کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۹  برخه


دکتور لطيف ياد
    
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

نلينډا नालंदा :
نلينډا په لر غو نو زمانو کې نه يوازې دا چې دهند يو ښار و ،بلکې دعلم او پو هې يو ستر مر کز هم گڼل کيده. نلينډاد هند د ايالت دبيهار پورې اړونده ځاى او سيمه ده او ددغه ايا لت د مر کز پټنې نه جنوب خواته په ٨٨ کيلو مټرۍ کې پروت دى.

نلينډا د ګوپتا د کورنۍ د واکمنۍ په وخت کې په تيره بيا د کمارا گوپتا او دهر شه او پالا دواکمنيو په وخت کې ډير پر مختللى او غوړيدلى ښار و. دنلينډا پو هنتون دهغه وخت مشهور پو هنتون و چې دليرې ځا يو نو نه به خلک دبودايې زده کړو لپاره دې پو هنتون ته راتلل.


چينايي زاير هيونتسونګ چې په اوومې زيږديزې پيړۍ کې د سيمې د نورو بودايې ښارونونه ليدنه کړې وه دنلينډا علمي ښار ته هم راغلى و او دغه ځاى يې هم ليدلى و.نو موړى په خپل مشهور يو نليک کې ليکي چې دغه ښار يو ستر پوهنتون درلود چې دليرې سيمو نه به خلک د زده کړو لپار ه راتلل .

ددغه پو هنتون د زده کوونکو شمير لس زره تنه ښودل شوى دى .همداراز دنلينډا پو هنتون ٢٠٠٠ زده کونکي هم درلودل. دپالا د واکمنۍ په وخت کې هم دغه ښار د پر مختګ لوړو پو ړيو ته ورسيد. ويل کيږي چې د نلينډا پو هنتون دتدريسي خونو نه برسيره دريا ضت لپاره يو ستر سالون يا هال هم درلود.په دغه پو هنتون کې لس عبادت ځايونه هم ول.د نلينډا پو هنتون يو ستر کتابتون هم درلود چې د پودايي مذهب د آثارو نه پرته نور کتا بونه هم پکې خوندي وو.په دغه پو هنتون کې نه يوازې د بودايې مذهب لپاره تدريس کيده بلکې د ريا ضياتو ،منطق ،نجوم او فلسفې درسونه هم پکې زده کوونکو ته تدريس کيدل.ويل کيږي چې دغه پو هنتون ته د کوريا،جاپان،چين ،اندونيزيا ،تبت او نورو سيمو نه زده کوونکي راتلل.

لنډه داچې نلينډا دتاريخ په بيلا بيلو پړاوونو کې د هند يو مشهور علمي مر کز و،په تيره بيا د بو دايې ګروهې او مذهب پيروان تر اوسه هم دې ښار ته په سپيڅلې ستر ګه ګوري ،ځکه چې د همدې پو هنتون نه د بودايې مذ هب په زرګونوزده کوونکي فار غ شو ي وو.

 


 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۸۰،          سال    هشتم،      عقرب/قوس       ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ نومبر      ۲۰۱۲ عیسوی