کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

 

 

 
 

دکتر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۸۳ برخه


 
 
 

    دهندوانو لر غوني ښارونه :

کمبوج :

دتاریخي مستندو او موثقو روایتونو پر بنسټ کمبوج دهندوانو یو ډیر لرغونی ښار دی چې دهندوستان دمهاراشټرا دایالت دکوهلاپور په ديسټریکټ (ولسوالۍ ) کې موقعیت لري. کمبوج یو لرغونی نوم دی چې دسنسکریت او پالي ژبو په متونو او کتابونو کې ترې یادونه شوې ده.
دتاریخی منابعو او سرچینو بر بنسټ کمبوج په پخوانیو او لرغو نو زمانو کې یو کلی و او دغه کلی دبرهمنیانو له خوا چې د(کولکارني) لقب یې درلود اداره کیده،خو ورسته ددې کلي خلک ډیرشول او دغه کلي هم پراختیا وموندله اوپه یوه ستر ښار بدل شو.
دهند په مشهورې رزمنامې رامیانا کې هم ددغه لرغوني او تاریخي ښار یادونه شوې ده چې ویل کیږي خلک یې د ویندیا یا ګوداواري دسیند په څنډو کې اوسیدل.
همداراز دتاریخي حوالواو روایتونو پر بنسټ کمبوج هغه خلک وو چې دحضرت عیسی علیه السلام تر زیږیدو دوه پیړۍ وړاندې دمنځنۍ آسیانه دلته رالیږدیدلی وو او دخپلو نورو متحدو قو مونو لکه ساکانو ،پهلا واس او ابهیراس سره يېځانونه اوسني سند ته راغلل او له هغه ځایه دهندوستان په لویدیزو او جنوبي سیمو کې خپاره شول چې دساکهانو او پهلاواس نو مونه د هندوانو په پخوانیو او زړو متونو لکه رامیانا ،پورانا او مهابهارت کې راغلي او ترې یادونه شوې ده.
داسې ویل کیږي چې مخکې له دې چې کامبوج هندوستان ته راشی داوسني افغا نستان په شمالی برخه کې دګندهارا دواکمنۍسره په ګاونډ کې اوسیدل او دوی ډیر جنګیالي خلک وو او اسونه یې درلودل.
همداسبب دی چې هندوستان ته دخپلو مهاجرتونو په لړ کې ددغه کمبوج نوم ددوی داستوګنې په وجه په دغه ځای ایښودل شوی دی.
لنډه داچې کمبهوج دهندوانو یو لرغونی او تاریخي ښار و.

دکمبوج په اړوند انځورونه په لاندې ډول لیدلای شئ
 

 

 

 

 




 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۱۹۴            سال نهــــــــــم                      سرطان    ۱۳۹۲                ۱۶ جون   ۲۰۱۳