کابل ناتهـ، Kabulnath








Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

۸۷

 

 

۸۸

 

 

 

 

 

 

 

 
 

ډاکټر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

 ۸۹ برخه


 
 
 
 

    دهندوانو لرغوني ښارونه :

پوهار :
پوهار چې دپوم پوهار په نامه سره هم یادشوی دی دهندوانو یو ډیر پخوانی او لرغونی ښارګڼل شوی دی چې دجنوبي هندوستان دتمیل نډو د ایالت دنګاپاټینم په ډیسټرکت ( ولسوالۍ ) کې پروت دی. دپوهار ښار په لرغونو زمانو کې مشهور ساحلی ښارواو دتمیل په زړو او لرغونو تاریخي متونو اوکتابونو کې دکاهوري پوهوم پاټينم په نامه سره هم یاد شوی دی او دغه ښار دکهولا دواکمنۍ پلازمیینه وه.پوهار دکاویری سیندپر غاړه پروت دی او دتاریخ پو هانو او لرغون پیژندونکو داټکل له مخې دحضرت عیسی علیه السلام تر زیږیدو(۵۰۰) کلونه وروسته ددغه ښار زیاتره برخه دیوې سونامي په وجه له مینځه لاړه .دپوهار دښار په اړوند دتمیل په مشهوره رزمیه دسلیپا ټهیکارم په پنځم کتاب کې چې په پنځمې زیږدیزې پیړۍ کې لیکل شوی دی ویل شوي دي چې دپوهار ښار دکاویري دسیند په شمالي برخه کې جوړ شوی و او دغه ښار دوه مشهور کلي درلودل چې یو یې ( ماو وور پاکم ) او دویم یې (پاټي نا پا کم ) نومید.
مار وور پاکم دسمندر پر غاړه پروت و او دغه ښار ته به دهمدې ساحلي کلي له لارې بهرنی سوداګر او سیلانیان راتلل او ددې ځای دهوا او لیدو وړځایونو نه به یې خوند اخیسته .ویل کیږي چې په دې کلي کې دوریښمو خرڅولو او دملغلرو او جواهراتو او قیمتي کاڼو دوکانونه او هټۍ موجودې و ې.
همداراز دپاټي ناپاکم په کلي کې به دپوهار واکمن ، دلوړې طبقې خلک ، سوداګر، طبیبان، ستوري پیژندونکي ، دواکمن پو خیان او نڅاګرې اوسیدلې .
لکه چې دمخه وویل شول پخوانی او لرغونی پوهار له نن نه (۱۵۰۰) کلونه وړاندې دسونامي درامینځ ته کیدو په وجه له مینځه لاړ چې ددغې سو نامي یادونه دتمیل دشعرونو په لرغونی کتاب منیمي کالیا کې شوی دی او ددغه سونامي دراتلو وجه دا ښودله شوې ده چې ګواکې دکولا واکمن چې دپوهار په سیمه یې واکمني چلوله په هماغه کال دایندرا درب النوعې جشن نه و جوړ
کړي .
دغه ښار نن ورځ هم دنړۍ دسیلانیانو پر مخ پرانیستلی دی او هر کال ډیر
سیلانیان او پخپله هندیان ددغه لرغونی ښار نه لیدنه کتنه کوي .

دپوهار دښار په اړوند انځورونه په لاندې ډول لیدلای شئ!
 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۰          سال نهــــــــــم                      سنبله/میزان    ۱۳۹۲                ۱۶ سپتمبر   ۲۰۱۳