کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۴ برخه


دکتور لطيف ياد
   
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:
بيرات:
بيرات دهندوانو يو لرغونى ښار دى چې نوم يې د هندوانو په زړو تاريخي متونو او په تيره بيا دهندوستان په زړو مذهبي نسخو او له هغو نه په مهابهارتا او نورو لرغونو تاريخونو کې زيات ليدل کيږي. دغه ښار دهند دراجستهان دايا لت دمرکز جيپور په شمال او دالوار په لويديز کې پروت دى. دهندوانو دلرغونو تاريخي نسخو پر بنسټ بيرات دمهاجانا پادا (سترې واکمنۍ) چې مشران يې قبيلوي راجاګان وو پايتخت يا پلازميينه وه چې په هغه وخت کې يې نوم ويرات نگر و او ويل کيږي چې دغه نوم ددغه ښار دبنسټ ايښودونکې واکمن مهاتما رامچندرا وير دنامه له کبله دغه ښار په ويرات نگر يا بيرات نګر سره مشهورشو،خو دوخت په تيريدو سره اوس ورته بيرات وايې . ويل کيږي چې دغه واکمني د حضرت عيسى مسيح عليه السلام تر زيږيدو ٦٠٠ کلونه وړاندې رامينځ ته شوې وه او تقريبا ٣٠٠ کلونه يې په بيرات باندې راج يا واکمني وکړه چې ډير واکمنان پکې تير شوي دي.
وروسته بيا دبيرات لرغونى ښار د چيډي دکورنۍ دواکمنانو په لاس کښيوت،خو په پنځمې زيږديزې پيړۍ کې بيرات دموريا دکورنۍ واکمنانو په واک کې راغله.همداراز دعيسى مسيح تر زيږيدو درې پيړۍ وړاندې بو دهيزم په بيرات کې ډيره وده وکړه او ان چينايي زيارت کوونکو هم له دې ځايه ليدنه کړې ده او په هغه وخت کې ډير بودايې معبدونه هم پکې جوړشوي وو. په شپږمې زيږديزې پيړۍ کې نامتو چيني زاير هيون تسنګ هم له بيراته ليدنه کړې وه.
دبيرات ښار دډهلي دسلطنت په وخت کې هم دځانگړي اهميت نه برخمن و.دلوديا نو او سوريانو پښـتني واکمنانو په وخت کې هم دغه ښار دخپل پوځي او ستراتيژيک اهميت نه برخمن و.داسې ويل کيږي چې اکبرپاچا چې کله دښکار په موخه به راجستهان او اجمير ته ته نو په بيرات کې به ضرور تم کيده.
نن ورځ ددغه ښار ميوزيم ددې خبرې څرگندونه کوي چې دغه ښار دهندوانو يو لرغونى ښار گڼل کيده چې ډير ې سکې ،ډبرې او تاريخي آثار پکې خوندي دي.
ددې مقالې په اړوند انځورونه په لاندي ډول وگورئ !
 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۵،          سال    هشتم،      دلو      ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول فبوری      ۲۰۱۳ عیسایی