کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۳ برخه


دکتور لطيف ياد
  
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:

بود گيا(बोधगया ) :
بودگيا دهند يو مذهبي ښار دى چې ددغه هيواد دبيهار ايالت دگيا په ډيسټريکټ
( ولسوالۍ) کې پروت دى او داهغه ځاى دى چې دبودايې مذهب بنسټ ايښودونکي شهزاده سيدهارتها ( گوتم بد ه )پکې دمراقبې او رياضت په پايله کې روښنايې تر لاسه کړه.
دبودايې ګروهې او مذهب پيروانو ته دا ځاى ځکه دډير اهميت درلو دونکى دى چې په همدې ښار کې بو دها په خپلو مذهبي رياضتونو او مراقبو بوخت و او دا هغه ځاى دى چې وروسته بيا د مها بودهي ټيمپل پکې جوړ شو.
دبودايې گروهې او مذهب پر بنسټ( گوتم بد يا بودا)دحضرت عيسى مسيح عليه السلام تر زيږيدو (٥٠٠) کلونه وړاندې دگيا ښارته راغى او دلته يې دبودهې تر ونې لاندې خپل رياضت او مراقبه پيل کړه. دبودايې مذهبي رواياتو پر بنسټ بودا په دغه ځاى کې تر دريو شپو او ورځو مراقبې وروسته يوه روښنايې وليدله او په دې پوه شو چې حقيقت يې موندلى دى.وروسته بيا هغه ددغه ښار په بيلا بيلو برخو کې يې اووه اونۍ په داسې حال کې تيرې کړې چې مراقبه به و اورياضت به يې کاوه.بودا وروسته سرنات ته لاړ.
په اوسني وخت کې دبود گيا ښاردبيهار دايالت دمرکز پټنې نه ١١٠ کيلومټره واټن لري او دمها بودهي ټيمپل په دغه ښار کې ډير مشهور دى.داسې ويل کيږي چې تر بو دا ٢٥٠ کلونه وروسته امپراتور آشوکا بود گيا ته لاړ او خلک په دې عقيده دي چې نوموړى ددغه ټيمپل بنسټ ايښودونکى دى،خو ځينې نور مورخين بيا په دې آند دي چې دغه ټيمپل په لومړۍ زيږديزې پيړۍ کې دکوشانيانو په وخت کې جوړشوى دى.په ١٨٨٣زيږديز کال کې ددغه ټيمپل درغونې چارې دانګريزي لوړپوړي چارواکي الکزينډر کنينګهم له خوا ترسره شوې.
نن ورځ بود ګيا ته نه يوازې دهندوستاه هندوان او بودايان ورځي بلکې دنورو بودايي مذهبه هيوادونو لکه : سيريلانکا،نيپال،ميانمار،تايليند ،تبت ،ويتنام،کمبوډيا،چين ،جاپان او کوريا نه خلک هم د مها بودهي دټيمپل ليدو ته ورځي.
 

 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۴،          سال    هشتم،       جدی /دلو      ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ جنوری      ۲۰۱۳ عیسایی