کابل ناتهـ، Kabulnath











Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

۸۷

 

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

 ۸۸ برخه


 
 
 

    دهندوانو لرغوني ښارونه :

  कुशीनगर خوشی نګر(
خوشی نګر دهند داتهراپردیش په ایا لت کې دهندوانو یو ډیر لرغونی او مشهور ښار دی چې دګورکهپور نه ۲۵ کیلو مټره ختیز ته پروت دی او داسې ویل کیږي چې دغه ښار دخپلو بو دایی ټیمپلونو ، سټوپو او ویهارونو په وجه ډیر مشهور دی .
خوشی نګر په لر غو نو او پخوانیو زمانو کې دکوشاوتي په نامه سره هم یادیده. دهندوانو په سپیڅلو کتابونو او له هغو نه په رامیانا کې هم دخوشا یادونه شوې ده چې دایو دهیا دمشهور واکمن رام چندر جي زوی واو ښایې دهغه دنامه له کبله دغه ښار په خوشي نګر سره مشهور شوی وي .
خوشي نګر په لرغوني هند کې دمالا دواکمنۍ په وخت کې دهغوی پایتخت یا پلازمیینه وه او دبودایی څلورو مشهورو ځایونو له کبله دکوشینارا په نامه هم یادشوی دی او دغه څلور بودایي ځایونه ټول د هیران یاوتي ددریاب پر غاړه پراته وواو بو دا هم په خپل ژوندانه کې له دغه ځایه لیدنه کتنه کړې وه .
لکه چې دمخه مو وویل خوشی نګر دخپلو بودایی معبدونو ،سټوپو او ویهارونو له کبله مشهور دی او دغه سټوپې او ویهارونه دحضرت عیسی علیه السلام تر زیږیدو دمخه درې پیړۍ وړاندې جوړې شوي دی. همداراز دلرغوني هند دموریا دکورنۍ مشهور واکمن آشوکا هم دلته ډیر معبدونه ، سټوپې او ویهارونه جوړ کړي دي .
مشهور چینایی زایر هیون تسنګ هم له خوشی نګره لیدنه کتنه کړې وه او تول دغه بودایی معبدونه ، سټوبې او ویهارونه یې لیدلي وو . دغه سټوپې زیاتره دپخو خښتو نه جوړې شوي دي چې دګندهارا دتهذیب نماینده ګي کوي .
لنډه داچې دغه ښار دخپلو بودایی معبدونو او سټوپو له کبله مشهور ښار دی چې دنړۍ دډیرو ګر ځندو یانو او سیلانیانو پاملرنه یې هم ځانته ور اړولې ده .

 


دخوشی نګر دلرغوني ښار ځینې انځورونه په لاندې ډول لیدلای شئ !

 



 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۹            سال نهــــــــــم                      سنبله    ۱۳۹۲                اول سپتمبر   ۲۰۱۳