کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۶ برخه


دکتور لطيف ياد
     
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:
ویجی نګر:
ویجی نګر دهندوانو یو پخوانی او لر غونی ښار دی چې نن ورځ دجنوبی هندوستان د کر ناټکا دایالت پو رې اړه لري او ددغه ایالت دبیلاری به ډیسرکټ (ولسوالۍ) کې پروت دی. ددغه تاریخي ښار بنسټ دوریهارا او بوکا له خواپه ۱۳۳۶ زیږدیز کال کې چې دواړه سره وروڼه وو او د سنګاما دواکمنا نو په کورنۍ پورې یې اړه درلودله ایښودل شوي دی.دتاریخی موثقو او معتبرو روایتونو پر بنسټ ویجی نګر په(۱۵۰۰ زیږدیز) کال کې نیم ملیون وګړي درلودل.دویجی نګر مانا(دبریو او سوبو ښار ) دی . دویجی نګر امپراتوري هم دهندوستان به تاریخ کې مشهوره ده . دِویجی نګر ښاردڅوار لسمو او شپاړسمو زیږدیزو پیړیو تر مینځ ښه رونق موندلی و.ویل کیږی چې ډیرو ارو پا یی سیلا نیانو چې هالینډ یان ، پرتګا لیان او ایټالویان هم پکې وو او هم دهرات دتیموری دربار مشهور مورخ او پیښې لیکونکی کمال الدین عبدالرزاق ابن اسحاق سمر قندی(۱۴۱۳-۱۴۸۲زیږدیز) په ۱۴۴۰ زیږدیز کال کې دویجی نګر نه لیدنه وکړه او ددغه ښار دتدافعی کلاګانو ستاینه یې کړې ده.ویل کیږی چې ویجی نګر منظم بازارونه او ما رکیټونه درلودل او دنړۍ دبیلا بیلو برخو سوداګرانو دلته سو داګریز کارونه کول.
دتاریخ په اوږدو کې په ویجی نګر باندې دغو لاندیو هندو کورنیو واکمنی چلولې ده :
هوسیالا،کاکا تیا،پاندیان،ریډی،سنګاما،سالو وا،تولو وااو اراویدو.
دهند لومړنی صدراعظم(مشر وزیر) پنډت جواهر لال نهرو هم په خپل مشهور کتاب( دهند کشف) کې دویجی نګر یادونه کړې ده او دویجي نګر ستاینه یې کړې ده .
دویجي نګر واکمنان زیاتره دهندويیزم د عقیدې او ګروهې پیروان ول او دویشنو او شیوا پیروي به يې کوله .دوی په کناډا،تیلګو او تمیل ژبو چې د جنوبي هندوستان مهمې ژبې دي خبرې کولې.
دویجي نګر واکمنانو داسلامی هیوادونو سره نږدې اړیکې درلودلې او ددوی سره یې سو داګریزې اړیکې پاللېږله همدې کبله و چې دویجی نګر دواکمنانو به دربارونو کې بهرنیو سفیرانو او استازو شتون درلود..
دویجي نګر واکمنانو علم ،آرټ ،مجسمه جوړونو او نقاشی ته وده ورکړه او ددوی په وخت کې ډیر معبدونه او ښارونه ودان شول.
لنډه داچې ویجی نګر دهندوانو یو مشهور او تاریخي ښار و چې زیاتره ودانۍ یې دیو نسکو له خوا دخلکو دتمدنونو د ګډ میراث په تو ګه پیژندل کیږي.
دویجی نګر به اړوند انځورونه په لاندې ډول وګورئ !
 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۷،          سال    نهـــــــــم،      حوب     ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           اول مارچ      ۲۰۱۳ عیسایی