کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۶۷  برخه


دکتور لطيف ياد
  
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

کالي بينګن(काली बंगा ) :
کالي بينګن هم د هندوانو يو ډير پخوانى او لر غونى ښار گڼل کيږي چې لر غونتوب يې د عيسى مسيح عليه السلام دزيږيږيدو نه دمخه د٢٥٠٠ او ٣٥٠٠ کلونو تر مينځ اتکل شوى دى .
کالي بينګن د هند دراجستهان دايالت د هنو مان ګر په ولسوالۍ يا ډيسټريکټ پو رې اړه لري او دبيکانير دښار نه ٢٠٥ کيلو مټره واټن لري او دسند دتهذيب او تمدن نخښې نښانې پکې ليدلې کيږي. دکالي بينګن مانا تور بانجان دى او ددغه ښار د شتون پته هغه وخت ولګيدله کله چې ايتالوي اينډولوجيسټ( هند پيژندونکي) لوگي پيو تيسي توري(١٨٨٧-١٩١٩ زيږديز)کا ل د لر غوني هند پر ځينو تاريخي متو نو کار کاوه.نوموړي وروسته د بر تانوي هند دارکيو لو جۍ(لرغون پيژندنې) د مشر سر جان مارشال نه په دې اړوند د مرستې غو ښتو نکى شو.
دهندوستان تر خپلواکۍ وروسته که څه هم دسند دتهذيب مهم او مشهور ښارونه هراپه او مو هنجيديرو د پا کستان پورې اړه ونيوله خو کالي بينګن چې د همدې تمدن يوه برخه وه د هند دنامتو لر غون پيژندونکو بال کريشنا ټاپر،ايس .ډي .کاري،کي .ايم شري واستو وااو ايس.پي. جين له خوا تر څيړنې لاندې ونيول شو او د١٩٦٠ زيږديز نه د ١٩٦٩ زيږديز کلونو پورې پکېيو لړ کيندنې وشوې او داثا بته شوه چې د کالي پينګن لر غونتوب د عيسى مسيح تر زيږيدو نه دمخه د ٢٥٠٠ او ٣٥٠٠ کلونو تر مينځ اټکل شوى دى.
د کالي بينګن د کلا او ښار دکيند نو په پا يله کې جوته شوه چې دغه ښار دپلان پر بنسټ جوړ شوى دى او په ديوالونو کې يې د خټينو خښتو نه ګټه اخيستل شوې ده چې پکې واټونه اوپه منظم دول باندې کورونه جوړشوي ول.همدارازد کالي بينګن نه يو شمير مجسمې او خټين لو ښي هم ترلاسه شوي دي.
لنډه داچې کالي بينګن دلرغوني هند يو مشهور ښار گڼل کيده چې اوس يې د هماغه وخت نخښې نښانې لا هم تر ستر ګو کيږي .
 

 

 ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندې ډول و ګورئ !

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۷۸،          سال    هشتم،       میزان/عقرب  ۱۳۹۱ هجری خورشیدی                  ۱۶ اکتوبر      ۲۰۱۲ عیسوی