کابل ناتهـ، Kabulnath











Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

۷۵

 

 

۷۶

 

 

۷۷

 

 

 

۷۹

 

 

۸۰

 

 

۸۱

 

۸۲

 

 

۸۳

 

۸۴

 

۸۵

 

۸۶

 

 

۸۷

 

 

۸۸

 

 

۸۹

 

 

 

 

 

 
 

ډاکټر لطیف یاد

 
 
هندوئېزم (هندومت)

۹۰ برخه


 
 
 

    دهندوانو لرغوني ښارونه :

ورینداون:

ورینداون دهند داتهر پردیش دایالت دمتهورا په ډیسټریکټ ( ولسوالۍ ) کې دهندوانو یو لرغونی ښارګوټی دی او ډیر ځنګلونه لري . دمشهورې هندي رزمیې مها بهارت پر بنسټ شري کرشنا جي دخپل ماشومتوب ورخې او شپې هم دلته په ورینداون کې تیرې کړي دي.
ورینداون دمتهورانه چې دشري کرشناجي دزوکړې ځای دی لس کیلو مټره واټن لري.په ورینداون کې درادها او کرشناجي په سلګونو ټیمپلونه ( لمانخنتونونه) شته. په همدې ښار کې یولرغونی ټیمپل شته چې په ۱۵۹۰زیږدیز کال کې جوړشوی دی او دګوویندا ټیمپل یا لمانځنتون نو میږي.
داسې ویل کیږي چې تر شپاړسمې زیږدیزې پیړۍ پورې دورینداون د ډیرو ټيمپلونو ځایونه او موقعیتونه دخلکو نه ورک ول ، خو کله چې ستر ریشي چیتاني مهاپرابوپه ۱۵۱۵ زیږدیز کال ورینداون ته راغی اوغوښتل یې چې ددې ځا ی دمعبدونو نه لیدنه وکړي نو په خپل روحاني ځواک او قوت سره یې وکولای شول چې ددغو ټیمپلونو یا لمانځنتونونو موقعیتونه پیدااو تشخیص کړي .
لکه چې دمخه وویل شول ورینداون ډیر ځنګلونه لري او په دغه ځنګلونو کې ښایسته مرغان لکه طاوس، بلبلان ، طوطیان او هم وحشي ځناور لکه غوایان او بیزوګانې شته .
ورینداون دهندومت دعقیدې پر بنسټ یو سپیڅلی ښار ګڼل کیږي ،ځکه دلته دکریشنا او رادها ډیر ټیمپلونه( لمانخنتونونه ) شته او هرکال بکهتي یاهغو هندوانو چې ځانونه یې رادها او کریشنا ته وقف کړي دي ورینداون ته ځي او دمعبدونو او لمانخنتونو نه یې لیدنه کوي .
لکه چې دمخه وویل شول ورینداون ډیر ټیمپلونه ( لمانځنتونونه ) لري چې لاندیني یې ډیر مشهور دي :
۱- مدن موهن ټیمپل
۲-ګرود ګوویند ټیمپل
۳-بانکي بیهاري ټیمپل
۴-رادها والاب ټیمپل
۵-جیپور ټیمپل
۶-شري رادها رامن مندیر
۷- شاه جي ټیمپل
۸- رنګاجي ټیمپل
۹-ګوویند دیو ( ګوویند اجي ) ټیمپل
۱۰-شري کریشنا بلرام ټیمپل
۱۱-رادها ډماډور مندیر
۱۲-شري ما کتیا یاني مندیر
۱۳-چینتا هارن هنومان مندیر
۱۴-شری رادها راس بیهاري اشتا ساکهي مندیر
۱۵-شري کتهیا بابا کا ستان
۱۶-شري رادها ګوویندا ټیمپل
۱۷-شري ورینداون چندرا مندیر

دورینداون دلرغوني ښارګوټي دمندیرونو انځورونه په لاندې دول لیدلای شئ !
 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۱          سال نهــــــــــم                      میزان    ۱۳۹۲                اول اکتوبر   ۲۰۱۳