کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۷ برخه


دکتور لطيف ياد
      
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

مادورای :

مادورای دجنوبی هندوستان دتامیل ناډو دایا لت یو ډیسټریکټ ( ولسوالی) ده چې دویګای دسیند بر غاړه پروت دی. دغه ښار ډیر لرغونی تاریخ لري او دهندوانو ډیر معبدونه پکې شته . دمادورای نوم دمدهورای نه اخیستل شوی دی چې خوږوالی ته وایې.
مادورای دتاریخ به اوږدوکې دبیلا بیلو واکمنانو له خوا اداره شوی دی دبیلګې په توګه د لر غونوپانډیانو،کولاس،مادوری واکمنانو،مادوری نایکانو،چندا صاحب ،کارنا تیک راجاګانواو انګریزانو پردوی راج چلولی دی.
لکه چې دمخه وویل شول مادورای یو لرغونی تاریخی ښاردی .په دغه ښار کې دپخوانی او لرغونې زمانې ډیر معبدونه شته چې په هغو کې دمینا کشی امان ټیمپل چې هندو الاهې پاروتی ته ډالی شوی دی او دتریمولای نایک ماڼۍ چې داوولسمې زیږدیزې پیړۍ یو شاهکاردی ډیر مشهور دي.دمیناکشی ټیمپل په دولسمه زیږدیزه پیړۍ کې دپانډیانو دواکمنۍ په وخت کې جوړشوی دی چې تر هغه وروسته دمادورای نورو واکمنانو هم ددغه ټیمپل په بیا رغونې او بیا ودانولو کې دقدر وړ خدمتونه سرته رسولي دي.دمادورای بل هندو ټیمپل چې ډیر لرغونی دی دکوډال ازهاګر ټیمپل دی چې لارډ ویشنو ته ډالۍ شوی دی.
دهندو مذهب د معبدونو نه سربیره په مادورای کې دنورو مذهبونو عبادت ځایونه او لمانځنتونونه هم شته لکه دعیسویانو چرچونه او دمسلمانانو جوماتونه. دمسلمانانو په جو ماتونو کې یو هم د قاضی مار بیک جومات دی چې ویل کیږی په دیارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې دپانډیانو د واکمنۍ په وخت کې دقاضی سید تاج الدین له خوا ودان شوی دی.
نن ورځ مادورای د تعلیم او زده کړو له پلوه هم مشهور ښار دی او د کمپیو ټر ساینس،طب او قانون په برخه کې هم ډیر کالجونه لري.
سربیره پر دې مادورای دهندوستان او په تیره بیا د تا میل ناډو دایا لت یو صنعتي ښار هم ګڼل کیږي چې د موټرو جوړولو ،ربړ او دکیمیاوی موادو دجوړولو ډیرې کارخانې پکې شته.
لنډه داچې مادورای دتاریخی لرغونتوب له کبله دهندوانو یو مشهور ښارګڼل کیږي .

د مادورای په اړوند انځورونه په لاندې ډول وګورئ!

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۸،          سال    نهـــــــــم،      حوت/حمل     ۱۳۹۱/۱۳۹۲   هجری خورشیدی           ۱۶ مارچ      ۲۰۱۳ عیسایی