کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

از بخش اول تا
شصت و چهارم

 

 

۶۵

 

 

۶۶

 

 

۶۷

 

۶۸

 

 

۶۹

 

 

۷۰

 

 

۷۱

 

 

۷۲

 

 

۷۳

 

 

۷۴

 

 
 
   
هندوئېزم (هندومت)

۷۵ برخه


دکتور لطيف ياد
    
 
 

دهندوانو لرغوني ښارونه:
هامپي :

هامپي د هندوانو هغه لرغونى ښار گوټى دى چې د جنوبي هند دکرناټک دايالت په شمالي خوا کې پروت دى.داښار په پخوانيو زمانو کې د١٣٣٦ زيږديز کال نه تر ١٥٥٦ذ زيږديز کاله پورې د ويجى نګر دامپراتورۍ پلازميينه گڼل کيدله.
دهامپي نوم د پمپا دنوم نه اخيستل شوى دى چې دټونگا بهادرا دسيند پخوانى او لرغونى نوم دى.هامپي دتاريخ په او ږدو کې دير تاريخي ځاى و چې لرغونتوب يې دحضرت عيسى مسيح تر زيږيدو سل کاله وړاندې اټکل شوى دى چې همدا اوس هم دلرغونو زمانو زيات معبدونه پکې شته او يو تر ټولو مهم معبد دويرو پکشا ټيمپل دى. ددغه تيمپل ليدلو ته له ټول هندوستانه او بيا په تيره بيا د گاونډي سيمو نه ډير خلک راځي.همداراز يو نسکو د ها مپي دلرغونو تاريخي تيمپلونو او ودانيو نو مونه دنړۍ دميراثونو په لست کې شا مل کړى دى.
دهند دلرغون پيژندنې ادارې دهامپي په تاريخي ښار کې ډيرې کيندنې کړي دي او په دغه ځاى کې يې ډير ې ودانۍ او معبدونه موندلي دي. لکه څنګه چې دمخه وويل شول هامپي دټونگا بهادرا دسيند پر غاړه پروت دى او د کرنآتکا دايالت دمرکز بنګلورنه٣٥٣ کيلومټره او دبرلي نه ٧٤ کيلو مټره واتن لري.
هامپي دکر کيلې لپاره يوه ښه سيمه ده او زياتره حاصلات يې کرنيز محصولات دي او ښه بڼونه هم پکې شته. دويجى نګر ميله دکرنا ټکا دسرکار له خوا هرکال په ها مپي کې تر سره کيږي چې ددغه ايا لت د مشهورو ميلو نه شميرل کيږي.
همداراز هامپي دخپلو منديرونو له کبله ډ ير مشهور دی او ددغه ځای دځينو مشهور ومندېرونو او ټيمپلونو نو مونه په لاندې ډول دي:
- د مليا ونتارګهو نات سوامي ټيمپل
- دويروپکشا ټيمپل
-دهزاره راما ټيمپل
- دکر يشنا ټيمپل
- دويتالا ټيمپل
-لوټس ټيمپل
همدارراز هامپي نور ډير دليدو وړ تاريخي ځايونه هم لري چې دځينو نو مونه ېې دادي :
واچ ټاور،کمله محل، دهاتيا نو خونه ا و نور ٠٠٠

دهامپي په ا ړوند انځورونه په لاندې ډول وګورئ !
 

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۶،          سال    هشتم،      دلو /حوب     ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ فبوری      ۲۰۱۳ عیسایی