونديل کهنډ کې پروت دى دهندوانو يو لر غونى ښار تير شوى دى چې دغه ښار دمذهبي،کلتوري،تاريخي او لرغون پيژندنې له مخې يو مهم ښار گڼل کيږي.دايوه غرنۍ او په ځنگلونو پټه سيمه ده.

داسيمه دتاريخي له پلوه ځکه داهميت وړده چې رام چندر جي، دهغه ورور لچهمن اودهغه ميرمن سيتا  جي پکې دخپل څوارلس کلن  تبعيد يوولس نيم کلونه تير کړي دي او لويو او سترو هندي پنډتانو او مهاريشيانولکه :اتري موني،ساتي انوسويا،داتاترييا،مهاريشي مارکنډيا،سبهانگا اوسو تيکشنا دچيتراکوټ په ځنګلونو کې ريا ضتونه کړي دي.دراميانا د منظومې حماسې ليکوال والميکي هم دچيتراکوټ يادونه کړې ده او دغه ښار يې سپيڅلى او مقدس بللى او ددغه ځاى په ځنګلو نو پټې سيمې د ژوو لکه بيزو گانو،يږواو نورو او همداراز دمختلفو او بيلا بيلو گلانواو بو ټو او نباتاتو  يادونه يې کړې ده.ان پخپله رامچندرجي ددغه ځاى ستاينه کړې ده .همداراز مشهور شاعر کاليداس د رگهو ونشا په حماسه کې ددغه ځاى يادونه کړې ده .په همدې توگه مشهور هندي شاعرتولسيداس(١٥٣٢-١٦٢٣ زيږديز) په خپلو مشهورو آثارو لکه ونايا پتريکا،رام چريت مانس،کويتا والي او دوها والي کې دچيتراکوټ يا دونه کړې ده.

دچيتراکوټ دسيمې لانديني ځايونه ډير مشهوردي :

١- رام ګهاټ:

دا هغه سپيڅلى ګهاټ(تالاب) دى چې دمنداکني په  سيند کې موقعيت لري.دلته ډير هندو زائرين او هغه پڼدتان ددعاوو دلو ستلو او رياضت لپاره ورځي او دهندوانو په  سپيڅلو متو نو کې راغلي دي چې رامچندر جي ،دهغه ورورلچهمن او درامچندر جي ميرمن سيتاجي هم په دغه گهاټ کې لمبلي دي.

٢- کاماد گيري:

په سنسکرت کې گيرې غر ته ويل کيږي او دا هغه په ځنگلونو پټ غردى چې هلته دهندوانو ډير مندېرونه هم شته.

 

٣-دبهارت ملاپ مندير:

دبهارت ملاپ مندېر په چيتراکوټ کې ځکه دتاريخي پلوه اهميت لري چې ويل کيږي بهارت په دغه ځاى کې درامچندرجي سره چې دڅوارلس کلن تبعيد په حالت کې يې دلته ژوند کاوه وليدل او هغه ته يې ددې بلنه ورکړه چې آيودهيا ته ستون شي .داسې ويل کيږي چې په دغه مندير کې درامچندر جي دپښو نښې په تيږه کې شته.

٤-جنکي کونډ :

داهغه گهاټ دى چې ويل کيږي سيتاجي په هغه وخت کې چې دخپل خاوند سره په تبعيد کې ژوند تيراوه په دې گها ټ کې يې لمبلي دي.

٥-ساتي انوسويا اشرم:

داهغه ځاى دى چې دهندوانو ستر مهاريشي اتري موني او دهغه ميرمن انوسو يا دخپلو دريو زامنو سره اوسيدل.

همدارا دچيتراکوټ دنورو تاريخي ځايونو نو مونه په لاندې ډول دي:

سفاتيک شيلا،گپت ګوداوري،پمپا پور،هنومان دهارااوبهارت کوپ.


 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۲،          سال    هشتم،     قوس/جدی       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ دسمبر      ۲۰۱۲ عیسوی